02/22/2026
تېره شپه د پاکستان پوځ له خوا پر افغان خاوره شوي بریدونه، چې لسګونه ملکي وګړي پکې ټپیان او شهیدان شوي او کورونه ویجاړ شوي، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل کېږي. دا بریدونه د سولهییز ګډ ژوند اصل تر پښو لاندې کوي، د دولتونو حاکمیت ته درناوی نه کوي، او د نړیوال بشردوستانه قانون خلاف عمل دی.
د داسې تېري په مقابل کې یوازینی اغېزمن غبرګون د ملت اتحاد او اتفاق دی. یوازې ملي یووالی کولی شي غاښماتوونکی ځواب وي. اوس باید له احساساتي چلند څخه ډډه وشي او پر ګډ کار، همغږۍ او یووالي تمرکز وشي. خپلمنځي دښمنۍ ته باید د پای ټکی کېښودل شي او د یو موټي ملت په توګه د هر ډول تېري پر وړاندې ودرېږو.
همدارنګه ملت باید په دې هم پوه وي چې د دې ډول بمباردونو او تېریو تر شا کېدای شي استخباراتي لوبې هم موجودې وي؛ نو ځکه باید هوښیار، بیدار او له درک او تدبیر څخه کار واخلي.