16/11/2025
که ځان اپډيټ نه کړو د سيالۍ څخه پاتې کېږو
يو وخت د ټکنالوژۍ په نړۍ کې نوکيا موبايل په نړۍ باندې پاچاهي کوله ټول بازارونو د دوى لخوا نيول شوي وو، پدې حالاتو کې سمسنګ راغلو نوي معلومات په انډرايډ موبايلونو کې ځاى په ځاى شوي وو.
متسفانه سره لدې چې نوکيا موبايلونو همغه وخت پاچاهي وه خو د وخت او ضرورت مطابق د ځان نه اپډيټ له امله د مارکیټ څخه بهر شو
په 2022 کال نومبر مياشت کې چاټ جي پي ټي د خلکو تر منځ عام شو دا چې همدا مارکیټ مخکې له مخکې ګوګل نيولى وو تقریباً پنځه مياشت ورورسته ګوګل په 2023 کال مارچ مياشت کې د bard په نوم ټولز وړاندې کړ چې ډېر په تيزۍ سره وروسته په Gemini باندې تبديل کړ
چې اوس وخت کې ميليونونه مينوال لري يعنې ګوګل ځان د وخت مطابق ډېر زر ځان اپډيټ کړ
پايله: کچيرې يو شخص،ټولنه او يا هيواد د وخت مطابق ځان د نورو هيوادونو سره په علمي او نورو برخو کې سيال نه کړي راتلونکې کې د زياتو کړاوونو سره مخامخ کيداى شي