08/08/2024
ما خو چى لوستله زړه خو مى ورته باغ باغ شو
کاش که دا پته معلومات ماته کيدلى چى زه جنتى يم نو ما دَ خپل رب نه دَ مرګ سوال کولو
الله دى راته دغو پيغمبرانو صحابوو او دخپل پلار او مور سره ملاقات واه واه
سومره مزه او خوند به کوى. تاسو يي هم يو زل اوګورى.
په جنت کې به لومړۍ شېبې څومره هېرانوونکي او خوندورې وي!
تلپاتې آرامه فضا، سیندونه، ماڼۍ، خیمې، له سرو سپینو او ورېښمو جوړ توکي، ددې هر څه په لومړی ځل لیدو به څنګه احساس کوو!
کله چې پخوا مړه شوي خپلوان ګورو، له خپلو والدینو، خویندو، بچیانو او خپلوانو سره له ډېرې مودې وروسته ګورو، څه حالت به مو وي!
کله چې په سختو ناروغیو کې مړ روغ شوی وي، د غمجن غمونه ختم وي، سپین ږیري ځوان شوي او ښایسته شوي وي، څومره به هېران یو!
کله چې انبیاوو سره ملاقات کوو، له صحابه کرامو سره لیده کاته کوو، د ملت له مشرانو علماوو سره ناسته پاڅه کوو، د امت اتلان وینو، سپېڅلي اتلان ګورو او له ملایکو سره خبرې اترې کوو!
راته وویل شي چې هغه ابوبکر دی، هغه ر روان کس عمر دی، او هغه تر ونې لاندې کس خالد بن ولید دی، دا خوږ غږ د داود (ع) دی او دا بیا د حضرت بلال خوږ آذان دی، دا دی اوس به نو رسول الله صلي الله علیه وسلم وګورې!
هغه اصحاب الاخدود دي، هلته اهل الکهف دي، اصحاب السفینه هغه دي، ذوالقرنین را روان دی، هغه ابن عباس دی، دا ابن مسعود!
هغه به څنګه حال وي چې د بدر سپوږمۍ د لیدلو غوندې له الله تعالی سره داسې ملاقات وکړو چې زموږ او د هغه ترمنځ هیڅ پرده نه وي!
د جنت لومړۍ شېبه، لومړۍ شپه او لومړی سهار به څنګه وي، کار او وظیفې به نه وي، حساب او کتاب به نه وي، د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو هېڅ اندېښنه به نه وي، نه به یې د ګټلو لپاره د مفسیدونو مزدوري کوو!
د کورنۍ، خپلوانو او ټولو بې وزلانو د لوږې، تندې، مرګ او مرض تشویشونه به ختم وي، د پرې تر شاه سیاستونه به ختم، د نفاق، دوکو، بدمرغیو، جنګونو، نفرتونو او کرکو ټغر به ټول وي!
سپین ږیري توب، کمزوري، ناروغي او غمونه به نه وي، آراموونکو درملو ته به اړتیا نه وي!
د الله (ج) د لیدلو پر مهال به مو حال څنګه وي!
ای ربه ته مونږ ټوله جنتیان کړې..!🤲🏻
ماخوذ