12/09/2025
*`استاذ صیب! "دا خپے لاسونه ورله مات کړه" زما درتــــه اجازت دے-`*
په سرکاري سکول کې چی کله والدین مونږه ډېر په سوال منت، ټيليفونو، او په جرګو سکول ته راغواړو او ده ماشوم مسائل ورته بيان کړو چی ستاسو ماشوم سکول ته نه راځی، ده سکول نه پټيږی، کتاب کاپی نه لری، ده سکول کار نه کوی وغیره وغیره-
نیمه، یوه ګهنټه ورته مونږ خپل زړه ستړی کړو-
زیاتره والدین به سر راوچت کړي او سينه به راوباسی چی
استاذ صیب! "دا خپے لاسونه ورله مات کړه" " شولګ ورله اوباسه" زما درتــــه اجازت دے-
ګورئ! ماشوم وهلو ټکولو سره نه دا مسئله ختمیږی او نه د اجازت ورکولو سره ستاسو ذمه واري ختمیږی-
د تعليم مقصد د ماشوم په خوئی کښې مثبت بدلون راوستل دی- دا یو اجتماعی عمل دی چی د استاد، شاګرد او د والدینو پکښې خپل خپل کردار دی-
سزا ورکول د مسئله اخری حل دی، د دی نه مخکی ١٠٠ حالونه نور دی خو دا زمونږ بد قسمتي ده چی مونږه سزا اولنی حل ګنړو او په کور او سکول کښې یی استعمال کوو چی ده هغه وجه نه ده ماشوم په ذهن ډېر منفی اثر کيږی او معاشره کښې تشدد سیوا کيږی-
والدینو له پکار ده چی ده خپل ماشومانو د ښه تربیت او مستقبل ده پاره د استاد سره باقاعده ملاوېږي-