22/10/2015
ښکلی سهار مو په خیر پس له ډیره وخته.
Sun Rise!
A struggle toward prosperous future
22/10/2015
ښکلی سهار مو په خیر پس له ډیره وخته.
12/08/2015
د کتاب راټولولو کمپاين دلته کتلاي سي!!
جګړې ځپلو سیمو ته کتابتونونه - BBC Pashto د 'قلم لار' په نامه یوه مدني خوځښت د افغانستان په بېلو ولایتونو کې د کتابونو ټولولو کمپاین پیل کړی دی، چې له تېرې اونۍ راهیسې یې په وړیا توګه زرګونه ټوکه کتابونه ټول کړي دي.
مفلس پيژنئ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه: تاسو مفلس او غریب پیژنئ؟ هغوی وویل: موږ مفلس هغه چا ته وایو چې نه درهم لري نه څه سامان، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مفلس هغه دی چې د قیامت په ورځ لمونځ، روژې او زکات راوړي او په داسي حال کې راشي چې چا ته یې ښکنځل کړي وي، په چا یې تهمت لګولی وي، د چا یې مال خوړلی وي د چا یې ویني تویه کړې وي او څوک یې وهلی وي، نو دوی ته به د ده ښه عملونه وروېشل کیږي که په ښو عملونو یې د خلکو پور پرې نه کړی شو د هغوی بدعملونه او خطاوې به راخیستل کیږي او په ده به لوېږي، وروسته به په اور کې لوېږي.
عن ابي هريرة قال قال صلى الله عليه وسلم: أتدرون من المفلس: المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع، فقال: إن المفلس من يأتي يوم القيامة بصلاةٍ وصيامٍ وزكاة، ويأتي وقد شتم هذا، وقذف هذا، وأكل مال هذا،وسفك دم هذا، وضرب هذا، فيعطى هذا من حسناته، وهذا من حسناته، فإن فنيت حسناته قبل أن يقضى ما عليه، أخذ من سيئاتهم وخطاياهم فطرحت عليه، ثم طرح في النار. رواه مسلم .
http://zdakra.com/pand/
ابوهریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: بنیادم ته چې د زنا برخه لیکل شوې ده هغه به خامخا بیامومي، دواړه سترګې زنا کوي او د سترګو زنا نامحرمو ښځو ته کتل دي ، دواړه غوږونه زنا کوي او د غوږونو زنا اوریدل دي یعنی د نامحرمو ښځو بې ضرورته خبرې اوریدل، او دواړه لاسونه زنا کوي او د لاسونو زنا نیول دي ، او دواړه پښې زنا کوي او د پښو زنا تګ دی یعنی نامحرمو ښځو ته بې ضرورته لاس لګول یا هغوی ته ورتګ ، او په زړه کې د زنا خواهش او مینه پیداکیږي او د انسان ف*ج هغه رښتیا کوي یا یې دروغ کوي . عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الف*ج ، أو يكذبه . رواه مسلم .
http://zdakra.com/pand/
رښتينی مومن لکه سره زر
رښتيني مومن د وخت فتنې له خپلې حقې لارې نه شي اړولی، او په ازمايښتونو کې په حق باندي ثابت پاته وي، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: په هغه ذات مي قسم چې زما روح یې په واک کې ده، په دې کې شک نشته چې مومن د سرو زرو د ټوټې په شان دی، سره زر چې په اور کې ویلي شي نه تغیر کیږي او نه کمیږي. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : " وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ ، إِنَّ مَثَلَ الْمُؤْمِنِ ، كَمَثَلِ الْقِطْعَةِ مِنَ الذَّهَبِ نَفَخَ عَلَيْهَا صَاحِبُهَا فَلَمْ يَتَغَيَّرْ وَلَمْ يَنْقُص. رواه ابو الشيخ في امثال الحدیث. السلسله الصحیحه.
http://zdakra.com/pand
عدل کوئ
او تاسو عدل کوئ بې شکه الله له عدل کوونکو سره مینه کوي، وأقسطوا إن الله يحب المقسطين، [ الحجرات/9]، کله چې د چا په منځ کې عادلانه پرېکړه کوئ او د یوه لوري پلوي او طرفی نه کوئ نو غالباً دواړه لوري خپه کیږي او غوسه کیږي، او مینه خو خود نه درسره کوي نو د دواړو لوریو خپګان هم سخت دی خو د دې سختي په بدل کې الله مهرباني کوي او فرمایي: بې شکه الله له عدل کوونکو سره مینه کوي، . نو دریمګړی چې د عدل په برکت په الله ګران شي دواړه لوري دي خپه وي ستونزه نشته مهم شی د عدل پلي کول او د الله رضا کول دي او دا په عادلانه پرېکړه سره ترلاسه کیږي.
باید پام مو وي چې په پرېکړو او فيصلو کې له عدل کولو یواځي هغه فيصلې نه دي مراد چې د خلکو ترمنځ رواني وي او معلوم خلک ورته ټاکل کیږي، بلکي خبره عامه ده موږ او تاسو هر یو هر وخت له وړو یا لویو پرېکړو ورسره مخامخ کیږو، لکه د ملګرو ترمنځ عدل، د اولاد او کوروالو ترمنځ عدل او.. او د الله امر د ټولو له پاره ده، نو هر وخت مو باید د الله دا امر په یاد وي چې فرمایي: عدل کوئ.
http://zdakra.com/pand/
زنا ته مه نږدې کیږئ
ً
قرانکریم مسلمانانو ته امر کوي چې زنا ته مه نږدې کیږئ ! ځکه زنا ډېره لویه ګناه ده او ډېره بده لاره ده، د قرانکریم الفاظ دادي: وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلا، دلته د قرانكريم له حكمته ډكو جملوته یوڅه تم کیږو په قرانکریم کې د شرک، غیبت، ظلم او نورو ګناهونو په اړه الله جل جلاله مستقیما له هغې ګناه نه د منعي امر کړی دی لکه: ولاتشرکوا یعني تاسو شرک مه کوئ ! ولایغتب بعضکم بعضا یعني تاسو د یوه بل غیبت مه کوئ ! ولاتظلموا یعني ظلم مه کوئ ! خو د زنا په اړه الله جل جلاله وایي: ولا تقربوا الزنی : تاسو زنا ته مه نږدې کیږئ ! داسی یې ونه ویل چې : ولا تزنو ا یعني زنا مه کوئ ! بلکي ویې فرمایل: ولاتقربوا الزنی یعني زنا ته مه نږدې کیږئ .
مفسرین لیکې: چې داسې ځکه شوي دي چې په دې سره مطلب دادی چې یواځي زنا نه بلکي هغه ټول اړوند کارونه چې د زنا لامل او سبب کیږي او زنا ته انسان نږدې کړي هغه ټول حرام دي لکه له نامحرمی ښځي سره یواځي کیدل یا بې ضرورته خبرې ورسره کول یا لکه په نیټ کې چې نن سبا له پردیو ښځوسره خبرې کیږي، دا راز ښکلول یا پردیو ښځو ته کتل یا یې انځورونه او عکسونه کتل او نور هغه اسباب چې زنا ته سړی را کاږي هغه ټول حرام دي .
http://zdakra.com/pand/
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تاسو خامخا ښه کارونه کوئ ځکه دا مو له مصیبتونو او هلاکتونو ژغوري، او تاسو په پټه خیراتونه کوئ ځکه په پټه صدقه د الله عز وجل غوسه ختموي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ , عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , قَالَ : عَلَيْكُمْ بِاصْطِنَاعِ الْمَعْرُوفِ , فَإِنَّهُ يَمْنَعُ مَصَارِعَ السُّوءِ , وَعَلَيْكُمْ بِصَدَقَةِ السِّرِّ فَإِنَّهَا تُطْفِئُ غَضَبَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ . [صحيح الجامع].
یادونه: د دې لینک له لارې د الله په لور پروګرام کې ګډون کولی شئ: http://zdakra.com/pand/
هیڅ مسلمان دي بل مسلمان نه سپکوي، ځکه د مسلمانانو کوچنی هم د الله په نزد لوی او دروند دی. ابو بكر الصديق رضي الله عنه.
یادونه: د دې لینک له لارې د الله په لور پروګرام کې ګډون کولی شئ: http://zdakra.com/pand/