دا بې وخته سپين ويخته نه ؤو بلا وا
چې دَ ښکولو زړه يې تور کړ له خوشحاله
خوشحال و اقبال
جوانوں کو سوزِ جگر بخش دے
مرا عشق، میری نظر بخش دے!
چې له عشقه بله چار ګنړى افزونه
تر دا بله انديښنه نشته زبونه
باور وکړه چې دا عشق په کاروبار کې
که زيات نه يم کم هم نه يم تر مجنونه
ته ناترس به ګوته هم پرې لمده نه کړې
که له دؤو سترګو روان کړم دوه سيندونه
کل عالم دا بېلتانه له لاسه زار کا
زه په څو خبرو خوښ يم له بېلتونه
يو يې قدر دا وصال راته څرګند کړ
بل يې سهل راښکاره کړل نور غمونه
چې تا شان دا لېله کړ زه پوهېدلم
چي به ستا له لاسه ځاي کړم غاړې غرونه
چې يک لخته دې خوشحال له زړه نه ووېست
درپوهېږم ډار دې نه کېږى له خونه
سر تر پايه واړه ناز يې
زما نازپروره! راشه
په خوږو خبرو شهدا
په خندا شکره! راشه
توره شپه دې تورې زلفې
په ښه مخ سحره! راشه
دا راتلو لارې دې ګورم
اې زما دلبره! راشه
څه به واېم چې بې تا مرم
اې په زړه خبره! راشه
چې دې نه وينى نور ړوند شى
دَ خوشحال بصره! راشه
که د نورو سره خاندم
جهان نه دې بې لباسه
دَ اغيارو سره خانده
په خوشحال تندر پريباسه
ما وې زه به عشق راز ولرم په زړه کې
دا خبره مې ژړا له لاسه يوړه
چې دَ زړه صبر دَ يار له مخه غواړم
محبت مې دَ دعا له لاسه يوړه
(خوشحال بابا)
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kohat University Of Science And Technology
Kohat
26000