07/12/2024
ګرانو باغدارانو خپل د باغ مېوه لرونکي وني مو چونه کاري کړئ.
د وني د تني سپینول(whitewash)
د آفتونو د کنترول یو غوره لار د وني د تني سپینول دي، د جوړولو طریقه یی په لاندي ډول ده:
ترکیب:
1-پنځه لیتره اوبه.
2-یوه کیلو اوبه رسیدلي چونه(calcium hydroxide)
3- 50 ګرامه نیل توتیا(کاپرسلفیت).
4- 250 ګرامه د خوړو مالګه.
مرحلي:
۱- 5 لیتره اوبه په یو سطل که را اخلو او یوه کیلو اوبه رسیدلي چونه ور اچو او ښه یی لړو ترڅو ښه حل شي.
2- 50 ګرامه نیل توتیا چي مخکي حل شوي وي ور اچو.
3- 250 ګرامه د خوړلو مالګه ور اضافه کو.
4- که د تنباکو پاڼي پیدا کیدي لږ هغه هم ورسره ګډو او که نه فرق نه کوي.
5- کله چي دا ټول مواد ښه ګډ شول نو کولاي شو د بورس پذریعه د وني تنه تر شاخونو(۱۸ انچه لوړه) پوري سپینو.
د سپینولو ګټي:
۱- د ناروغیو او آفتونو د منځه وړل.
۲- د لمر سوځیدني مخه نیول.
۳-په ژمي کی د یخ سره مقاوم کیدل.
۴-حشري د وني په تنه نه خیږي.
۵-د باغ ښایسته معلومیدل.
د استعمال وخت:
معمولآ د پسرلي د بارانونوڅخه وروسته چي د حرارت درجه 10 درجو دسانتي ګراد نه لوړه وي، تر سره کیږي او که د یخ وهني خطر موجود وی کولای شو د ژمي په شروع کي او یا هم که د لمر سوځیدنی خطر موجود وي نو د اوړي په شروع کی یي اجرا کولاي شی.
AYUB JANAT horticulturist....