Professor Faheem Shah Zafar Kakakhel

Professor Faheem Shah Zafar Kakakhel

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Professor Faheem Shah Zafar Kakakhel, Tutor/Teacher, Mardan.

Photos from Professor Faheem Shah Zafar Kakakhail's post 26/09/2021
06/07/2021

Like and Share...

13/10/2020

MATHS IS IN THE MARKET
(IBN-E-SEENA Book Series)

07/10/2020

❣️💕💓

30/07/2020

د حج د سفر په دوران کښی چی کله مدینی منوری ته په 2013کښی لاړم نو هلته راته د جناب رسول کریم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د روضی مبارکی شرف هم حاصل شو دا یو څو کرښی نذرانه می د عقیدت په طور بطور سوغات اولیکله

ولاړ یم لاس په نام د مصطفی ښکلی روضی ته
الله یمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

چراغ د معفرت د مدینی ښار کښی بلیږی
فانوس د رحمتونو دی په درست جهان ځلیږی
عجب شان کیفیت دی چی په ما باندی تیریږی

په مینه مینه ګورمه اعلی ښکلی دوضی ته
الله یمه راوستی د اقا ښکلی دوضی ته

دا ښار د مدبنی دی چی خوبان و رته را درومی
سر ښکته لاس په نام وی چی شاهان ورته رادرومی
مکتب د عاشقی دی عاشقان ورته رادرومی

درود او په سلام د مجتبی ښکلی روضی ته
آلله بمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

دا ښکلی مدینه خو په دنیا د لیدو ځایی دی
روضه د محمد خو په رښتیا د لیدو ځایی دی
هم ستا د لبدو ځایی دی هم ذما د لیدو ځایی دی

حیران حیران چی ګورمه زیبا ښکلی روضی ته
الله بمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

په خپل کلی وطن ګښی ژوندون تبرول ګران وو
دبدار دی د روضی د شین ګنبد ذما ارمان وو
په در کښی د خپل رب به می سوالونه هر ذمان وو

کوم چی سلامونه په بیا بیا ښکلی روضی ته
الله یمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

په مینه د نبی کښی لوغړن وومه بد حال
دیدن ته د روضی به هر ساعت وومه لیوال
سوالونه می قبول شو په درګاه د رب ذوالجلال

ولاړ چی مخامخ بم په رښتیا ښکلی روضی ته
الله یمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

دا څومره ښکلی وخت دی مشغول ستا په سودا یم
په خوا کښی د روضی دی په صفت باندی ګویا یم
رودونه می د سترګو نه بهیږی په ژړا یم

را تیر شومه په باب اسلام ستا ښکلی روضی ته
الله یمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

ښاءست کښی د یوسف نه یی اوچت زما نامداره
روضه د مدینه کښی ده د دو کونو سرداره
ړحمت د عاامونو د ظفر د زړه قراره

لوګی به د ښاءست کړم د دنیا ښکلی ړوضی ته
الله یمه راوستی د اقا ښکلی روضی ته

17/07/2020

دی کښی شک نشته چی د زمکه هم اسمان اونیوه
که دی خلیل غوندی د اور لمبو ته د ځان اونیوه

دی خاوری وجود کښی خو بس مینه مینه ده
تا په جنګ مجبور کړم ځکه ستا می ګریوان اونبوه

دا ته به هم یو ځل د چا د ګونټی لاندی راشی
تا چی د مری نه یو بی وسه انسان اونیوه
ـ
ازغنه لار ده چی قدم ږدی نو په پام تیریږه
هسی نه مړاوی هغه ګل نه شی که خفګان اونیوه

تا سودا د ښکلو کښی د ګټی کور او نه مونتو
کور درله د ګټی محبت کښی تاوان اومونتو

ساده یی چی باور د ی په دقیب د ریبار اوکړو
داخو دی دښمن د عشق په لار کښی رازدان اونیوه

ماته دا خبره څه نا اشنا غوندی ښکاره شوله
چی ځان ته پښتون واﺉ او دښمن تری میدان اونیوه

مانه تپوس چی یی ذما د بی وسی اوکړلو
ما ورته زر لاسو کښی ریښی ریښی ګریوان اونیوه

تا چی راته نن د د ذړه د کور دروازه پرانستله
ګل د محبث می پکښی ځان له ګلدان اونیوه

ظفره ستا د فن مغنی به هله یو په دوه شی
تا که تغزل کښی ښکلۍ رنګ د مردان اونیوه
15 جولایْی 2020

08/07/2020

تندی چونی چی الفاظ یی دخولی سپور وی
ژوند د داسی خلقو عمر له پیغور وی
ته د امن سپرلی راولی خاونده
په نړی په بارودو تر څو شور وی
په دباو د یو مغل د خپلی نه اوړم
چی کوی شی کوه څومره چی د ذور وی
مخ په وړاندی یو قدم اخستی نه شی
څوک چی هر وختی د خیال په تتو سور وی
پښتون تل ترخه خبره د بل اوری
خو وینا د رور تربور ورته پیغور وی
د اشنا یاد می هر ساعت مخی ته کیږی
خداﺉ د اوکړی چی دا عمر له سمسور وی
بي رخی د ښکلو لار کښی ورته خنړ وی
د غمه چی څوک په مینه کښی شمکور وی
ښکلی مینه پښتنه وی په پرده کښی
تل تر تله د حیا څادر پری خور وی
ظفر اوس د منړو تړړو دی پاتی شوی
چی راځی سحر ماښام به کور وی

فهیم شاه ظفر کاکاخیل

24/06/2020
22/06/2020

ذمونږ په ټول کور دی راوستی دی خفګان مرګیه
تا رانه چرته دی بوتلی باباجان مرګیه

ذمونږ په کور کښی لوی واړه هم ژړولی دی تا
راته دی زړونه په خفګان هم نړولی دی تا
تا لږ ساعت کښی راته ډیر اوکړو تاوان مرګیه
تا رانه چرته دی بوتلی باباجان مرګیه

مرګیه ته چی کله راغلی یو لوی غم جوړشو
زمونږ په کور کښی ستا په راتلو ماتم جوړ شو
دا ستا دلاسه شولو ډیر کورونه وران مرګیه
تا رانه چرته د بوتلی بابا جان مرګیه

جوړه دا ستا دلاسه هر کور کښی غوغا ده غم
بهیږی اوښکی نن د سترګو نه ژړا ده غم
باغ د سرو ګلو د ی تالا کړو په خفګان مرګبه
تا رانه چرته دی بوتلی باباجان مرګیه

دا ستا راتلل ری هر یوکور ته وار په وار دغسی
جوړوی ته په هر یو کور باندی ناتار د غسی
خدا ی د هر څوک اوساتی ستانه په امان مرګیه
تا رانه چرته دی بوتلی بابا جان مرګیه

نا ترسه یی مرګیه ترس د په چا نه راځی
تا د بوتلی باباجان په بیرته بیا نه راځی
د کور بندیان دی راته ټول کړل په لړذان مرګیه
تا رانه چرته دی بوتلی باباجان مرګیه

ذمونږ د کور سپه سالار وو رانه چرته لاړو
زه به یی اوس لټوم رانه ړیر بیرته لاړو
ورپسی ګورم به ذه کوم دشت و بیابان مرګیه
تا رانه چرته د بوتلی باباجان مرګیه

مرګیه ته خو هر یو کور ته بی نمبره راځی
نه خبروی څوک د خپله ځانه نا حبره راځی
نه د پریښودی بو غریب او نه خان مرګیه
ذانه چرته د بوتلی باباجان مرګیه
تا رانه چرته د بوتای باباجان مرګیه

هر وخت د غم ژړا سوران به ذه ظفر کومه
نه یمه پاتی ددنیا نه به سفر کومه
زما پشان به ډیر فنا کړی شاعران مرګیه
تا رانه چرته د بوتای باباجان مرګیه

بشکریه پاڅون نومبر دسمبر دوهزار تیره
نوټ
د پلار د نړیوالی ورځ په مناسبت می شیر کړو
خو یو خواست کوم چی د هری جمعی په ورځ د
مور پلار قبر ته ضرور ځی دی کښی ړیر لوی ثواب دی

Want your school to be the top-listed School/college in Mardan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Mardan
23220