15/05/2026
برمل سټوډنټس سوسایټي له خوا موږ خپل ګران ورور نویدخان
ته د درې کلن Diploma in Veterinary Sciences (DVS) د کامیاب بشپړولو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. 🌹
دا ستاسو د زیار حوصلې او نه ستړې کېدونکې هڅې ښکلی ثمر دی. تاسو نه یوازې علم حاصل کړ، بلکې د ژوند مهم درسونه مو هم زده کړل او د خپلې راتلونکې لپاره مو یو قوي بنسټ کېښود. ✨
الله تعالی دې ستاسو دا کامیابي نوره هم برکتناکه کړي، او په راتلونکي کې دې لا زیاتې بریاوې، خوشحالۍ او کامیابۍ در په برخه کړي. 🤲
موږ باور لرو چې تاسو به په خپل مسلک کې د ټولنې خدمت وکړئ او د خپلو والدینو هیلې به پوره کړئ. 💖
Signature Day دې مو مبارک وي! دا یادونه به تل ستاسو د ژوند ښکلی برخه پاتې شي. 🌸
📌 From: Birmal Students Society
28/03/2026
په ډېر ویاړ او خوشحالۍ سره دا زیری درسره شریکوم چې زموږ د سیمې تکړه او زحمتکښه زدهکوونکي یو ځل بیا خپل استعداد ثابت کړ 🙌
تسبیح د ټول سکول سټاف په کچه په ازموینه کې لومړی پوزیشن (1st Position) ترلاسه کړی دی، چې دا د هغه د نه ستړي کېدونکي هڅو او د استادانو د ښه روزنې څرګندونه کوي .
همدارنګه، انس راضیه بیا په خپل کلاس کې لومړی پوزیشن (First Position) اخستی دی، چې دا زموږ د ټولې برمل علاقې لپاره د ویاړ ځای دی .
دا ډول بریاوې نه یوازې د زدهکوونکو شخصي کامیابي ده، بلکې د هغوی د کورنیو، استادانو او د ټولې سیمې د پرمختګ نښه ده. موږ د دوی کورنیو ته مبارکي وایو او ډاډ ورکوو چې ستاسو دا زحمتونه به حتماً لا نورې بریاوې هم وزېږوي .
الله تعالی دې دا ماشومان لا هم په علم، اخلاقو او کامیابیو کې پرمختګ ورکړي، او زموږ برمل سیمه دې د تعلیم په ډګر کې نوره هم روښانه شي .
18/03/2026
ګرانو دوستانو او د سیمې قدرمنو خلکو.
تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې دا مبارکه ورځ زموږ لپاره د خوشحالۍ، رحمتونو او برکتونو سبب وګرځوي.
په داسې حال کې چې زموږ په وطن کې حالات ډېر سخت دي جګړې روانې دي ډېر خلک بې کوره شوي شهیدان او زخمیان لروزموږ زړونه له غمه ډک دي. راځئ چې په دې مبارکو ورځو کې د هغوی درد احساس کړو یو بل ته لاس ورکړو او د یووالي پیغام خپور کړو.
الله تعالی دې زموږ په وطن کې تلپاتې سوله راولي، شهیدانو ته دې جنت الفردوس نصیب کړي، زخمیانو ته دې عاجله شفا ورکړي او بې کوره شویو وروڼو او خویندو ته دې بېرته ارام او خوشحاله ژوند ورپه برخه کړي.
الله دې دا اختر زموږ لپاره د مینې، بښنې او یووالي سبب وګرځوي.
اختر مو مبارک شه 🌙
28/02/2026
رمضان لومړی لس ورځې د رحمت، دوهمې د مغفرت او درېيمې د دوزخ څخه د نجات پیغام له ځانه سره راوړي.
راځئ په دې مبارکه میاشت کې خپل زړونه پاک کړو، له ګناهونو څخه رښتینې توبه وباسو او له الله تعالی څخه د بښنې او بریا دعا وغواړو.
څوک خبر دی، کېدای شي دا رمضان زموږ د ژوند وروستی رمضان وي — نو هره شېبه یې قیمتي او د قدر وړ وګرځوو. 🤲🌙
الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د رمضان له برکتونو څخه پوره ګټه واخلو. آمین