20/05/2019
د بیت الله شریفی د حج خبرتیا
دبلوچستان ایالت ټولو راجسترشویو افغان کډوالوته کوم چی دPOR او ACC مهاجرکارټونو در لودونکی وی او غواړی چی د کډوالو د وزارت د پچه اچولو یا قرعه اندازی د پروسې له لاري سږ کال 2019 میلادی د بیت الله شریفی د حج فرایض ترسره کړی، کولای شی چی خپل اصلی مهاجرکارټ او فوتوکاپی، اصلی د هویت تذکره او فوتوکاپی د کوټی د ښار د افغان کډوالو او ستنېدنکو چارو نماینده ګئ ته دنوم لیکنی لپاره راوړی.
یادونه:
نوم لیکنه د روان میلادی کال د مۍ دمیاشتی پر ۲۱، ۲۲، ۲۳ او ۲۴ نېټه د کوټی د ښار د افغانستان په جنرال قونسلګرۍ کی ترسره کیږی.