Zemerud

Zemerud Zemerud is a leading research platform working on cutting edge issues of our time

02/12/2021
د افغانستان د کار په مارکيټ د دولت په سطحه يو دقیقه سروې نسته چي دا معلومه کړي مونږ هر کال په کومه کچه، څه ډول او په کوم...
06/09/2021

د افغانستان د کار په مارکيټ د دولت په سطحه يو دقیقه سروې نسته چي دا معلومه کړي مونږ هر کال په کومه کچه، څه ډول او په کومه اندازه د عصري او ديني علومو متخصصينو ته ضرورت لرو؟, دا سروې د لوړو زده کړو وزارت د راتلونکو پاليسيو سره مرسته کوي چي مونږ په افغانستان کښي څه شي ته ضرورت لرو او څه بايد وکړو،د اختلاط د مخنيوی لپاره په اوږد مهال کښي د انجونو او هلکانو د درسي وختونو بدلول شايد ډېره موثره لار وي.

12/05/2021

د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت تاسو او ستاسو قدرمنو کورنيو ټولو ته مبارکي وايم، عبادات او روژې مو د ستر تعالي جل جلاله په دربار کښي قبولي سه.

کندهار  ته د کاله تر 1000000 زياتي په  لاس جوړي سوي  خولی(رخچني) د پاکستان څخه وارديږي. ددي  خولیو جوړول  تر خامکي غاړو ...
17/04/2021

کندهار ته د کاله تر 1000000 زياتي په لاس جوړي سوي خولی(رخچني) د پاکستان څخه وارديږي.
ددي خولیو جوړول تر خامکي غاړو لږ انرژي او وخت ته اړتيا لري.
داسي خولی پکښي سته چي 15000 کالداري قيمت لري.
په کندهار کښي هغه خويندي چي غواړي د خپلي کورني او ځان لپاره عوايد وګټي بايد ددي فرصت څخه استفاده وکړي.
دا خولی تياري جوړي د کراچي څخه راغوښتل کيدلای سي يواځي خامک غواړي، ددې خولیو خام مواد هم هر ځای پيداکيږي.

15/04/2021

د کندهار توليدي سکتور د فني او تخنيکي کسانو د کمښت سره مخ دي، ډېره عادي ماشينري چي خرابه سي د فابريکو مالکين یې د جوړولو څخه عاجزه وي.

د روزني، ټریننګ او د تشبثاتو د پياوړتيا ټول پروګرامونه بايد پر همدغه مسله خاص غور وکړي.
په کندهار کښي هم د تولید فرصت سته، هم امکانات، څه شی چي کم دي هغه د فني کسانو کمښت دي.

د خوږو اوبو روان سرود غږېږي ګوندې وي چې اوښکې وینې و دَرېږي په څپو څپو روانه کمال خانه کله لمر کله سپوږمۍ درته موسېږي پر...
24/03/2021

د خوږو اوبو روان سرود غږېږي
ګوندې وي چې اوښکې وینې و دَرېږي

په څپو څپو روانه کمال خانه
کله لمر کله سپوږمۍ درته موسېږي

پر سیستان به بیا بهیر ګلونه راشي
اوس دې ګوډ تیمور په قبر کې ځورېږي

اوبه آب دی د وطن د مرغلرې
په ځل ځل یې مرغلره ده ځلېږي

بزګران به بیا زرغونې ټپې وایي
کروندې به په جامو کې نه ځایېږي

چې تاخونو ته د وړانګو مرغۍ ورشي
له خوښۍ به ورته شمعې وژړېږي

د افغان ماشوم د رسم کتابچه ده
د کاروان په زړه کې رود، بېړۍ رسمېږي
#کاروان

Address

Serdivan, Sakarya
Serdivan
5003

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zemerud posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Zemerud:

Shortcuts

Share