21/04/2026
زېری
پښتو اکېډمۍ ته نن او پرون شپږ نوي چاپ ا ورسېدل لومړی کتاب د احمدي صاحبزاده دیوان (د ډاکټر زبېر حسرت په زیار) دویم کتاب د میني نظمونه (ژباړه د وصاف باسط) درېیم کتاب بېګانه وږمې (ژباړه د بارکوال میاخېل) څلورم کتاب نام حق (د خوشحال خان خټک بشپړ متن، د ډاکټر عبدالله جان عابد په زیار) پنځم کتاب پښتو چاربېتي تحقیق ااو تنقید (د ډاکټر همایون همدرد زیار) "هفت روزه استقلال اور تحریک آزادي (د ښاغلي شوکت ترین تحقیق او تدوین)
یاده دي وي چي په هفته دوو کي به شپږ کتابونه نور راشي. هغه به هم که خدای کړي ؤ د بېلابېلو محققینو له تحقیق او نورو تفصیلاتو سره له تاسی سره شئېر کړو. فلحال په همدغو شپږو کتابونو ګزاره وکړئ.
14/04/2026
نن په براهوي اکېډمۍ کوټه کي د پښتو، بلوچي، براهوي او هزاره ګي اکېډميو د مشرانو او استازو یوه مهمه ناسته ترسره شوه. په دې غونډه کي د اکاډمیو پر قانوني، انتظامي، اور د خپلواکۍ (Autonomy) په چارو باندي تفصیلي بحث وشو. پښتو اکېډمۍ او نوري ملګري اکېډمياني خالصي علمي او څېړنیزي ادارې دي. زموږ یوازځينی هدف د خپلو مورنیو ژبو ترویج، د کلتور ساتنه او د کتابونو چاپول دي. موږ د خپلي خاوري د علمي میراث ساتندویان یو او دا کار به په پوره مېړانه دوام لري.
په غونډه کي پرېکړه وشوه چې دا څلور واړه اکېډمياني به د خپلو ګډو ګټو او د ادارو د خپلواکۍ د ساتلو لپاره یو موټی وي. موږ به په اداراتي او علمي برخو کېدي د یو بل له تجربو ګټه اخلو او د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره به په شریکه ږغ پورته کوو.
زموږ ادارې له هر ډول سیاسي بیانیو او فعالیتونو څخه پاکي دي. موږ یواځي د ژبې او ادب خدمت کوو او دا ذمه واري زموږ لپاره تر هر څۀ لوړه دی.
03/04/2026
د پښتو، بلوچي، براهوي او هزاره ګي اکېډميو يو لوړپوړی ګډ پلاوي نن د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي سره د هغه په کور کې تفصيلي ملاقات وکړ په پلاوي کي د پښتو اکېډمۍ چيئرمېن ډاکټر حافظ رحمت نيازي
جنرل سېکرټري نقيب احساس
د براہوي اکېډمۍ چيئرمېن پروفېسر ډاکټر سوسن براہوي
د بلوچي اکېډمۍ وائس چيئرمېن واجه صديق بلوچ او زاهد بلوچ
د هزارګي اکېډمۍ صدر احمد علي بېګ او جنرل سېکرټري سرور علي هزارہ شامله وو. پلاوي اصغر خان اڅکزي ته د اکېډميو د قانوني خودمختارۍ او روانو ستونزو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو۔ په دې موقع وويل شو چي اکېډمۍ نۀ يواځي روايتي ادب ته وده ورکوي، بلکې د جديد دور د تقاضو مطابق د خپلو ژبو ډيجيټلايزېشن (Digitalization) باندي هم په ترجيحي بنيادونو کار کوي۔ د ژبو د نړيوال تعارف لپاره د ډيجيټل ډيټابېس جوړول د وخت يوه مهمه اړتيا ده، چي اکېډمۍ ورباندي په جدي توګه کار روان ساتلی دی۔ د دې تر څنګ، مختلف تحقيقي منصوبې (Research Projects) هم روان دي، چې د صوبې د تاريخ، لغت جوړوني او کلتوري ورثې د خوندي کولو لپاره مهم رول لري۔
پلاوي په دې خبره ژوره اندېښنه څرګنده کړه چي د بلوچستان وزيراعلیٰ ته د اکېډميو د شائع شوو موادو په اړه غلط معلومات ورکړل شوي او هغه مس ليډ کړی شوی دی۔ په دې لړ کي اکېډمياني هر وخت دې ته تياري دي چي خپل مکمل ريکارډ د هرې سطحي آډټ ته وړاندې کړي۔ په دې موقع اصغر خان اڅکزي د اکېډميو د ډيجيټلايزېشن او تحقيقي کارونو ستاينه وکړه او د خپل مکمل تعاون يقين يې ورکړو۔ هغه وويل چې اے اين پي همېشه دغه اکېډمۍ د علمي مرکزونو په توګه ليدلي دي۔
هغه دا هم وويل چې د اکېډميو د نمائنده وفد ملاقات به د بلوچستان له وزيراعلیٰ سره يقيني کړي، تر څو موجوده غلط فهمۍ لري شي او د اکېډميو خودمختاره حيثيت برقرار وساتل شي، او په دې لړ کې به خپل سياسي کردار ادا کړي۔
19/03/2026
لويه خوشحالي او لويه بريا.
پښتو اكېډمۍ كوټه چي په ۱۹۷۱ء كي يې بنياد ايښوول شوى ؤ د هغه وخت د ليكوالانو له هڅو سره سره د لوى قهرمان پښتون مبارز خان شهيد عبد الصمد خان اڅكزي په اخلاص سره د دې اكېډمۍ افتتاح شوې وه، نن به زما يقين دى د خان شهيد روح په قبر كي خوشحاله وي چي پښتو اكېډمۍ واقعني هم د خپلي ژبي، ادب، تاريخ، كلتور او جغرافيايي تحقيقي ليكني په كتابي شكل كي په ډېر ښكلي معيار او مقدار چاپوي. نن به د خان شهيد روح داسي باغ باغ ځكه كيږي چي دا هم د خان شهيد د ابتدائي صحافتي دور لومړۍ خښته وه چي پنځلس كاله مسلسل را روانه وه، خو په تېرو نيوي كالو كي د دغه اخبار پاڼي ډېرو نامورو محققينو او اديبانو نۀ وې ليدلې، نن دا دى بيا يو وار تر ډېره حده د اووۀ ورځني استقلال ډېري شمارې سره د خواريكښ ليكوال محترم شوكت ترين له حاشيو او تعليقاتو سره په څلور قسمه رنګونو كي د ادب او صحافت ميدان ته د هغې وړې پښتو اكېډمۍ له خوا چي په يوه وړه خونه كي يې پيل شوى ؤ او اوس يې د يوې لويې نمائنده ادارې بڼه خپله كړې ده، دغه پروژه د ادب او صحافت مينه والو ته وړاندي شوه. نن له خيره پښتو اكېډمۍ كوټي ته له لاهوره را ورسېدۀ، دا د پښتو اكېډمۍ لومړۍ پروژه ده له دې سره اوۀ پروژې نورې هم رواني دي، كه خداى كړي وو ټولي پروژې به ستاسي مخ ته په كال كي دننه راشي. خو خداى دي وكړي چي دې كتاب ته هم څوك يو ناولده رنګ ور نۀ كړي. دا استقلال له ۱۹۳۸ء څخه تر ۱۹۵۳ء پوري چي زياته برخه يې د پاكستان تر جوړېدو له مخه ده جاري پاته شوى دى او بيا بند شوى دى، او له دې تحريك ازادۍ څخه هغه ازادۍ مراد ده چي له انګرېزانو محكومو قامونو ترلاسه كړې وه او بشمول هندوستان او د پاكستان مېشتو ټولو خلګو په دې كي برخه اخستې وه او ډېري درنې درنې ككرۍ يې ورته قربان كړې وې وروسته د هغو قربانيو رنګ راوړ او له انګرېزه يې بشپړه ازادي ترلاسه كړه. زۀ په حېث د پښتو اكېډمۍ د ناآموز يا نوآموز چېرمين په توګه د خپلي كابينې، عاملې او د اكېډمۍ د نورو ممبرانو يو جهان مننه كوم كه د دوى دغه مرستي له موږ سره نۀ وې داسي كارنامې موږ سر ته نۀ شوې رسولاى. او دغسي كارنامې به نوري هم مخ ته راځي، موږ يوازي او يوازي د پښتو ژبي او ادب د ترقۍ دپاره كار كوو، كه مو څوك په چا پوري هم تړي موږ يې پروا نۀ كوو، او دغسي كارونه چي د اكېډمۍ له خوا كيږي بيا كه يې هر څوك كوي موږ ورباندي هيڅ اعتراض نہ لرو بلکې باندي ویاړو. خبري ډېري دي خو لنډه يې دا چي دغه پروژه دي موږ او تاسي ټولو ته مبارك وي. ورسره زما او زموږ د كابينې له خوا ټولو پښتنو ته د كوچني اختر مباركي هم وايم. خو كه رښتيا ووايم په موږ دوه اختره دي. يو د كتاب اختر بل كوچنى اختر. خداى دي ټول پښتانۀ ورسره ټول مسلمانان خوشحاله او بريالي لري.
14/03/2026
نن د پښتو، بلوچي، براہوي او ہزارګي اکېډميو یوۀ ګډ پلاوي د پشتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ له صوبایي صدر ښاغلي نصرالله خان زیري او صوبایي جنرل سیکرټري ښاغلي خوشحال خان کاسي سره وکتل. په دې لیدنه کي د حکومت پر وړاندیز شوي مسودې (بل ۲۰۲۵) او د اکاډمیو پر خپلواکۍ د هغې پر اغېزو تفصیلي بحث وشو.
په ناسته کي دا خبره په کلکه واضح شوه چي دا اکېډمۍ د "سوسائټیز رجسٹریشن ایکټ ۱۸۶۰" لاندي رجسټر شوي بشپړه خپلواکي ادارې دي. د دې ترڅنګ، د "بلوچستان چیریټي ریګولیشن اتھارټي ایکټ ۲۰۱۹" د اووم) شق له مخه هم د دې ادارو خپلواکي په قانوني ډول منل شوې ده. د دې قوانینو په شتون کي د کوم نوي قانون له لاري دا ادارې د بیوروکراسۍ تر سیوري لاندي راوستل د حکومت د خپلو قوانینو څخه سرغړونه ده.
په ناسته کي د وزیر اعلی د تېري ورځي پر هغه بیان سخت تشویش وښودل شو چي ګواکي د اکېډمیو کتابونه ځوانان له ریاسته لیري کوي. پلاوي دا خبره په بشپړ ډول رد کړه او دا یې یوه لویه غلط فهمي وبلله. وفد وویل چي د اکاډمیو مواد خالص علمي دي او د امن او پوهي درس ورکوي.
په غونډه کي پرېکړه وشوه چي د سیاسي مشرانو په مشرۍ به د اکېډمیو یو وفد ډېر ژر له وزیر اعلی بلوچستان سره ویني، ترڅو هغوی ته مکمل بریفنګ ورکړي او د اکېډمیو د علمي کارونو په اړه د هغوی په ذهن کي شته غلط فهمۍ لیري کړي.
10/03/2026
نن د پښتو، بلوچي، براہوي او ہزارګي اکېډمیو یوۀ ګډ استازي پلاوي د پښتونخوا ملي عوامي پارټي له صوبايي مشرانو او سیاسي زغماوو سره په مرکزي دفتر کي وليدل. په دې ليدنه کي پلاوي د حکومت لخوا د وړاندي کېدونکي "بلوچستان ریجنل لینګویجز اکیډمیز اینډ لټري سوسائټیز بل ۲۰۲۵" په اړه ګوند ته تفصیلي معلومات ورکړل.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرانو د پلاوي خبري په غور واورېدلې او په ډاګه یې کړه چي اکېډمۍ زموږ قامي شتمني ده او د هغو خپلواکي ساتل د ګوند د اصولي سیاست برخه ده. هغوی پلاوي ته ډاډ ورکړ چي ګوند به په هره کچه او هر سیاسي فورم باندي د دې بل مخالفت کوي او د اکېډمیو د خپلواکۍ لپاره به خپل بشپړه ملاتړ (سپورټ) جاري ساتي. هغوی زیاته کړه چي د قلم او فکر ادارې باید د بیوروکراسۍ له قید څخه ازادي وي.
09/03/2026
نن د پښتو، بلوچي او براہوي اکېډمیو یوۀ ګډ پلاوي د جماعت اسلامي له صوبايي امیر او د صوبايي اسمبلۍ غړي مولانا ہدایت الرحمان سره وليدل. په دې ناسته کو د حکومت لخوا د وړاندي کېدونکي "بلوچستان ریجنل لینګویجز اکیډمیز اینډ لټري سوسائټیز بل ۲۰۲۵" په اړه تفصیلي خبري وشوې. پلاوي مولانا صاحب ته وویل چي علمي او ادبي ادارې یواځي د قلم او علم خاوندان په ښه توګه چلولی شي، او د بیوروکراسۍ تر سیوري لاندي د ژبي او ادب خدمت نه شي کېدای.
مولانا ہدایت الرحمان د پلاوي له دریځ سره بشپړ اتفاق وکړ او ویې ویل چي ادیبان او پوهان د دې ادارو اصل وارثان دي. هغه په ډاګه کړه چي د دې اکاډمیو خپلواکي باید زیانمنه نۀ شي. مولانا صاحب ژمنه وکړه چي که چیري حکومت دا بل اسمبلۍ ته وړاندي کړ، نو هغه به د اسمبلۍ دننه د دې بل کلک مخالفت وکړي او په هر فورم به د اکاډمیو د خپلواکۍ لپاره غږ پورته کړي.
07/03/2026
نن د پښتو، بلوچي، براہوي او ہزارګي اکېډمیو یوۀ ګډ استازي پلاوي د نېشنل پارټۍ له مشر او د بلوچستان له پخواني وزیر اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوچ سره وکتل. په دې موقع د نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سیکرټري میر کبیر محمد شہی او د قامي اسمبلۍ غړی پلین بلوچ هم موجود وو. پلاوي ډاکټر صاحب ته د مجوزه "بلوچستان ریجنل لینګویجز اکیډمیز اینډ لټری سوسائټیز بل ۲۰۲۵" په اړه د اکېډمیو اصولي او قانوني اندېښنې په تفصیل سره وړاندي کړې.
پلاوي د بریفنګ په ترڅ کي واضح کړه چي دا اکېډمۍ د "سوسائټیز رجسٹریشن ایکټ ۱۸۶۰" لاندي رجسټر شوي خپلواکي ادارې دي، چي د بیوروکراسۍ تر کنټرول لاندي راوستل یې د هغوی د فکري ازادۍ او علمي روح د وژلو په معنا دي. ډاکټر عبدالمالک بلوچ د اکېډمیو د دریځ بشپړ ملاتړ وکړ، هغوی یې "ملي شتمني" وبلله او پر دې یې اتفاق وکړ چي مورنۍ ژبي زموږ اصل شناخت دی.
ډاکټر مالک بلوچ پلاوي ته ډاډ ورکړ چي هغه به په دې لړ کي د بلوچستان له وزیر اعلی سره ویني او هڅه به وکړي چي هغوی قانع کړي ترڅو د اکېډمیو چاري د قلم خاوندانو، ادیبانو او پوهانو ته پرېږدي، ځکه چي علمي کارونه هیڅکله د انتظامي امرونو تابع کېدای نۀ شي. هغه د اکېډمیو د لسیزو علمي خدمات وستایل او ویې ویل چي که موږ غواړو خپلو ژبو ته وده ورکړو، نو دا ادارې د حکومتي تحویل پر ځای باید نوري هم خپلواکي کړل شي. د اکېډمیو پلاوي یو ځل بیا هوډ څرګند کړ چې موږ به د خپل علمي او ادبي میراث د ساتني لپاره پر هر جمهوري او قانوني فورم غږ پورته کوو او پر خپلي خپلواکۍ به هیڅ ډول برید نۀ منو.
Today, a representative delegation from the Pashto, Balochi, Brahui, and Hazargi Academies called on the President of the National Party and former Chief Minister of Balochistan, Dr. Abdul Malik Baloch. The central General Secretary of the National Party, Mir Kabir Muhammad Shahi, and Member of the National Assembly, Phulin Baloch, were also present on the occasion. The delegation provided a detailed briefing to Dr. Malik regarding the academies' fundamental and legal concerns over the proposed "Balochistan Regional Languages Academies and Literary Societies Bill 2025."
During the briefing, the delegation clarified that these academies are autonomous bodies registered under the "Societies Registration Act 1860," and bringing them under bureaucratic control would be equivalent to stifling their intellectual freedom and academic essence. Dr. Abdul Malik Baloch fully endorsed the academies' stance, declaring them "national assets" and agreeing that mother tongues are the true core of our identity.
Dr. Malik Baloch assured the delegation that he would meet with the Chief Minister of Balochistan to convince him that the affairs of these academies should remain in the hands of writers, scholars, and intellectuals, as academic work can never be subjected to administrative dictates. Praising the decades of scholarly services rendered by the academies, he stated that to promote our languages, these institutions must be further empowered rather than being taken over by the government. The delegation reaffirmed its resolve to raise its voice on every democratic and legal forum to protect their scholarly and literary heritage, vowing not to allow any infringement on their autonomous status.
05/03/2026
نن د پښتو، بلوچي، براہوي او ہزارګي اکېډميو یوۀ ګډ استازي پلاوي د بلوچستان له ګورنر ښاغلي شېخ جعفر خان مندوخېل سره په ګورنر هاوس کوټه کي ولیدل. په دې لیدنه کي د حکومت لخوا د وړاندي شوي "بلوچستان ریجنل لینګویجز اکیډمیز اینډ لیټري سوسائټیز بل ۲۰۲۵" په اړه تفصیلي خبري وشوې او پلاوي خپلي اندېښنې له ګورنر صاحب سره شریکي کړې. ګورنر جعفر خان مندوخېل په دې اړه د خپلي ژوري اندېښنې څرګندونه وکړه او په ډاګه یې کړه چي د ژبو او ادب د ودي او پرمختګ راز د دې علمي ادارو په خپلواکۍ کي نغښتی دی. هغه وویل چي دا موضوع هیڅ ډول انتظامي چاره نۀ ده بلکې دا یوه خالصتاً علمي او فکري چاره ده، چي په اړه یې یواځي ادیبان، شاعران او پوهان تر بل هر چا ښه پرېکړه او کار کولی شي.
په دې ناسته کي پلاوي ګورنر صاحب ته د اکاډمیو تاریخي پس منظر وړاندي کړی او ویې ویل چي دا ادارې د خپل وخت مخلصو ادیبانو او پوهانو په خپلو شخصي هڅو، په کرایه شوو دفترونو او په چندو باندي په پښو درولي دي. پلاوي دا خبره واضح کړه چي یواځي د حکومتي "ګرانټ" ورکولو په بنیاد دا ډول خپلواکي ادارې په حکومتي ولکه کي اخیستل په هیڅ ډول منطقي او اخلاقي جواز نۀ لري. ګورنر صاحب د پلاوي خبري په غور واورېدلې او ژمنه یې وکړه چي هغۀ به په اړونده کچه دا مسله راپورته کړي او د دې علمي مرکزونو د خپلواکۍ ساتلو لپاره به خپله بشپړه همکاري او سپورټ جاري وساتي. په پای کي پلاوي د ګورنر صاحب له مخلصانه دریځ او ملاتړ څخه مننه وکړه.
A joint representative delegation of the Pashto, Balochi, Brahui, and Hazargi Academies held a significant meeting today with the Governor of Balochistan, Sheikh Jaffar Khan Mandokhail, at Governor House Quetta. During the meeting, the delegation discussed the profound concerns surrounding the proposed "Balochistan Regional Languages Academies & Literary Societies Bill 2025." Governor Mandokhail expressed serious reservations about the bill, emphasizing that the promotion of language and literature is inherently tied to the autonomy of these institutions. He remarked that this is not an administrative matter but a purely academic and intellectual domain, asserting that writers, poets, and scholars are the only ones capable of effectively managing the affairs of these literary bodies.
The delegation briefed the Governor on the historical struggles behind the establishment of these academies, highlighting that they were founded through the personal sacrifices and private donations of visionary intellectuals who operated from rented premises long before government funding existed. It was firmly stated that receiving a government grant does not provide a justifiable basis for Government control over institutions with such deep-rooted independent status. Governor Mandokhail assured the delegation of his full cooperation and pledged to advocate for this cause at the relevant forums to safeguard the intellectual heritage of the province. The delegation concluded the meeting by expressing their profound gratitude to the Governor for his principled stance and unwavering support for the literary community.
03/03/2026
نن د پښتو، بلوڅي، براهوي او هزارګي اکاډمیو یوۀ پلاوي د بلوچستان له پخواني وزیر اعلی نواب محمد اسلم خان رئیساني او پخواني سېنټر حاجي لشکري رئیساني سره ولیدل.
په دې پلاوي کي د پښتو اکېډمۍ جنرل سیکرټري نقيب احساس، د بلوڅي اکېډمۍ چیئرمین هیبتان بلوچ وائس چیئرمین، صدیق بلوچ، د براهوي اکېډمۍ چیئرمین
ډاکټر سوسن براہوي او د هزارګي اکېډمۍ صدر احمد علي بېګ او موسی ہزارہ شامله وو.
په دغه ناسته کي د اکاډمیو پر اوسني وضعیت او په ځانګړي ډول د حکومت لخوا د وړاندي شوي "بلوچستان ریجنل لینګویجز اکیډمیز اینډ لیټري سوسائټیز بل ۲۰۲۵" په اړه تفصیلي خبري وشوې. پلاوي نواب صاحب او حاجي صاحب ته د دې بل په اړه خپلي اندېښنې څرګندي کړې او دا یې د اکاډمیو د خپلواکۍ پر ضد یو ګام وباله.
نواب محمد اسلم خان رئیساني او حاجي لشکري رئیساني د اکاډمیو د پلاوي خبري په غور واورېدلې او د علم او ادب د دې پخوانیو ادارو د بقا او خپلواکۍ لپاره یې د خپلي بشپړه ملاتړ او سپورټ ډاډ ورکړ. هغوی ژمنه وکړه چي په دې لړ کي به له اکاډمیو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
A joint delegation representing the Pashto balochi brahvi and azhargi literary academies held an important meeting today with the former Chief Minister of Balochistan, Nawab Muhammad Aslam Khan Raisani, and former Senator Haji Lashkari Raisani.
Mr. Haibatain Baloch Chairman, Balochi Academy and Mr. Siddiq Baloch Vice Chairman, Dr. Sosan Brahui Chairman Brahui Academy, Mr. Naqeeb Ehsas General Secretary, Pashto Academy and
Mr. Ahmad Ali Baig President, Hazargi Academy and Mr. Musa Hazara.
The discussion focused on the current challenges facing literary institutions, specifically the implications of the proposed "Balochistan Regional Languages Academies & Literary Societies Bill 2025." The delegation briefed the leaders on how this bill threatens the historical autonomy of these institutions.
Nawab Muhammad Aslam Raisani and Haji Lashkari Raisani expressed their serious concern over the matter and extended their full support and solidarity to the academies. They assured the delegation that they would stand by these scholarly institutions to protect their independence and cultural heritage.