04/19/2026
🌿 بادرنجبویه څه شی دی؟
بادرنجبویه د نعناع له کورنۍ څخه یو شین او خوشبویه بوټی دی. د دې پاڼې د لیمو په شان خوشبویي لري، له همدې امله په انګلیسي کې ورته Lemon Balm وایي
☕ د دمنوش د تیارولو طریقه
یوه ګیلاس ګرمو اوبو کې:
۱ کاچوغه وچ بادرنجبویه واچوئ
۵–۱۰ دقیقې یې پرېږدئ
بیا یې صاف کړئ او وڅښئ
👉 که وغواړئ، شات یا لیمو هم ورزیاتولی شئ.
✅ د بادرنجبویه دمنوش ګټې
۱. د معدې لپاره
د ګاز، پړسوب او بد هضم کموي
د معدې درد اراموي
۲. د اعصابو لپاره
اعصاب اراموي
اضطراب او تشویش کموي
ذهني سکون زیاتوي
۳. د خوب لپاره
بېخوبي کموي
ژور او ارام خوب کې مرسته کوي
۴. د زړه لپاره
د زړه درزا منظموي
د زړه فشار کمولو کې مرسته کوي
۵. د معافیت سیستم لپاره
بدن قوي کوي
د زکام او سر درد لپاره ګټور دی
⚠️ احتیاط او ممکنه زیانونه
که ډېر زیات استعمال شي، سر ګرځېدل رامنځته کولی شي
د ټیټ فشار لرونکي کسان دې احتیاط وکړي
حامله ښځې دې د ډاکټر له مشورې پرته نه کاروي
له درملو (په ځانګړي ډول د اعصابو دواوو) سره دې احتیاط وشي
👥 چا ته مناسب دی؟
✔ هغه کسان چې:
د معدې ستونزې لري
اضطراب یا بېخوبي لري
عصبي فشار لري
❌ مناسب نه دی
ډېر ټیټ فشار لرونکو ته
حامله ښځو ته (بې له مشورې)
🕒 د استعمال مناسب وخت
د خوب نه مخکې (د ارام خوب لپاره)
د خوړو وروسته (د معدې لپاره)
04/17/2026
ناکام خلک اکثره خپل وخت په شکایت تېروي، نه په بدلون. هغوی نور ملامتوي، خو بریالي خلک خپل مسوولیت پخپله اخلي.
04/17/2026
ناکامي دا معنی نه لري چې ته توان نه لرې، بلکې دا معنی لري چې ته تسلیم شوې. ډېر خلک د بریا نه مخکې یو قدم کې تسلیم کېږي.
04/17/2026
ناکام خلک ډېر وخت بهانې لټوي، نه لارې. هغوی تل مناسب وخت ته انتظار کوي، خو بریالي خلک له هر کوچني فرصت نه ګټه اخلي. توپیر په عمل کې دی، نه په شرایطو کې.
02/25/2026
ایا غواړئ وړیا تحصیلی ویزه ولرئ؟
01/11/2026
🇬🇧 په انګلستان کې د زدهکړو مینهوالو لپاره عالي فرصت
په انګلستان کې د ماسټري بشپړه بورسیه
دا بورس ممتازو محصلینو ته فرصت برابروي تر څو د جګړې د مطالعاتو په ډیپارټمنټ کې د شخړې، پراختیا او امنیت په څانګه کې د ماسټري زدهکړې ترسره کړي.
✅ امتیازات: ▪ د پوهنتون فیس بشپړ تادیه
▪ میاشتنی معاش
▪ د سفر لګښتونه او نور مصارف
⏰ د نوملیکنې وروستۍ نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۲۶
🔗👇 د نوملیکنې لینک او نور جزئیات: https://scholarships.af/opportunity/alexandros-petersen-scholarship-masters-studies/
Alexandros Petersen Scholarship 2026 for MA in Conflict, Security and Development in England
01/10/2026
د کوم هېواد تحصیلي ویزه غواړئ؟
01/10/2026
ایا غواړئ چې وړیا تحصیلی ویزه ولرئ؟
11/10/2025
ایا تاسې غواړئ چې په ډنمارک هیواد کې خپله تخصصي دوره په وړیا ډول ترسره کړئ؟ 👇
07/05/2025
د افغان نجونو د زده کړو لپاره بهر ته تګ فریاد دی، نه شرم!
د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د علامه اقبال سکالرشېپونو له لارې ۳۵۰ افغان محصلین، چې نجونې هم پکې شاملې دي، پېښور ته رسېدلي دي. دغه محصلین به په طب، انجنیرۍ، کمپیوټر ساینس او نورو برخو کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي.
دا یو خوا د افغان ځوانانو لپاره د فرصت یوه دروازه ده، خو له بلې خوا د یوه داسې حقیقت ننداره ده چې د افغانانو زړه پرې خوږېږي: ولې باید د افغانستان زامن او لوڼې د تعلیم لپاره خپل کور پرېږدي او پردیو هېوادونو ته کډه شي؟
افغانستان د علم، فرهنګ او حکمت زېږنده خاوره ده. دا هغه وطن دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د سیمې علمي مشعلونه روښانه کړي. دا وطن باید د خپلو بچیانو د تعلیم کور وي، نه دا چې نجونې یې د علم تندې د مړولو لپاره پردیو ته لاړې شي.
موږ له دَ افغانستان له مشرانو، پالیسی جوړوونکو او د نظام له واکمنو غواړو چې د افغانانو د عزت، غیرت او اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
مکاتب، لیسې او پوهنتونونه باید ژر تر ژره د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص شي.
تعلیم د انسان حق دی، او د دې حق بندول نه د دین غوښتنه ده، نه د عقل او نه هم د وجدان.
#راځئ #چې #افغانستان #بیرته #دعلم #کور #کړو #نه #د #هجرت #د #تندې #میدان.
International scholarship