Jamal al-Din Afghan High School-سيد جمال الدين افغان ليسه، سرانان

  • Home
  • Pakistan
  • Pishin
  • Jamal al-Din Afghan High School-سيد جمال الدين افغان ليسه، سرانان

Jamal al-Din Afghan High School-سيد جمال الدين افغان ليسه، سرانان سيد جمال الدين افغان عالي ليسه/١٥نمبر سکول
سرانان، پښین

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، د ځوان تاند ښوونکي ”عبدالظاهرخان پښتون“ واده پرون په خېر ترسره سو۔ ده او در...
30/04/2024

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، د ځوان تاند ښوونکي ”عبدالظاهرخان پښتون“ واده پرون په خېر ترسره سو۔ ده او درنې کورنۍ ته یې مبارکي وایو!

Dear! A.Z. "Pashtoon: Congratulations on your wedding day and may your marriage be blessed with joy, laughter, and adventure"

د غم خبر...د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، د تکړه استاد عطاءالله افغان پلار خیر محمد اکا نن وفات سو۔ جنازه ...
20/07/2023

د غم خبر...
د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، د تکړه استاد عطاءالله افغان پلار خیر محمد اکا نن وفات سو۔ جنازه یې مازدیګر پر ٥:٣٠ بجې د سرانان غونډۍ هدیره کي تر سره کیږي!
لوی څښتن دې وبخښي او درنې کورنۍ ته دې جمیل صبر ورکړي۔

خبرتیا۔۔۔۔۔!د لوی اختر او دوبي رُخصتۍ پرون پای ته ورسېدې۔ خپل ماشومان مو همدا نن ورځ ښوونځیو ته واستوﺉ۔ د سید جمال الدین...
13/07/2023

خبرتیا۔۔۔۔۔!
د لوی اختر او دوبي رُخصتۍ پرون پای ته ورسېدې۔ خپل ماشومان مو همدا نن ورځ ښوونځیو ته واستوﺉ۔ د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، ور به نن د ماشومانو پر مخ پرانیستی وي۔ د ماشومانو کتاب، کتابچه، قلم او یونیفورم ورته برابر او لېسې ته راولېږﺉ۔ درسونه به نن پیلیږي!

د ځوانانو لپاره ښه زېری!د سوسیاټي موسسې (SCSPEB) د سرانان کمپ د بېلابېلو لېسو او مکاتبو لپاره ښوونکي په کار دي۔ هغه ځوان...
16/06/2023

د ځوانانو لپاره ښه زېری!
د سوسیاټي موسسې (SCSPEB) د سرانان کمپ د بېلابېلو لېسو او مکاتبو لپاره ښوونکي په کار دي۔ هغه ځوانان چي د دولسم ټولګۍ اسناد ولري، کولای سي دغه پوسټ ته اپلایي وکړي۔ د یاد پوسټ لپاره اردو او انګرېزي ژبه اړینه ده۔ تاسو خپل اسناد تر ١٧م جون ٢٠٢٣ پوري د اړوند مکاتبو له سرمعلمینو سره جمع کولای سﺉ۔

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، د بیا رغوني چاري نن پېل سوې۔ په دغه رغنیزو چارو کي به د لېسې یو شمېر ټولګۍ ...
03/06/2023

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، د بیا رغوني چاري نن پېل سوې۔ په دغه رغنیزو چارو کي به د لېسې یو شمېر ټولګۍ او اُطاقونه؛ چي په خورا بد حالت کي دي، له سره ترمیم او نوي سي۔ همداراز د تېر کال سېلابونو چي څومره اُطاقونه او ودانۍ تخریب کړي، هم ترمیم کړل سي۔ د لېسې یو شمېر دېوالونه او تشنابونه هم اجل ترمیم ته اړتیا لري، چي باید ژر تر ژره ورغول سي۔ موږ د یو این ایچ سي آر ( UNHCR) له ادارې منندوی یو چي د افغان کډوالو سره په عموم او په ځانګړي ډول د تعلیم او سواد په ډګر کي یې مرسته کړې ده۔
افغانانو وروڼو خپل نارینه او ښځینه ماشومان مو د علم په زېور ښایسته کړﺉ!
زموږ شعار: هر ماشوم ښوونځۍ کي او هر ښوونکی ټولګۍ کي!!

د سید جماالدین افغان عالي لیسې د سهار زده کوونکي...زوړ سرانان، پښین، بلوڅستانعکاس: عبدالله قریشي
24/05/2023

د سید جماالدین افغان عالي لیسې د سهار زده کوونکي...
زوړ سرانان، پښین، بلوڅستان
عکاس: عبدالله قریشي

هیڅکله زده کړه مه دروئ،ځکه ژوند درس ور کول هیڅکله نه دروي.
21/05/2023

هیڅکله زده کړه مه دروئ،ځکه ژوند درس ور کول هیڅکله نه دروي.

تعلیم مو کړی؟که تاسي بي تعلیمه یاست ماشومان مو هڅوﺉ؟
04/05/2023

تعلیم مو کړی؟
که تاسي بي تعلیمه یاست ماشومان مو هڅوﺉ؟

 :دوولسم صنف هغه افغان کډوال سمارټ کارډ درلودونکی فارغین زده کوونکی چی غواړی په کویټه بیوټم پوهنتون کی د انټری ټسټ تیاری...
19/04/2023

:
دوولسم صنف هغه افغان کډوال سمارټ کارډ درلودونکی فارغین زده کوونکی چی غواړی په کویټه بیوټم پوهنتون کی د انټری ټسټ تیاری کولو لپاره تربیت واخلی نو همدا اوس و همدی فرصت ته په نوم لیکني سره له دی زرین چانس نه استفاده اخیستلئ شئ.
____د ورځي 1500 کلداری معاوضه هم ورکول کیږی.
شرایط:
1ـ د زده کونکي اسناد (شهادتنامه )باید تر درې کلونو زاړه نه وي
2ـ زده کوونکی باید اصلي سمارټ POR کارت ولري
3ـ ACC کارت لرونکې د دغه ټریننګ برخه نه شي کیدای
4ـ هغه زده کونکي چه مخکي 2022 کال کي د ICRMS کور س تر لاسه کړی وي ددغه ټریننګ وړ ندي
5ـ د کورس په بشپړیدو سره به نوموړي زده کوونکي ته اسناد ورکړل شي
6 ـزده کونکی باید له خپلو اړینو اسنادو سره د ICRMS دفتر ته مراجعه وکړي
7ـ نامکمل فورمې به ونه منل شي
8ـ د سپارلو وروستی نېټه د می ــ 15 ــ 2023 پوري

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، زده کونکو ته کتابونه، قرطاسیه او بستۍ ورکول سوې۔ د تعلیم کمېټې او ښوونکو لخ...
01/04/2023

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې زوړ سرانان، زده کونکو ته کتابونه، قرطاسیه او بستۍ ورکول سوې۔ د تعلیم کمېټې او ښوونکو لخوا ماشومانو ته اړین تدرسي مواد توضع سوه۔ همدا راز ګرانو زده کونکو ته توصیه او سپارښتنه وسوه؛ چي خپلو درسونو کي لا خوارۍ وکاږي، ترڅو د یو خوشحاله او روښانه راتلونکي څښتنان سي۔
زموږ شعار او هدف: تعلیم کور په کور غواړو!

د زاړه کمپ سرانان پر محترمو اوسېدونکو یو ځل بیا احترامانه ږغ کوو، چي خپل ماشومان ښځینه او نارینه مکتب کي داخل کړﺉ۔ موږ د...
28/03/2023

د زاړه کمپ سرانان پر محترمو اوسېدونکو یو ځل بیا احترامانه ږغ کوو، چي خپل ماشومان ښځینه او نارینه مکتب کي داخل کړﺉ۔ موږ د ټوله کمپ پر وګړو؛ په ځانګړي ډول پر ځوانانو، مدني فعالانو او مشرانو ږغ کوو چي د ماشومانو په داخله کي خپل رول ادا کړﺉ، ترڅو د کمپ یو ماشوم هم د تعلیم له نعمته محروم پاتي نسي۔ راسﺉ د خپلو ماشومانو راتلونکی روښانه او شېرازه کړو۔
زموږ شعار: تعلیم د هر ماشوم بنسټیز اسلامي او انساني مُسّلم حق دی۔

د TKF [تعمیر خلق فاونډېشن] ادارې څخه مننه چي Jamal al-Din Afghan High School-سيد جمال الدين افغان ليسه، سرانان په انګړ ک...
24/03/2023

د TKF [تعمیر خلق فاونډېشن] ادارې څخه مننه چي Jamal al-Din Afghan High School-سيد جمال الدين افغان ليسه، سرانان په انګړ کي یې د بېلابېلو ونو بوټي ولګول.

Address

OLD SARANAN, District Pishin, Balochistan
Pishin
86700

Telephone

+923168440093

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Jamal al-Din Afghan High School-سيد جمال الدين افغان ليسه، سرانان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share