پښتو ادبی ټولنه " د خیبر طب پوهنتون"

پښتو ادبی ټولنه "  د خیبر طب پوهنتون" Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پښتو ادبی ټولنه " د خیبر طب پوهنتون", Education, Peshawar.

زه ملنګجان چی ملنګی کړم د پښتون د خیر دپاره
خدایه ډیر کړی پښتنو کی ملنګان د پښتو ژبی

سلامونه او مینه!
له ټولو ملګرو او د پښتو ژبی،ادب او د قلم مینوالو ته په پښتو ادبی ټولنه کښی د زړه له تله د ګډون هرکلی وایم.

په ټوله پښتنه مینه!

My culture,my pride! يم خړ پښتون خړ مي ژوندون دي,خړو جامو کي به فردوس جنت ته ځمه. . .
12/09/2014

My culture,my pride!
يم خړ پښتون خړ مي ژوندون دي,
خړو جامو کي به فردوس جنت ته ځمه. . .

3rd March,2014Venue: Archieves library Hall,Peshawar museum
28/02/2014

3rd March,2014
Venue: Archieves library Hall,Peshawar museum

ای زما درنی او خوږی پښتو تا سره مینی می د زړه ټوله برخه نیولی .د زړه وینی به درکوم او تا به پالم...د مینی او پالنی دا اح...
21/02/2014

ای زما درنی او خوږی پښتو تا سره مینی می د زړه ټوله برخه نیولی .
د زړه وینی به درکوم او تا به پالم...
د مینی او پالنی دا احساس دی تل ژوندی وی ستا بچو کی،
د لا پرمختګ په هیله

چی پشتو مړه شوه، پشتون مړ دیتاسو ټولو ښاغلو او اغلو څخه هیله ده چی خپلي مورنی ژبی سره د مینی په خاطر دغه ِغونړه کی ګړون ...
19/02/2014

چی پشتو مړه شوه، پشتون مړ دی

تاسو ټولو ښاغلو او اغلو څخه هیله ده چی خپلي مورنی ژبی سره د مینی په خاطر دغه ِغونړه کی ګړون وکړی

په پښتنه مینه او درنښت!

18/02/2014
Celebrating 20th death anniverary of HAMZA BABA ( PASHTO BABA-E-GHAZAL ) on 18th Febuary i-e Tuesday
14/02/2014

Celebrating 20th death anniverary of HAMZA BABA ( PASHTO BABA-E-GHAZAL ) on 18th Febuary i-e Tuesday

14/02/2014
زه ستاسو خوږه ژبه پښتو يم،زما پالنه وکړئ،ماته دروند نظر وکړئکه نه خدای مکړه مړه به شم!زه ستاسو خوږه ژبه پښتو يم.زه ستاسو...
21/06/2013

زه ستاسو خوږه ژبه پښتو يم،زما پالنه وکړئ،ماته دروند نظر وکړئ
که نه خدای مکړه مړه به شم!

زه ستاسو خوږه ژبه پښتو يم.زه ستاسو دنيکونو او پلرونو ميراث يم.زه د اتلانو او سترو تورزنو ژبه يم.زه د امير کروړ د وياړنو او حماسو ژبه يم چې ويل به يې:
زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته
پر هند وسند او پر تخار او پر کا بل نشته
بل په په زابل نشته,له ما اتل نشته

ستاسو لرغونی تاريخ ( لرغوني پښتنو) پر پښتو ژبه ليکل شوی و.زه د پټې خزانې ژبه يم چې ستاسو ملي هويت او پيژندنه ده.

زه د ستر خوشال ژبه يم چې ويل به يې:
اتفاق په پښتنو کې پيدا نه شو,ګنې ما به دمغل ګريوان پاره کړ

زه درحمان ژبه يم چې و يل به يې:
لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم
که خزان را باندې راشي که بهار

زه د حميد او روښان ژبه يم٠
زه دحمزه ژبه یم چې ویل به یې:
وایې اغیار چی د دوزخ ژبه ده-زه به جنت ته دپښتو سره ځم

زه د هوتکيانو او ابدالي تورزنو د دربارونو ژبه يم.زه په ټولې نړۍ کې د اويا مليونو پښتنو ژبه يم .

خو اوس ستاسو د نه پاملرنې او بې غورۍ په وجه داسې وروسته پاتې يم،ځکه چی تاسو زما خيال نه ساتئ,تاسو زما په ویلو شرمیږئ

نو زه ستاسو نه بل څه نه غواړم، ستاسو دروند نظر مې په کار دی.ما ته په سپکه سترګه مه ګورئ.ما شتمنه او بډايه کړئ

ای پښتونه! که ليکوال يې پر پښتو کتابونه وليکه.که پر بلې بهرنۍ ژبې پوهيږې نو ګرانې پښتو ته د نورو ژبو نه ژباړې او ترجمې وکړه.که ډاکټر يې دطب کتابونه پر ما وليکه.که د کرنې دچارو متخصص او ماهر يې نو پر پښتو باندې دکرنې او کرکيلې په اړوند کتابونه وليکه.که د کمپيوټر ماهر يې د کمپيوټر دعلم په باب کتابونه وليکه او ما شتمنه کړه.که شاعر يې شعرونه پرې وليکه! نن زه په ګوګل کې د ترجمې لپاره ځای نلرم ته ورته ځای پيد اکړه.زه نن ډېره وروسته پاتې يم نه په لره پښتونخوا کې ما ته څوک اهميت راکوي او نه په بره کې.اوس نر شه خپلې ژبې ته کار وکړه چې زه درنه خوشاله شم.زه ستاسو نه بل څه نه غواړم ما بډايه کړئ.ما بډايه کړئ! ما د دفتر او ښوونځيو او پوهنتون ژبه کړئ!

Address

Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پښتو ادبی ټولنه " د خیبر طب پوهنتون" posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category