01/05/2026
په پاکستان کې مې ډېر کلونه د مینې، ورورولۍ او خوږو خاطرو سره تېر کړل. اوس چې د دې خاورې پرېښودو ته مجبور یم، زړه مې له غم نه ډک دی. دلته مې نه یوازې وخت تېر کړی، بلکې داسې خلک مې وموندل چې د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلي دي. زما ملګري، کلیوال، زده کوونکي او قدرمن استادان—د ټولو جلا کېدل راته ډېر سخت دي. د هرې کوڅې، هرې ناستې، د ټولګي خوږې شېبې او هره موسکا به تل زما په زړه کې ژوندۍ وي. که څه هم زه ځم، خو زما مینه، درناوی او یادونه به تل ستاسو سره پاتې وي. الله دې وکړي چې دا جلاوالی یوازې د ځای وي، نه د زړونو.
دا لیکنه د جمعې ماښام، د 17 اپرېل 2026 نېټه، د ماښام 9:43 بجې ثبت شوې ده
په درنښت
صدیق الله احمدزی
💔 💔 💔
107 likes, 57 comments. “په پاکستان کې مې ډېر کلونه د مینې، ورورولۍ او خوږو خاطرو سره تېر کړل. اوس چې د دې خاورې پرېښودو ته مجبور یم، زړه مې له غم نه ډک دی. دلته مې نه یوازې وخت تې....