Afghan Students Society, AMC

Afghan Students Society, AMC

Share

to create a comfortable atmosphere for Afghan medical students of AMC Where there not only excel in

Photos from Afghan Students Society, AMC's post 30/10/2023

ډېر د خوشحالۍ ځای ده چې د پاکستان هيواد په ايوب ميډيکل کالج کې افغان زده کونکي د طب پوهنځي څخه فارغ شول. دغه فراغت دې په ځانګړي ډول دوي هر يوۀ تۀ او بيا دې د دوي کورنيو تۀ ډېر ډېر مبارک وي. او دوي وکولای شوو چې خپل پنځه کلن مزل په برياليتوب پای تۀ ورسوي. په دې پنځه کلنه دوره کې يې هر رنګه تکلیفونه ، ستړياوې ، بې خوبي او مسافري يې په ځان وزغمل او خپل ځان يې تر دغه ځای راورساوؤ او له خدای تعالی نه ورته په راتلونکې کې هم برياليتوب غواړو.
د وطن دغه ځوان او وياړلي کدرونه دې خدای په هر ډګر کې بريالي او بريمن لري. او خدای دې وکړي چې د افغانستان دې کړيدلي ولس لپاره د خدمت جوګه وګرځي. او د دوي لومړيتوب خپل هيواد او په ټوله کې دغه ژړېدلی، کړیدلی، ستړی شوی او دردمن شوی ولس وي
هو! طب یو عبادت، دیانت دی، یو مسٶولیت دی، او انسانیت دی؛ ځکه د یو مومن انسان شرط انسانیت دی، یو ښه انسان او انسانیت ښکلاوې، د هغه غوره اخلاق د درد درمان کیدل دي، د ټپ مرهم کیدل دي او داسې ځانګړنې ولري چی د مرض د تشخیص نه مخکې د یو ډاکتر د اخلاقو نه د ښه صحت احساس پیدا کړي.



.


Ayub Medical College, Abbottabad

Photos from Afghan Students Society, AMC's post 19/08/2022

په خاوره دې سجدې کړم په اوبو دې اودسونه
جنت ته به له تانه وړم ايمان افغانستانه

دۀ خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله په هڅو دې انګريزي ښکيلاک څخه دي ازادۍ۱۰۳ کليزه دې ټولو هيوادوالو ته مبارک وي له غروره ډک ملي بيرغ دې تل رپانده وي او دې يو خوشحاله سوکاله ، امن او بسيا افغانستان په هيله!!

دې خپلواکي ۱۰۳ کليزه مو مبارک
زنده اباد افغانستان
يش سن افغانستان
ايوب ميډيکل کالج ایبټ اباد

Photos from Afghan Students Society, AMC's post 25/06/2022

د خواشینۍ پیغام
په ډېره خواشینۍ سره چې د زلزلې له امله د خوست او پکتیکا ولایتونو په یو شمېر سیمو کې زموږ ګڼ شمېر هېواد وال شهیدان او ټپيان شوي او ځايي خلکوته په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
افغان محصیلینو اتحاديې په ايوب ميډيکل کالج کې دې
زلزلې له امله شهيد شويو هيوادوالو لپاره دې قرآن کريم ختم تر سره کړ ، دۀ دغې پېښې د شهیدانو کورنیو ته تسلیت مراتب وړاندې کړ او ټپيانو ته د الله تعالی عاجله روغتیا ورکړي.

الهي ته پر موږ ورحمیږي!

Photos from Afghan Students Society, AMC's post 02/04/2022

په ايوب ميډيکل کالج کې دې تير کال په څېر نويو راغلو محصیلینو لپاره دې (welcome party )ښه راغلاست غونډه نيول شوې وه
دې غونډې په لومړي سر کې قاري صیب فواد شاه ته بلنه ورکړل شوه چې غونډې دې قرآن العظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل کړي
ورپسې دې هيواد ملي سرود وغږول شو .
دې غونډې ګډون والو ته لکه هر يو منظور قادر صيب ،احسان جدون صیب ،ذيشان خان او ورسره نور ملګرو ته دې افغان سوسايټي مشر عصمت الله خان نورزي له لوري ښه راغلاست وويل شول .
نوو راغلو محصيلنو په خپل وار سره ځانونه وروپيژندل او خوښي يې څرګنده کړه چې دوي ايوب ميډيکل کالج ته په راتلو سره د دوي داسې په ښه شان استقبال وشو ...
دې منظور قادر صيب او ورسره راغلي ملګرو نه ډېره زياته مننه چې په خپل راتګ سره يې غونډې ته لا ښکلا وروبښله..
عیسی محمد دانش نوو راغلو محصیلینو ته دې افغان سټوډنټ سوسايټي په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل
چې په کالج کې دې سوسايټي اړتيا ولې پيدا شوه؟
سنګه موږ او تاسې کولای شو چې خپل غږ تر مسؤلو چارواکو ورسوو.
له عنايت خان او عيسی محمد دانش نه يوه نړۍ مننه چې دې انانسري په برخه کې يې پوره پوره همکاري وکړه
په اخر کې دې مشر عصمت الله خان نورزي له لوري دې ټولو راغلو ميلمنو نه ډېره مننه وکړه چې د زموږ دعوت يې ومانه او خپل قیمتي وخت يې مونږ ته راکړ .
دې پارټي د منجمنټ په برخه کې له ملګرو نه يوه نړۍ مننه کوو چې هلې ځلې يې کړې وې.

درنښت

16/10/2021

Afghan students attan at ayub medical college abbottabad “❤️”

Funfair 2k21…culture day!


.

Photos from Afghan Students Society, AMC's post 12/10/2021

At Ayub Medical College, we presented our culture for the first time. In this culture, we have four major ethnic groups of Afghanistan including Pashtuns, Tajiks, Hazaras and Uzbeks.
During the program, we also performed 4 different types of cultural dances which includes:

“Attan” which is a part of Pushtoon culture and people appreciated it a lot.

“Qarsak” which represents musical and dance traditions of Tajik nation.

“Afshari and Qataghani” which are also popular among other tribes.

Special thanks to Esmat ullah khan Noorzai, the head of the Afghan Society, for his tireless efforts in organizing all this, and for presenting Afghan culture in a very good way.

We also thank the leaders of the Bacha Khan Welfare Society for their cooperation in this regard.

Regards
Afghan Society Media Advisor





په ایوب میډیکل کالج کې مو دې لومړي ځل لپاره خپل کلتور وړاندې کړ .دې کالیو په کلتور کې مو دې افغانستان دهٔ څلور لویو قومونو څخه لکه هر یو پښتون ،تاجک، هزاره او ازبک شامل وو .
دې پروګرام په دوران کې مو اتڼ چې دې افغانستان دې کلتور او فرهنک یوه برخه ده هم وکه. چې د خلکو ډېر زیات خوښ شو.
قرصک چې د تاجک دې باعزته قوم دې فرهنګ یوه برخه بیانوي تر سره که.
دې ډانس په برخه کې مو افشاري او قطغني چې دې نورو قومونو په منځ کې مروج ده ترسره که .
د دې ټولو په ترتیبولو کې دې افغان سوسایټي مشر عصمت الله خان نورزی نه هم مننه کوو چې خپلې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې، او دې افغانستان کلتور یې په ډېره ښه طریقه سره وړاندې کړ .
دې باچا خان سوسایټی دې مشرانو نه هم مننه کوو چې پدې برخه کې زموږ سره همکاري وکړه

په درنښت
افغان سوسایټی میډیا ایډوایزر.

Photos from Afghan Students Society, AMC's post 21/09/2021

په کالج کې مو کلنۍ غونډه تر سره کړه، دې غونډې په پيل کې قاری صيب فواد شاه په خوږ اواز کې قرآت وويلې ...
دې غونډه په لومړيو کې دې سوسايټي مشر عصمت الله نورزی راغلو ميلمنو ته دې زړه له تله ښه راغلاست وويلې او دوي هر يو يې دې قدر وړ وباله !!
د دوی راتګ زموږ په ليمو کې .
ورپسې يې علمي او فرهنګې شخصيت منظور قادر ته بلنه ورکړه چې سټېج ته تشریف راوړي
منظور قادر؛ زه چې دې ځوانانو په څنګ کې ناست يم ماته ځان ځوان ښکاريږي. او انرژي راکوي.
مونږ تاسې ټول يو افغانان يو او د يو نيکه اولاد يو هيڅ څوک مو نسي بيلولی... او په آخر کې يې داسې وويلې چې خپل هدف مو په هيڅ صورت هیر نه کرئ څه شي ته چې راغلي ياست بايد تر لاسه يې کړئ.او په مقصد کې مو يو فيصد کمي هم رانشي ...
ورپسې په کالج کې دې باچا خان سوسايټي مشر زرک محمدي خبرې وکړې او هيله يې وښوده چې په راتلونکې کې به په يو ځای تر يو چتر لاندې مخ ته ځو ...او خپل پښتون قام ته به په هر حالت کې خدمت کوو.
په غونډه کې دې شمله پارټي او بلوچ پارټي مشرانو هم ګډون کړی وو...
دې غونډې په پای کې عنايت الله (نطاق) دې ټولو نه مننه وکړه او په دې شعر يې غونډه ختمه کړه
زه چې لپه کړم لاسونه هره شپه دې خدای په در کې
يو تا له خدای غواړم او بل سوله په وطن کې.
او په آخر کې يې اختتامیه دعا وکړه!!
متاسفانه چې زموږ مشر ډاکټر صيب خالد خان زدران پکې ګډون نه وو کړی ځکه په هغه وخت ورته دې عاجل اپرېشن مريض پيدا سوی وو او دې غونډې نه يې ځنډولی وو.
په درنښت
افغان سوسايټي AMC ميډيا اډوايزر

Want your school to be the top-listed School/college in Abbottabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Ayub Medical Complex
Abbottabad