31/01/2024
د "POHA پوډکاسټ" پوره اېپېسوډ په دې لاندې یوټیوب لېنک کتلی شئ. د "پوهه" په دې اېپېسوډ کې ګران امیر یوسفزۍ صېب د شبنم بونېري سره د معاصر نړۍ جیو پولیټیکل منظر نامه، د پاکستان د ستراتیژیکي ژورتیا پالیسي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه، او د افغان جګړې تاریخي شالید رابرسیره کوي.
د امیر یوسفزي بې ساري لید له لویدیځ څخه تر نړیوال سویل پورې د ځواک په بدلیدونکي تحرک باندې رڼا اچوي او د نړۍ د تل بدلیدونکي سیاسي منظرې هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي.
مونږ د نړۍ په دغه بدلېدونکې سیاسي او اقتصادي منظرنامه کې په پاکستان کې د پښتون ملتپال سیاست راتلونکي امکاناتو ته هم کتنه کړې ده.
War on Terror, Pashtun Politics and Global Power Shifts ft. Ameer Yousafzai | POHA Podcast #02
"Unveiling Geopolitical Mysteries: Pashtun Politics, War on Terror, and Global Power Shifts with Ameer Yousafzai | POHA Podcast"Step into the realms of geopo...
02/06/2023
نن په پوهه مرکز سواړۍ کښې د بام پنځلس ورځنۍ تنقیدي غونډه د شبنم بونېري په صدارت کښې وشوه. د نظامت چارې يې شاد يوسفزي تر سره کړې. اجلاس کښې ملګرو د ګلزار موسم په افسانې ښه ګټهور بحث وکړۀ او د راروان اجلاس دپاره د بحث موضوع "زمونږ په ژوند د سوشل مېډیا اثرات" وټاکلے شوه.
په یاده غونډه کې ملګرو په ګڼ شمېر کې ګډون درلود.
پوهه مرکز د "بونېر ادبي مرکز_بام" د ټولو ملګرو مننه کوي چې خپل دغه علمي ادبې غونډې په پوهه مرکز کې راجوړوي.
09/11/2022
پرون د النور پبلک سکول ایلۍ د اوؤم ټولګي ذدکونکو سره د خپلو ښونکو د پوهه مرکز یوه ورځنۍ دوره وکړه.
د "پوهه، د ټولنیز بدلون مرکز" مشر شبنم بونېري د راغلیو ذدکونکو او د هغوي د ښونکو تود هرکلے وکړو او هغوي ته ئې د پوهه مرکز او د فانوس امن کتابتون په بېلابېلو اړخونو تفصيلي خبرې وکړې.
هغه د خپلو خبرو وروستو د راغلو ذدکونکو د پوهه مرکز او د کتابتون په اړه د پوښتنو ځوابونه هم ورکړو.
"پوهه،د ټولنیز بدلون مرکز" د النور پبلک سکول د انتظامي مشرانو او ښونکو مننه کوي او هیله لري چې په راتلونکي کې به د یاد سکول نورو ذدکونکو ماشومانو ته هم د داسې معلوماتي دورو زمینه برابروي او د پوهه مرکز سره به خپلې اړیکې دوامدارې ساتي.
" پوهه، د ټولنیز بدلون مرکز" په دې باوري دی چې مونږ د سخت دریځۍ مخنیوی په موسیقۍ، د عدم برداشت مخنیوی په مکالمه او د جهالت مخنیوی په کتاب کولی شو.
پښتنه ټولنه د تېرو څلوېښتو کلونو راهېسې د راتپل شوي پردۍ جګهړې د لاسه د سخت دریځۍ او فکري جمود په ولقه کې ګېره ده. په دې پردي جنګ کې نۀ یواځې څۀ دپاسه اویا زره پښتانۀ مړۀ او په لکونو بې کوره شو بلکې د دې جنګي پالېسو په ترڅ کې د پښتنې ټولنې د زغم، مینې او مترقي فکر نفسیات او روایات په سخت دریځۍ، کرکې او په فکري جمود بدل کړی شو. نن هم د پښتنې ټولنې زیاتره اولس د معیاري تعلیم او پوهې نه محرومه دی او د دې ګرداب نه د وتلو دپاره د شعوري بدلون د هڅو پرته بله هیڅ چاره نیشته.
"POHA Center for Social Change," believes that we can counter extremism through music, intolerance through dialogue, and ignorance through books.
Pashtun society has been in a state of extremism and intellectual stagnation for the last 40 years due to the imposed foreign war.
In this foreign war, not only more than 70,000 Pashtuns were killed and millions were made homeless, but in the course of these war policies, the psychology and traditions of tolerance, love and progressive thinking of the Pashtun community were transformed into extremism, hatred and intellectual stagnation.
Even today most of the people of Pashtun society are deprived of quality education and knowledge and there is no other way to get out of this maelstrom except through conscious efforts.
د رابطې شمېره(Whatsapp): 03171433620
د مرستې دپاره اېزي پېسه اکاونټ(عبدالماجد):
For Donations, Easy Paisa Account;
03449633971
02/10/2022
نن ماسخوتن نهه بجې په پوهه سنټر کې د "عدم تشدد نړیوالې ورځې" په مناسبت د موسیقۍ پروګرام تابیا شوی دے.
پوهه سنټر تاسو ټولو ملګرو ته د راتګ بلنه درکوي.
د موسیقۍ دغه پروګرام تاسې په ژوندۍ بڼه د پوهه سنټر په ټولنیزو رسنیو هم کتلی شئ.
" پوهه، د ټولنیز بدلون مرکز" په دې باوري دی چې مونږ د سخت دریځۍ مخنیوی په موسیقۍ، د عدم برداشت مخنیوی په مکالمه او د جهالت مخنیوی په کتاب کولی شو.
پښتنه ټولنه د تېرو څلوېښتو کلونو راهېسې د راتپل شوي پردۍ جګهړې د لاسه د سخت دریځۍ او فکري جمود په ولقه کې ګېره ده. په دې پردي جنګ کې نۀ یواځې څۀ دپاسه اویا زره پښتانۀ مړۀ او په لکونو بې کوره شو بلکې د دې جنګي پالېسو په ترڅ کې د پښتنې ټولنې د زغم، مینې او مترقي فکر نفسیات او روایات په سخت دریځۍ، کرکې او په فکري جمود بدل کړی شو. نن هم د پښتنې ټولنې زیاتره اولس د معیاري تعلیم او پوهې نه محرومه دی او د دې ګرداب نه د وتلو دپاره د شعوري بدلون د هڅو پرته بله هیڅ چاره نیشته.
"POHA Center for Social Change," believes that we can counter extremism through music, intolerance through dialogue, and ignorance through books.
Pashtun society has been in a state of extremism and intellectual stagnation for the last 40 years due to the imposed foreign war.
In this foreign war, not only more than 70,000 Pashtuns were killed and millions were made homeless, but in the course of these war policies, the psychology and traditions of tolerance, love and progressive thinking of the Pashtun community were transformed into extremism, hatred and intellectual stagnation.
Even today most of the people of Pashtun society are deprived of quality education and knowledge and there is no other way to get out of this maelstrom except through conscious efforts.
د رابطې شمېره(Whatsapp): 03171433620
د مرستې دپاره اېزي پېسه اکاونټ(عبدالماجد):
For Donations, Easy Paisa Account;
03449633971
18/09/2022
نن د اتوار په ورځ ماسپښین دوه بجې په پوهه سنټر کې د شمس بونېري د علمي او سیاسي زیار په درناوي کې د "شمس بونېري، ژوند او مبارزه" په موضوع یوه مکالمه تابیا شوې وه چې پکې ډېرو تکړه ملګرو او مشرانو ګډون وکړو.
په دغه مکالمه کې شمس بونېري د خپل سیاسي او علمي سفر نه علاوه د پښتون قام او پښتون سیاست په اوسني حالاتو هم تفصيلي خبرې وکړې. هغه د خپلو خبرو وروسو د ګډونوالو د پوښتنو ځوابونه هم ورکړو.
د دغې مکالمې پوره وېډیو به ډېر زر د پوهه سنټر په ټولنیزو رسنیو خپره شي.
پوهه سنټر په راروان وخت کې هم د داسې نورو دستورو تابیا کولو پلان لري، چې به پکې د پښتون قام تکړه لیکوالان، ادیبان شاعران او سیاسي او علمي سټې راغواړي او د هغوي پوهه او وینا به عام اولس ته رسوي.
" پوهه، د ټولنیز بدلون مرکز" په دې باوري دی چې مونږ د سخت دریځۍ مخنیوی په موسیقۍ، د عدم برداشت مخنیوی په مکالمه او د جهالت مخنیوی په کتاب کولی شو.
پښتنه ټولنه د تېرو څلوېښتو کلونو راهېسې د راتپل شوي پردۍ جګهړې د لاسه د سخت دریځۍ او فکري جمود په ولقه کې ګېره ده. په دې پردي جنګ کې نۀ یواځې څۀ دپاسه اویا زره پښتانۀ مړۀ او په لکونو بې کوره شو بلکې د دې جنګي پالېسو په ترڅ کې د پښتنې ټولنې د زغم، مینې او مترقي فکر نفسیات او روایات په سخت دریځۍ، کرکې او په فکري جمود بدل کړی شو. نن هم د پښتنې ټولنې زیاتره اولس د معیاري تعلیم او پوهې نه محرومه دی او د دې ګرداب نه د وتلو دپاره د شعوري بدلون د هڅو پرته بله هیڅ چاره نیشته.
"POHA Center for Social Change," believes that we can counter extremism through music, intolerance through dialogue, and ignorance through books.
Pashtun society has been in a state of extremism and intellectual stagnation for the last 40 years due to the imposed foreign war.
In this foreign war, not only more than 70,000 Pashtuns were killed and millions were made homeless, but in the course of these war policies, the psychology and traditions of tolerance, love and progressive thinking of the Pashtun community were transformed into extremism, hatred and intellectual stagnation.
Even today most of the people of Pashtun society are deprived of quality education and knowledge and there is no other way to get out of this maelstrom except through conscious efforts.
د رابطې شمېره(Whatsapp): 03171433620
د مرستې دپاره اېزي پېسه اکاونټ(عبدالماجد):
For Donations, Easy Paisa Account;
03449633971
11/08/2022
د زور خلاف مزاحمت ژوند دې
که نور دې وس نه رسي شور جوړ کړه
نن د پوهه مرکز مشر شبنم بونېري او د پوهه مرستیال غړي یحییٰ رازق په خپل کلي ایلۍ کې د POHA Center for Social Change "پوهه، د ټولنیز بدلون مرکز" له اړخه د د شعار لاندې په دېوالونو د جنګ خلاف او د امن دپاره وال چاکنګ وکړو.
نن په پښتنه خاوره یو ځل بیا د پردي جنګ انګازې دي. او د پښتون وطن په بېلابېلو سیمو کې وسلوالو ډلو یو ځل بیا خپل فعالیتونه پېل کړي دي. که د دې جنګي پالېسیو پرضد نن پښتون قام په خپلو خلقو کې شعور او پوهه خوره نۀ کړه او اولسي پاڅون یې ونۀ کړو، نو لرې نۀ ده چې پښتانۀ قام به یو ځل بیا د دغې پردۍ جګړو خشاک جوړېږي.
یاده دې وي چې د"پوهه مرکز" له اړخه د د نامې لاندې د وال چاکنګ دا کمپېن به د ټول بونېر په دېوالونو د امن، پوهې او شعور دپاره او د جنګ او جنګي پالېسیو خلاف په سپرے پېنټ (Spray Paint) شعارونه لیکي.
کۀ تاسو غواړۍ چې په دغه کمپېن کې برخه واخلئ نو سبا سحر پوره لس بجې د ډګر پل ته راوځئ او زمونږ سره په دې کمپېن کې شریک شئ.
که چرې تاسو د بونېر نه بهر په بله ضلع کې مېشت یئ او د دې کمپېن برخه جوړېدل غواړئ نو هم سبا سپرے راواخلئ، په دېوالونو د امن دپاره د جنګ خلاف شعارونه ولیکئ او په فېس بک یې د د هېش ټېګ د لاندې پوسټ کړئ.
نوټ: تاسو د امن دپاره خپل وال چاکنګ مونږ ته په دې لاندې وټسېپ نمبر رالېګلی شئ،مونږ به یې پوسټ کوو.
وټسېپ: 1433620-0317