10/02/2025
په ما ډير ګران، نازولے افضل احساس صېب د خپل کتاب سختن شو، نن يې راته په خپل لاس دغه کتاب د جرګې د اجلاس نه پس راکړو، ډير خوشاله يم ورته اؤ منندويه يې هم يم.
افضل احساس صېب د چغرزي پښتو ادبي جرګې ستر سېکتر او د ايم فل (پښتو) سکالر دے. د ګران مشر محترم ډاکټر صادق الله خان وزير صېب د انګرېزي ژبې نظمونو کتاب «دې وائيسېس» ژباړه يې په منظوم شکل «نارې» په نوم پښتو ژبه کې کړې. هر څو که خپل تخليق راوړل ګران دي خو ولې د بلې ژبې ژباړه اؤ بيا منظومه ژباړه بيخي ګران کار دے. باوري يم احساس صېب به هغه ټولو لوازماتو سره انصاف کړے وي کوم چې د يو ژباړن د پاره ضروري دي. بهر حال د کتاب تفصيلي لوست نه پس به فېصله اسانه وي اؤ د تنقيدي جائزې لپاره يې د پښتو ژبې په پوهانو سپارو چې خپل ګټه ور نظر پرې د احساس صېب او جرګې سره شريک کړي.
د احساس صېب قلم دې بختور وي، دغه د پوهې اؤ هنر سر چينه دې د پښتو ادب اؤ ژبې په خدمت تمامه شي.