01/02/2025
"سراب تحصیل در خارج؛ تجربه فریب یک جوان افغان"
من، شفیعالله شیرزاد، یکی از صدها قربانی فریبکاری شرکت خدمات تحصیلی در افغانستان هستم.
همیشه رویای تحصیل در خارج را داشتم، اما راه رسیدن به آن پر از موانع و چالشهایی بود که هرگز تصورش را نمیکردم. سال گذشته، تبلیغات گسترده یک شرکت خدمات تحصیلی در شهر نو کابل مرا به سمت آنها کشاند. وعدههای بزرگ، تضمینهای واهی، و ادعاهای جذابشان برایم امید تازهای بود.
وقتی برای مشاوره رفتم، گفتند که نیازی به استتمنت بانکی ندارم و کل مصارف تحصیل من کمتر از ۷,۰۰۰ یورو خواهد شد. همهچیز عالی به نظر میرسید. با امید به آینده، قراردادی امضا کردم و ۱,۵۰۰ یورو را به عنوان مصارف خدمات پرداخت کردم.
اما واقعیت خیلی زود چهرهی خود را نشان داد…
سه ماه بعد، درحالیکه انتظارم برای پیشرفت پروسه طولانی شده بود، شرکت خبر قبولی من را داد. اما این فقط شروع یک فریب دیگر بود! آنها تنها ۴۸ ساعت به من فرصت دادند که ۱۴,۰۰۰ یورو را به حساب پوهنتون انتقال کنم. در غیر این صورت، تمام مبلغی که به عنوان مصارف خدمات پرداخت کرده بودم، از بین میرفت.
به آنها گفتم: "شما گفتید که مصارف کمتر از ۷,۰۰۰ یورو خواهد شد! پس چرا حالا این مبلغ دو برابر شده است؟"
جوابشان تکاندهنده بود: "ما در هیچ جای قرارداد نگفتهایم که استتمنت بانکی نیاز نیست! شما باید حداقل ۱۵,۰۰۰ یورو موجودی مالی در یک حساب بانکی خارج از افغانستان داشته باشید!"
فکر کردم که دنیا روی سرم خراب شده است. از همان ابتدا، همهچیز بر اساس فریبکاری بنا شده بود. اگر از اول حقیقت را میدانستم، هرگز وارد این پروسه نمیشدم. اما حالا، نه تنها پولم از دست رفته بود، بلکه آیندهای که برای آن برنامهریزی کرده بودم، در یک لحظه نابود شد.
تلاش برای بازپسگیری پول:
با ناامیدی به حوزه دهم امنیتی کابل مراجعه کردم. بعد از شکایتهای فراوان و جلسات طولانی، در نهایت شرکت تنها ۴۵۰ یورو از پولم را هم به عنوان "مصارف اداری" برای خود نگه داشت و هرگز آن را پس نداد.
آن روز فهمیدم که برای این افراد، آرزوی جوانان هیچ ارزشی ندارد. آنها نه تنها آینده مرا، بلکه آینده صدها نفر مثل مرا بازیچه دست خود کردهاند.
نتیجهگیری:
متأسفانه، این تنها داستان من نیست. صدها جوان افغان با وعدههای دروغین شرکت خدمات تحصیلی در دام میافتند و سرمایه، وقت و امیدشان را از دست میدهند. اما شما میتوانید از این تجربه بیاموزید و از افتادن در این دام جلوگیری کنید.
پیشنهادها برای جلوگیری از فریب:
تحقیق کنید: قبل از اقدام، شرایط تحصیل و ویزه را از منابع رسمی و سفارتها بررسی کنید.
مستقیماً از پوهنتون اقدام کنید: بسیاری از پوهنتونها سیستمهای پذیرش آنلاین دارند که نیازی به واسطه ندارد.
به وعدههای دروغین اعتماد نکنید: اگر شرکتی میگوید سند زبان لازم نیست، مصارف بسیار کم است، یا ویزه را صد درصد تضمین میکند، حتماً تحقیق بیشتری انجام دهید.
از کسانی که قبلاً اقدام کردهاند مشوره بگیرید: قبل از امضای قرارداد، با افرادی که موفقانه ویزه گرفتهاند صحبت کنید و راهنمایی بگیرید.
شرایط مالی خود را در نظر بگیرید: پروسه تحصیلی خارج از کشور مصارف بالایی دارد، پس ابتدا مطمئن شوید که توانایی پرداخت هزینهها را دارید.
📢 اگر شما یا یکی از نزدیکانتان قربانی چنین شرکتهایی شدهاید، تجربه خود را با ما به اشتراک بگذارید. آگاهی، اولین قدم برای جلوگیری از این فریبکاریهاست.
✉️ ایمیل ما: [email protected]
🔹 صفحه ما را دنبال کنید و با دوستان خود به اشتراک بگذارید تا دیگران قربانی این دام نشوند.
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
"د بهرنیو تحصیلي فرصتونو دروغجنې ژمنې؛ د یوه افغان ځوان ترخه تجربه"
زه، شفیعالله شیرزاد، د افغانستان د هغو سلګونو ځوانانو له ډلې یم چې د تحصیلي خدماتو شرکتونو له فریب سره مخ شوي یو.
ما تل د بهرني تحصیل خوبونه لیدلي وو، خو د دې خوب د تحقق لار له داسې ستونزو ډکه وه چې ما یې هیڅکله تمه نه لرله. تېر کال، د کابل ښار نو کې د یوه تحصیلي خدماتو شرکت پراخې اعلانات زما پام ځان ته راواړاوه. دغې شرکت د دروغجنو ژمنو او خیالي ضمانتونو له لارې ماته امید راکړ.
کله چې ما د مشورې لپاره ورغلم، راته وویل شول چې د بانک سټیټمنټ ته اړتیا نشته او ټولې تحصیلي مصارف به له ۷,۰۰۰ یورو څخه کم وي. هر څه ډېر ښه معلومېدل. زه د روښانه راتلونکي په هیله شوم، له دوی سره مې قرارداد لاسلیک کړ او ۱,۵۰۰ یورو مې د خدماتو د مصارفو په توګه ورکړل.
خو حقیقت ډېر ژر رابرسېره شو…
درې میاشتې وروسته، د اوږدې مودې انتظار وروسته، شرکت ماته د قبولي خبر راکړ. خو دا یوازې د فریب بل پړاو و! دوی ماته یوازې ۴۸ ساعته وخت راکړ چې ۱۴,۰۰۰ یورو پوهنتون ته انتقال کړم. که نه، هغه ټولې پیسې چې ما د خدماتو د مصارفو په توګه ورکړې وې، به ضایع شوې وای.
ما ورته وویل: "تاسو وویل چې ټولې مصارف به له ۷,۰۰۰ یورو څخه کم وي! نو ولې اوس دا مقدار دوه برابره زیات شوی دی؟"
دوی حیرانوونکی ځواب راکړ: "موږ هیڅکله هم دا نه وو ویلي چې بانک سټیټمنټ ته اړتیا نشته! تاسو باید لږ تر لږه ۱۵,۰۰۰ یورو د افغانستان څخه بهر په بانکي حساب کې ولرئ."
ما فکر وکړ چې نړۍ مې پر سر راولوېدله. له لومړي سره هر څه د فریب پر اساس ولاړ وو. که زه له لومړۍ ورځې د حقیقت څخه خبر وای، هېڅکله به ما دا پروسه نه وای پیل کړې. خو اوس، نه یوازې زما پیسې له منځه تللې وې، بلکې هغه راتلونکی چې ما ورته پلان درلود، په یوه شېبه کې له منځه ولاړ.
د پیسو د بېرته ترلاسه کولو هڅه:
زه له ناچارۍ سره د کابل د لسمې امنیتي حوزې ته لاړم. له ډېرو شکایتونو او اوږدو ناستو وروسته، شرکت یوازې ۴۵۰ یورو د "اداري مصارفو" په نوم ځان ته وساتل، او پاتې پیسې یې را نه کړې.
هغه ورځ مې دا درک کړه چې دوی ته د افغان ځوانانو خوبونه هېڅ ارزښت نه لري. دوی نه یوازې زما، بلکې د سلګونو نورو ځوانانو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.
نتیجهګیري:
بدبختانه، دا یوازې زما کیسه نه ده. هره ورځ، سلګونه افغان ځوانان د تحصیلي خدماتو شرکتونو له خوا دوکه کېږي، خپلې پیسې، وخت، او امید له لاسه ورکوي. خو تاسو کولی شئ له دې تجربې څخه زده کړه وکړئ او د دې ډول فریبونو څخه ځان وساتئ.
څنګه کولی شئ له فریب څخه ځان وساتئ؟
تحقیق وکړئ: د تحصیل او ویزې شرایط د رسمي سرچینو او سفارتونو له لارې وڅېړئ.
مستقیم پوهنتون ته اپلای وکړئ: ډېر پوهنتونونه داسې آنلاین سیستمونه لري چې د منځګړي اړتیا نه لري.
د دروغجنو ژمنو باور مه کوئ: که یو شرکت درته وايي چې سند ژبې ته اړتیا نشته، تحصیلي مصارف کم دي، یا ویزه ۱۰۰٪ تضمین شوې ده، نو حتماً له نورو سرچینو هم معلومات واخلئ.
له هغو کسانو مشوره واخلئ چې مخکې یې ویزه اخیستې ده: له هغو کسانو سره خبرې وکړئ چې دمخه یې د تحصیل لپاره ویزه ترلاسه کړې، تر څو له دوی څخه واقعي مشوره واخلئ.
خپلې مالي وړتیاوې وارزوئ: د بهرنیو تحصیلي پروسو مصارف لوړ وي، نو مخکې له دې چې اقدام وکړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د دې شرایطو پوره کولو وړتیا لرئ.
📢 که تاسو یا ستاسو یو نږدې ملګری د داسې شرکتونو له خوا دوکه شوي یاست، خپل تجربه له موږ سره شریکه کړئ. اګاهي، د دې فریبونو د مخنیوي لپاره لومړی ګام دی.
✉️ زموږ ایمیل: [email protected]
🔹 زموږ پاڼه فالو کړئ او له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ، تر څو نور ځوانان د دې ډول فریبونو ښکار نه شي.