16/01/2026
د محمود غزنوي عالي ليسې د محترمې ادارې له لوري ټولو ګرانو زده کوونکو او مراجعينو ته خبر ورکول کېږي چې:
د دوو (۲) ورځو په جريان کې د خپل اړوند اسناد لکه سې پرچې ،شهادت نامه او درې کلنو نومرو ترلاسه کولو لپاره د لېسې ادارې مراجعه وکړي.
په درنښت
Mahmood Ghaznavi High School محمود غـزنوي عـالي لـیسه
Mahmood Ghaznavi High Secondary School is one of top school in kpk that has been serving for more th
05/09/2025
📚 د محمود غزنوي عالي ليسې رسمي خبرتيا 📚
ګرانو زدهکوونکو او محترمو والدينو!
الحمدلله، زموږ ښوونځی له نن څخه، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۵مه نېټه، په رسمي ډول خپل درسونه پيل کړي دي.
له ټولو ګرانو زدهکوونکو په درنښت غوښتنه کېږي چې هره ورځ د سهار په ۸:۰۰ بجو په وخت ښوونځي ته حاضر شي او د زدهکړو د نوي پړاو په پیل کې پوره هڅه او علاقه وښيي.
همدارنګه، د نويو داخلو (New Admissions) لپاره دروازې پرانستې دي. هغه والدين چې غواړي خپل اولادونه د محمود غزنوي عالي ليسې په کچه او کيفيت لرونکي چاپېريال کې شامل کړي، هر وخت کولای شي د ښوونځي د اداري دفتر سره اړيکه ونيسي.
زموږ اداره د خپلو زيارکښو زدهکوونکو د راتګ په تمه ده او د هغوی د برياوو لپاره تل دعا کوي. 🌸✨
په درنښت
اداره – د محمود غزنوي عالي ليسه
---
📚 Official Announcement from Mahmood Ghaznavi High School 📚
Dear Students and Respected Parents,
Alhamdulillah, starting from Friday, 5th September 2025, our school has officially resumed classes.
All students are kindly requested to attend school daily at 8:00 AM sharp, and to begin this new academic chapter with full dedication and enthusiasm.
We are also pleased to announce that New Admissions are now open. Parents who wish to enroll their children in Mahmood Ghaznavi High School, where quality education and discipline are our top priorities, are warmly welcomed to visit our administration office for registration.
The administration eagerly awaits the presence of its hardworking students and prays for their continued success. 🌸✨
With Respect,
Administration – Mahmood Ghaznavi High School
07/01/2025
تعليم د راتلونکي ګټې تضمین دی
هغه څوک چې تعلیم ته اهمیت ورکوي، خپل راتلونکی تضمینوي. هره ورځ یو څه نوې زده کړه وکړئ.
(07/01/2025)
04/01/2025
د محمود غزنوي عالي لېسې د (۱۴۰۳/۱۰/۱۵) د څلور نيم مياشتنی ازموينې د لومړی ورځې د صحنې يو څو انځورونه.
31/08/2021
سلامونه ګرانو زده کوونکو!
په دې اميد چې روغ او جوړ به ياستئ او رخصتيانو مو هم په خير او عافيت سره تيرې کړې وي.
ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د محمود غزنوي عالي لېسه يو ځل بيا د تير په څير خپل علمي بهير پيلوي ، نو ټول پخواني او نوي شاګردان له سبا (شهارشنبې) څخه چې د (۰۱/۰۹/۲۰۲۲) سره سمون خوري ، کولای شي خپل درسونو او هم داخلو لپاره راشي.
تاسو کولای شئ چې له (اووم څخه تر دولسم) صنف پورې د با استعداده او مسلکي استادانو څخه زده کړې وکړئ.
په درنښت
د محمود غزنوي عالي لېسې اداره
31/05/2021
د لسم صنف د کمپيوټر سوالونه او ځوابونه
31/05/2021
د دولسم صنف د کمپيوټر مضمون سوالونه او ځوابونه
30/05/2021
د محمود غزنوي عالي لېسې ګرانو زده کونکو
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
په اميد چې ټول به روغ او جوړ اوسئ.
تاسو ټولو زده کونکو ته خبر درکول کيږي چې ښوونځی يو ځل بيا له سبا يعنې دوشنبې ورځې نه چې (۳۱/۰۵/۲۰۲۱) سره سمون خوري پيليږي.
ټولو زده کوونکو څخه هيله ده چې سبا په ټاکلي وخت (۷:۳۰) بجې ښونځۍ ته د احتياطي تدابيرو په پام کې نيولو سره راشي او کوم زده کونکي چې ټولنيز رسنيو ته لاس رسی نه لري هغوی ته هم خبرتيا ورکړئ چې ترڅو ښوونځۍ ته راشي.
همدارنګه تاسو ته به نهايي ازموينې په هکله معلومات در کول شي چې کله او څنګه به پيل شي.
زده کونکو څخه هيله کيږي چې ښوونځی : -
» ته سپين یونیفارم سره راشي.
» ته سپينې جالئ خولی راوړي.
» ته ماسک له ځانه سره راوړي.
» کې ټولنيز واټن وساتي.
مننه
د محمود غزنوي عالي لېسه
18/04/2021
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ګرانو زده کونکو !
په دې اميد چې روغ او جوړ اوسئ او روژې مو هم په پخير سره تيريږي.
د محمود غزنوي عالي ليسې ټولو ګرانو زده کونکو ته خبر ورکول کيږي چې سبا له دوشنبې ورځې (19/04/2021) څخه ښوونځی ته سهار (6) بجې حاضر شي.
له ټولو زده کوونکو څخه هيله کيږي چې::
۱- د سپين یونیفارم سره راشي.
۲- سپینه جالئ خولی راوړي.
۳- ماسک لازمي راوړي .
۴- يو له بله ټولنيز واټن وساتي.
په درنښت
د محمود غزنوي عالي ليسې ادارې لخوا
10/04/2021
د محمود غزنوي عالي لېسې ګرانو زده کوونکو
السلام علیکم ورحمةاللّه وبرکاته!
په دې هيله چې روغ او جوړ به اوسئ.
هغه زده کوونکو چه د تاریخ اسلام په مسابقه کی یې برخه اخیستی دی له هغوی څخه غوښتنه کیږي چې سبا د یکشنبې په ورځ سهار په 7:00 بجو ته دمحمود غزنوي عالي لېسې انګړ ته د سپين یونیفارم سره حاضر شي چه له دی ځایه بیا د امتحان صحنې ته کوم چه په شپاړسم کې د محمديه عالي ليسې په انګړ کې ده لاړ شو.
مننه
د محمود غزنوي عالي اداره
10/01/2020
د محمود غزنوي عالي ليسې د څلورنیم مياشتنۍ د ازموينې یو څو انځوران