26/09/2026
دا لا څه دي؟
زمونږه د بازارونو او مارکیټونو دغه حال دے، د تللو شان پکښې نه وي.
دکاندارانو خپل سامان په فټ پات کېښودے وي او د سړک دواړه غاړې رېړو او موټرو نیولې وي.
دا خو نه په قانون کښې روا دي او نه په اخلاقو کښې. که څنګه؟
[ډاکټر فخرالاسلام]