Nebraska Knowledge House

Nebraska Knowledge House

Share

This page is mainly to increase your knowledge and bring positive change in your thoughts

Photos from Nebraska Knowledge House's post 15/02/2024

میاشتئنۍ معلوماتي اعلامیه

په تیره یوه میاشت کې د اونیزو پروګرامونو تر څنګ څینې نورې سرګرمیانې هم تر سره شوي. ګران ورور ګل محمد همدرد څو ځلې مختلفو کلاسونو ته د تدریس تر څنګ د زده کوونکو سره خپلې تجربې شریکې او د زده کړې اړوند لارښونې وکړي. د نبراسکا ښوونیز مرکز ادارې د PTC غړو هر یو مولانا شاه محمد صاحب، حاجي سلام صاحب، د قدر وړ نور الهې صاحب او استاد ګل افضل صاحب د زده ادارې څخه لیدنه وکړه.
د تیرې میاشتې په اوږدو کې ګران ورور رشید طوطا خیل هم د نبراسکا ښونیز مرکز څخه لیدنه وکړه او د همکارۍ ډاډ یې راکړ.
همدا راز مولوي عتیق صاحب، ګران ورور عبدالقدیر صاحب هم د نبراسکا ښوونیز مرکز د زده کوونکو مشکلات او خواهشات مستقیمأ له زده کوونکو څخه واوریدل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ او د والدینو، استاد، کتاب، او درسي مرکز د ادب په پار یې هڅونه وکړه.

د تیر په څیر مو د تیرې میاشتې د اوونیزو پروګرامونو په درشل کې زده کوونکي په غوره انعاماتو ونازول تر څو د لوړ مرام سره خپل هدف ته د رسیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

نبراسکا نالج هاوس تل د نوښتونو په رامنځ ته کولو سره زده کوونکو او ټولنې ته په علمي ډګر کې د یو نوي روح او غوره علمي احساس ورکولو هڅه کوي.

د نبراسکا نالج هاوس سره په یو ځای کیدو د خپلو ماشومانو مستقبل ته مثبت تغیر ورکولای شی.


Photos from Nebraska Knowledge House's post 24/12/2023

د تیرې شپږو میاشتو د اوونیزو پروګرامونو معلوماتي اعلامیه

په تیرو شپږو میاشتو کې د اونیزو پروګرامونو ګران میلمانه هر یو مولانا شاه محمد صاحب، ګران مشر جمعه ګل صاحب، محترم ورور ګل همدرد صاحب، د قدر وړ استاد داود خان خانخیل صاحب، مخلص دوست ضابطا ګل صاحب، استاد محترم خالد مومند صاحب، د قدر وړ نور الهې صاحب زموږ د تیرو شپږو میاشتو د اوونیزو پروګرامونو میلمانه وه.
ډیر قدرمن حضرت مولانا شاه محمد صاحب د تل په څیر بیا هم زده کوونکو ته د وخت او زده کړو د ارزښت په هکله لازمې لارښوونې وکړي.
ګران ورور ګل همدرد صاحب د انګریزي ژبې د نړیوالې امتحاني ازموینې په هکله خپلې تجربې له زده کوونکو سره شریکي کړي.
او د خپل قوي هوډ او غوره علمي احساس په درلودلو سره یې د شاګردانو ته په اوونۍ کې د یو سیمنار د ورکولو خبره یقیني کړه.

نبراسکا ښوونیز مرکز ادارې پرسونل خوښي څرګندوی چې زده کوونکو ته د داسې علمي شخصیتونو له خوا د سیمنارونو ورکولو نوښت رامینځ ته کوي.

نبراسکا نالج هاوس تل د نوښتونو په رامنځ ته کولو سره زده کوونکو او ټولنې ته په علمي ډګر کې د یو نوي روح او غوره علمي احساس ورکولو هڅه کوي.

د تیرو میاشتو د اوونیزو پروګرامونو په درشل کې مو زده کوونکي په غوره انعاماتو ونازول تر څو حوصله افزایی یې وشي او د دې نوښت په اساس د دوی میلان درسونو ته زیات شي.
د نبراسکا نالج هاوس سره په یو ځای کیدو سره د خپلو ماشومانو زده کړه یقیني کړی.



18/12/2023
17/12/2023

.

#خبرتیا

#نوښت

نبراسکا نالج هاوس د
New American Streamline Series
د دوهم کتاب

NewAmerican Streamline Connection
د پیل ویاړ حاصلوي.
د انګریزي ژبې د استاد په حیث زما په اند ذکر شوی Series تر بل هر یوه غوره او ګټور Series دی.
ځکه چې ما تر اوسه په بل کوم Series کې دومره مرستندویه درسي مواد او د موضوعاتو دومره بهتره ترتیب نه وه تجربه کړی.
یاد Series د
Treditional teaching method
نه بلکه د
Modern teaching method
په بنیاد جوړ شوی دی.
پدې خاطر پدې Series کې د ټولو درسي موضوعاتو سربیره د زده کوونکو
Sense of learning essential life skills
د ژوند د اړینو مهارتونو د زده کړې احساس
Analytic competencies
تحلیلي وړتیاوې
Decision-making skills
د پریکړې کولو مهارتونه
and Critical thinking
او انتقادي فکر په یو ځانګړي بڼه وده کوي.
نو بنأ ټولنې د یو مخلص په حیث دا لازمي ګڼم چې د ټولنې وګړي د دې Series زده کړې ته راوبولم.

نبراسکا نالج هاوس
د زده کړو یوه باوري سرچینه

15/10/2023





Nebraska Knowledge House, a source of innovations, has always strived to spread positive ideas to the community.
The students of Nebraska Knowledge House celebrated International Teacher's Day for the first time with a ceremony that has not been seen in previous years.

Dear students, out of great gratitude to Engineer Muhammad Sabir Bashardost, the picture of Reslected Engineer was placed on the cake and besides the cake, the Mr. Sabir was presented with a other gifts.
The staff of the Nebraska Knowledge House is very grateful for this great appreciation from our dear students.
Credits Goes to Senior Students

Photos from Nebraska Knowledge House's post 15/10/2023

#نوښت

نبراسکا نالج هاوس چې د نوښتونو د سرچینې حیثیت لري تل یې ټولنې ته د مثبتو انګیزو د خپریدو هڅه کړي ده.
د نبراسکا نالج هاوس زده کوونکو د لومړي ځل لپاره د استاد د نړیوالي ورځي لمانځل په داسې مراسمو سره تر سره کړل چې ساري یې په تیرو کلنو کې نه لیدل کیږي.

ګرانو زده کوونکو د انجنیر محمد صابر بشردوست د عظیمي قدردانۍ په پار د ښاغلې انجنیر صاحب تصویر په کیک لګولی او د کیک تر څنګ یې انجنیر صاحب په یو لړ نورو ډالیو ونازوه
د نبراسکا نالج هاوس ادارې پرسونل د ګرانو شاګردانو د دې عظیمي قدردانۍ ډیر ممنون او مشکور دی.

نبراسکا روڼ انقـلاب دی
د پوهنې لوی دریـاب دی
د نوښت یو نوی باب دی
ځکه غــوره انتـخاب دی

05/10/2023

🌹💐اکتوبر پنځمه، د ښوونکي ورځ 🌹💐

اِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّماً
زه د ښوونکی په توګه رالیږل شوی یم
(ابن ماجه، ۱ ټوک، ۱۵۰ مخ، حدیث: ۲۲۹)

د مصطفی فرمان
"الله او د هغه پرښتې، اسمانونه او ځمکه، حتی میږیان په خپلو سوریو کې او کبان د هغه چا لپاره دعا کوي چې د نیکۍ ښوونه کوي."
(ترمذي ۲۶۸۵)
"علم زده کړه، او د علم لپاره ادب او احترام زده کړه، د هغه ښوونکي په وړاندې عاجزي او تواضع وکړه چې تاسو ته یې پوهه درښودلې ده."
(المعجم الاوسط، حدیث ۶۱۸، ۵ ۴، ۳۴۲ مخ)

ټولو ښاغلو ښوونکو ته سلام

29/09/2023

د حضرت محمد مصطفی (ﷺ) د پیدایښت په مناسبت د نبراسکا نالج هاوس د رئیس د مبارکۍ پیغام!
د نبراسکا نالج هاوس رئیس، انجنیر محمد صابر بشردوست، د یاد انستیتوت د دکورنۍ په استازیتوب د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمدﷺ د زوکړې مبارکې ورځې په مناسبت خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ ټولې اسلامي نړۍ، په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان ملت، د نبراسکا نالج هاوس زده کوونکو او د زده کوونکو مشرانو او کورنیو ته وړاندې کوي.

Photos from Nebraska Knowledge House's post 29/09/2023

As before
Once again new classes have launched at Nebraska Knowledge House, the schedule is as follows.

Fifth grade Pashto
10th grade Pashto
01:20-02:00

Cytology
Active English Book
02:00-02:40

Active English Book 1
Active English Book 2
02:40-03:40

New American Streamline Departure
03:40-04:40

Active English Book 3 04:40-05:20

PELC 05:20-06:20

Biology Grade 9 06:20-06:50
Chemistry Grade 9 06:50-07:20
English Grade 9 07:20-07:50

Therefore, all the residents of Khaki Camp and the surrounding area are informed to use this golden opportunity as a better source to increase the knowledge, intelligence, and confidence of themselves or their children.
Join us
And feel Proud and Empowered.

gives a new feel to the new generation by having highly educated and experienced staff.

Photos from Nebraska Knowledge House's post 29/09/2023

#زیری #زیری #زیری

د تیر په څیر
یو ځل بیا په نبراسکا نالج هاوس کې د نویو کلاسونو اغاز شوی دی، د کلاسونو مهال ویش په لاندې ډول دی.

د پنځم ټولګي پښتو
د لسـم ټولـګي پښتو
01:20-02:00

Cytology (د حجرې علم)
Active English Book
02:00-02:40

Active English Book 1
Active English Book 2
02:40-03:40

New American Streamline Departure
03:40-04:40

Active English Book 3 04:40-05:20

PELC 05:20-06:20

Biology Grade 9 06:20-06:50
Chemistry Grade 9 06:50-07:20
English Grade 9 07:20-07:50

نو بنأ د خاکي کیمپ او شاوخوا علاقي ټولو اوسیدونکو ته خبر ورکول کیږي چې له دې زرینې موقع څخه په استفادې د خپلو یا د خپلو اولادونو په پوهه، ذکاوت، جرأت او علم کې د زیاتیدو په خاطر زموږ سره یو ځای شي.
او د وړتیا او پیاوړتیا احساس خپل کړی.

د اعلی تعلیمیافته او باتجربه کامندانو په درلودلو سره نوی نسل ته یو نوی احساس ورکوي.

16/09/2023

د نوي نسل د مهارتونو د پیاوړتیا یو ځانګړی ښوونیز مرکز

ټولنې ته د غوره خدمت د وړاندې کولو په پار د یادې ادارې د یو ممتاز زده کړیال ښاغلي فیض الله د استادۍ ویاړ حاصل کړ.

استاد فیض الله یو مجرب زده کړیال او د انګریزي ژبې سره د خپل شوق او سخت محنت په نتیجه کې نه یوازي دا چې په انګریزي ژبه عبور تر لاسه کړ بلکه د یو ښه استاد اوصاف یې هم خپل کړل.

دا مهال استاد فیض الله د یو همکار استاد په حیث دنده اجرا کوي او په نږدي راتلونکي کې به یې درسره د ځانګړو کلاسونو زیری هم شریک کړو.
ټولو د زده کړو مینوالو لپاره د دې زرینې موقع څخه اعظمي استفاده کول پکار دي.

سالم انتخاب د سالم راتلونکي لپاره مهم اصل دی.

Want your school to be the top-listed School/college in Mansehra?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Khaki
Mansehra