Zainullah Aryan

Zainullah Aryan

Share

Be positive and always be around positive people, avoid negative thinking, God willing, your future will be bright.

09/28/2023

مینه او مننه عزت ورور
❤️

Ezat Art
Zainullah A***n

Photos from ‎Ahmad Wali Hotak   احمد ولی هوتک‎'s post 01/28/2023

Ahmad Wali Hotak احمد ولی هوتک
د افغانستان ویاړ🇦🇫

01/28/2023

ابن القیم رحمه الله وایې:

که په خیرنو جامو له خلکو شرمیږې، نو په خیرن زړه هم له الله تعالی څخه حیاء په کار ده.

07/28/2022

اصغر اتل " ځوان او د استعداد ډک لوبغاړی دی
نوموړی د افغانستان د کورنی یا ډومسټیک کریکت بهترین لوبغاړی ده او بار بار یې خپل استعداد دکریکټ په هرفرمټ کې بورډ او مینوالو ته ښودلی ده .
خو دا کال د شپږیزی تورنمنټ په بولئ کې نه ؤ اخیستل شوی داچې امونهنګانو لوبډلی نه درویش رسولی پاتی شو دهغی پرځای واخیستل شو اصغر اتل په لومړئ بولئ کې پدی نه ؤ اخیستل شوی چې هغه پیسه او واسطه نلري څومره یې چې زه له نیږدی پیژنم خو هغه له استعداد او وړتیاؤ ډاک لوبغاړی دی که کریکټ بورډ ورته تواجه وکړی او نولس کلنه او ملی لوبډله کې ورته چانس ورکړی لری نده چې اتل به دافغانستان لپاره ډیر ښه ثابت شې داتل په شان نور لوبغاړی شاید هم وي چې واسطه او پیسه ونه لري نو له کریکټ بورډ مشرانو مو هیله ده چې باید نور لوبغاړی دوړتیا پراساس انتخاب کړی نه د واسطی او پیسی په سر تاسو ګورئ چې دنبی زوی حسن عیس خیل یوه نیمه سلیزه وواهله ټول فیسبوک پری ډاک شو مونږ داسې نه وایو چې حسن ښه لوبغاړی نده هغه یو بهترین لوبغاړی ده دافغانستان راتلونکی ده خو د اصغر اتل په شان بی واسطی لوبغاړی باید هم تشویق شې ترڅو لا کریکټ ته لیواله شې خو دلته هرڅه برعکس دی کریکټ بورډ او مشران هغه لوبغاړی انتخاب کوی او تشویق کوی کوم چې واسطه او پیسه ولري دغریبو لوبغاړو په حق سترګی پټوی.
مکوئ د خدای لپاره نور د واسطی او پیسی نه تیرشئ وړتیاؤ ته وګورئ .!
Asgar atal

07/23/2022

ژوند ډیر لنډ ده نفرت ته ځای ما ورکوئ مینه وشیندئ

07/01/2022

هیله ده ترپایه یې ولولئ
د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!

ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!

زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥

خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!

زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!

راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر

توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥

مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې مې هدف دا دی چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه یې وکړو
C

06/30/2022

ملگریه!
په څه شي ویاړې؟
په لوړ قد؟
په ښایسته سترگو؟
په ښکلي مخ؟
په قوت؟
په انرژي؟
په شیمې؟

دا خو هغه صفات دي چې ته په کې اصلاً رول نه لرې. الله تعالی له موره دغسې پیدا کړی یې.

ته خپله څه لرې؟
څه کمال؟
څه ظرفیت؟
څه نووښت؟

که یې نه لرې؛
نو:
په انسانیت کې #ایمان او په مسلمانیت کې #تقوا ښه د اندازه گیرۍ واحدونه دي.
راځه چې په فطري صفاتو د غرور پرځای شکر وکاږو او د ابتکاراتو په لټه کې خپل اجتماعي مکلفیت رفعه کړو.

سعدي - رحمه الله

06/28/2022

د افغانستان د ملي الف لوبډلې پخوانی تکړه لوبغاړی سیف الله ځدراڼ د 2022 کال شپږيزه تورنمنټ کې دایوبی کابل بازانو لوبډلی مرستیال روزنکی وټاکل شو ډیر د درته مبارک وي لابریاوی
Saifullah zadran

06/28/2022

که خدای کول وار به مې راشي!
ناچاره ژونده اوس د هره يوه منمه!!

Want your school to be the top-listed School/college in Austin?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Austin, TX
78731