سامون سینیک وایي، یو کلتور هغه وخت ډیر پیاوړی وي چې خلک پکې د یو او بل سره د یو او بل د پاره په ګډه کار کوي او یو کلتور هغه وخت کمزوری بلل کیږي چې خلک پکې د یو بل پر ضد یواځې د خپل ځان د پاره کار کوي.
Khan Network Academy
Khan Network Academy is the first online Network Marketing education platform in Afghanistan
Khan Network Academy is an online education platform which teach you network marketing in a professional way.
18/06/2024
Shout out to our newest followers! Excited to have you onboard!
Thank you for biegwith us
Akbar Jan Agha, Sukoon Shaikh, حبیب الله یزدان پناه, Wali Darman, Baho Khail
05/04/2024
شتمني یا دولت په څلور ډوله دی.
۱ - ټولنیزه شتمني یعنې په ټولنه کې یو باوقاره حیثیت یا مقام درلودل.
۲ - مالي شتمني یعنې پیسې درلودل.
۳ - د وخت شتمني یعنې د وخت آزادي درلودل چې وکولی شی خپل وخت په خپله خوښه وکاروئ.
۴ - فزیکي شتمني یعنې په صحت روغ اوسیدل.
پام مو وي چې په نړۍ کې به ډیر کم خلک وي چې له څلور واړو برخمن وي.
څوک چې پوهیږي هغه د انسان په چوپتیا هم پوهیږي او څوک چې نه پوهیږي هغه په احساساتو هم ریشخند وهي.
هرڅومره چې انسان د عمر په لحاظ پښیږي، هومره ورته د شخړو په ځای آرامښت او د بې احترامۍ په صورت کې فاصله غوره ښکاري.
ډرامې ورته بې زغمه او سوله ورته وروستی لومړیتوب کیږي. خپل ځان د هغو خلکو سره یو ځای کوي چې د دوی د رواني روغتیا، زړه او روح لپاره ښه دي.
10 real luxuries in life - په ژوند کې لس ریښتیني اسایشونه
• Time - وخت
• Health - روغتیا
• Security - امنیت
• Good sleep - ښه خوب
• Inner peace - داخلي سکون
• Financial stability - مالي استحکام
• Unconditional love - بې شرطه مینه
• Being able to travel - د سفر کولو وړتیا
• The freedom of choice - د انتخاب آزادي
• Meaningful connections - مانا لرونکي اړیکې
ژوند یو ښوونځي ته ورته دی او یوازې هغه زده کوونکي د ښوونځي لومړي قطار ته رسیږي چې تر نورو ټولګیوالو تکړه وي.
08/02/2024
وړه مکالمه!!!
سوال: "څه شی تاسې له خپلو موخو ترلاسه کولو را ګرځوي؟"
ځواب: "د پانګې نشتوالی"
سوال: "ښه، که زه تاسې ته 100k ډالر درکړم. تاسې به له دې سره څه وکړئ؟"
ځواب: "په دې ورځو کې د لوی کاروبار کولو لپاره 100k ډالر کافي ندي"
سوال: "نو تاسې د پیل د پاره څومره ډالرو ته اړتیا لرئ؟"
ځواب: "دا د کاروبار په نظر یا آئیډیا پورې اړه لري"
سوال: "ستاسې نظر یا آئیډیا څه ده؟"
ځواب: "زه تراوسه نه پوهیږم"
سوال: "نو بیا هغه څه شی دي چې تاسې له
خپلو موخو ترلاسه کولو را ګرځوي؟"
27/01/2024
تېر ژوند تر لاسه شوې تجربه ده. روان ژوند ترسره کیدونکې تجربه ده او راتلونکی ژوند توقعات دي.
هڅه وکړئ چې ترلاسه شوې تجربې مو د ترسره کیدونکو تجربو د غوره پایلو ترلاسه کولو د پاره وکاروئ تر څو خپلې هیلې او توقعات مو ترلاسه کړی.
هر انسان غواړي چې بریالیتوب ته ورسبږي مګر په دې نه پوهیږي بربا څنګه ترلاسه کړي یا ورته څه کول پکار دي؟
براین ټرېسي وایي،
بریا د رستورانت په څېر نه ده چې لومړی به خیټه مړه کړې او په اخر کې به پبسې ورکړې.
بریا د هغه کفیټریا یا بوفې ته ورته ده چیرې چې تاسې هر څه خوړلی شی مګر شرط یې دا دی چې لومړی به یې بیه پرې کوی بیا به د قیمت په اندازه خوراک کوی.
مفت هیڅ هم نه ترلاسه کیږي.
د خپلو موخو د ترلاسه کولو د پاره د هغو خلکو تاید ته صبر مه کوي چې په پای کې درته اصلاً مهم نه وي.
ژوند ستاسې دی او د ښه او بد مسولیت یې هم ستاسې پر غاړه دی.
#ستوريات
27/01/2024
خبرې ډیرې سر یې یو!!!
تاسې یې کولی شئ او تاسې به یې وکړئ.
همدا د کیسې پیل او همدا د کیسې پای دی.
دا اسانه ده چې په خپل ځان شک وکړئ او په دې باور وکړئ چې تاسې ښه نه یاست یا هیڅوک به ستاسې افکارو (آئبډباو) او کار ته پام (توجه) ونه کړي.
یوځل چې تاسې یوه قوي او ژمنه پریکړه وکړه چې خپل ټول وجود او ژوند به هغه پایلې او هدف ته وقف کوی چې تاسې یې واقعیاً غواړئ نو باور ولرئ چې دا ترسره کیږي.
که لنډه یې ووایو نو.
نور د شک او وېرې یا له ځانه پوښتنې ته اړتیا نشته.
اړتیا نشته چې ددې په اړه له بل چا سره خبرې وکړئ او خپله روحي انرژي ضایع کړئ.
یوځل چې تاسې هغه څه چې تاسې یې غواړی رامینځته کړئ، تصور کړئ او احساس یې کړئ چې دا هغه څه دي چې تاسې یې په خپل ژوند کې ترسره کول غواړی نو په دې باور ولری چې دا به ترسره کیږي.
کله چې تاسې خپله هره ساه چې تاسې یې اخلئ او د انرژي هر اونس چې تاسې یې لرئ خپل هدف او لید ته وقف کړئ، هغه څه چې تاسې په خپل تصور کې رامینځته کړي دي هغه به حقیقت کې څرګند شي او ستاسې واقعیت به شي.
تاسې دومره وخت نلرئ چې په داسې پریکړې کولو یې ضایع کړئ چې تاسې ورته ژمن نه یاست. دا وخت ددې دی چې خپل ځواک بیرته واخلئ او خپل ځان ته ژمن واوسئ او هغه څه ته ژمن واوسئ چې تاسې یې واقعیا غواړئ.
تاسې ددې ځواک لرئ چې هر هغه څه چې تاسې یې غواړئ رامینځته کړئ او دا ځواک ستاسې د خپل روح څخه راځي او دا تاسې سره دریږي چې تاسې پیل وکړی او دقیقا هغه څه اعلان کړي چې تاسې یې غواړئ او خپل ټول وجود دې پایلې ته ژمن کړئ.
تاسې یې کولی شئ او تاسې به یې وکړئ.
د کیسې پای.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
First Avenue, 9the Floor
Istanbul