Pashto shaeri

Pashto shaeri

Share

هغه ټنګ🎸 او زه يې جنګ نه منم
بــس مــولا مـاته او زه مــولا تــه کـافر

24/11/2023

که بيا راپيدا کيږى پنجابيانو کښې پيدا شه
ځه ستا ده نوم جوګه يم نه قابل يم باچاخانه

24/11/2023

ځه هغه شهباز شه چې ئې ځائ په سردرو وي
نـۀ لکــــه د کلي کارغـــۀ ګرځـــه غم د نس کا
خوشال.بابا

23/11/2023

یو زمان که مې دا ستا لیدل نصیب شو❣︎
بیا به سترګې پورته نه کړم ګلستان ته ❣︎
خوشحال خان

03/08/2023

ده مصر پہ فرغون خو ئ خے تبصرے وکڑی
زمونږ پہ فرغونیانو چی ممبر ولی خاموش دے
نہ پاتی پہ سرونو لوپٹے او نہ دستار شو
ده قام ولی ویدہ دی او رھبر ولی خاموش دے

07/07/2023

د باچاخان د قافلي خلق یو
مونږه د سپیځلي نظرئي خلق یو
مونږ د انسان وژنه ڪفر ګنړو
مونږه د داسې عقیدې خلق یو

07/07/2023

شتون دې په قـدر پـوهـه نکړم
ياره بېلتون دې بند په بند مات کړی يمه

#ټپه #لنډۍ

24/05/2023

دَ وحشت په داسی ښار کښ یم لوﺉ شوی
په خپل سوری باندی غګ کؤم چی سوک ي

22/05/2023

تاسو چپ شی دہ اظہار موقع با راشی

پہ لاستونڑی کی ماران ماتا معلوم دی

20/05/2023

باچـــــــــاخانی يم، مهذب يمه له ګردې نړۍ
زه په طــــــــــرف د مرکې،قلم،کلام ولاړ يم

د پاپولسټو منـډۍ ده پښتونخوا نن سبا
چې نېشنــــــلی يمه جدا له اژدهام ولاړ يم
ممتاز اورکزے

20/05/2023

زه یواځی شومه خلقو یو ملګری می پکار دی۔
دانشورو نه می بچ کٸ یو مجنون راته پیدا کٸ

Want your school to be the top-listed School/college in Peshawar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Peshawar