10/02/2026
آرټ څهٔ کوي؟
زهٔ اوس پوهېږم د هر قسمه ادب او آرټ د قام د مشترکه حافظې، ددوي د تاربخ، شناخت او شتون سره څهٔ تعلق وي.
د انګرېزۍ پهٔ کتابونو کې، بلها تاریخونو کې (د امریکې، د یورپ او افریقې کم چې زما دپاره بیخي بد نهٔ دي خو)، ګېر چاپېر انګرېزۍ ژبه کې، ناشنا کلتور کې چې لکه د ټولنیزې فضا کردار لوبوي او انسان پهٔ خپل اثر کې رانغاړي او پټ پهٔ پټه یې هر قسمه deconstruction روان وي، پهٔ دې حالاتو کې یو د اعجاذ افق اواز، د هغه خوږې سندرې دي، د تسنیم، دروېش دراني، خان زمان کاکړ او ممتاذ اورکزۍ غزلې دي چې ما د ځان سره مېلاوهي، ما خپلې خاورې ته واپس رابلي. ماته د خپلې خاورې، د خپلې تاریخي غلامۍ احساس او د ازادۍ امېد راکوي. ماته “زما” ستونځې راښایي، ماته دا نیمګړتیا احساس راکوي چې څهٔ هم کووم دغه ستونځې پکې هېرې نهٔ کړم. ماته بیا بیا لکه د مور د غېږې احساس راکوي، زما ستړې کموي زما روح ته د خپلوئ احساس راکوي.
کهٔ آرټ مړ وی، کهٔ دغه خواږه اوازونه د عربي امپراتورۍ، باکستاني استعمارګرۍ او مذهبي بربریت لهٔ ځانه سره وژلی وی، زهٔ به خپلې خاورې ته څهٔ رابللم، ماته به د مور غېږه څهٔ رایادوله، ماته به د خپلوئ او ماته به زما د شتون احساس څهٔ راکوهٔ؟ زهٔ نهٔ یم خبر.
خبر پهٔ دې یم چې پهٔ هر حال کې سندره، آرټ او زما د خاورې نهٔ راوتی ادب ژوندی ساتل دي، چې مونږ ته د ژوند احساس راکوي، زمونږ ستړو روحونو ته خپاره لاسونه غېږه راکوي.
افق لګیا دی پهٔ خواږه غږ وایي:
ماته تمغه د باتورئ تړي خو شرط یې دا دی
چې به ددې خاورې اتل ته اتل نهٔ وایمه
لږ مخکې طفېل پښتون غږېدهٔ وې:
مخ یې هم تور، زړهٔ یې هم تور، ژبه یې هم توره ده
خوشحاله ستا اورنګ زما اورنګ ته چرته رسي
24/01/2026
22/01/2026
21/01/2026