23/08/2026
الحمدلله!
پرون د BBC English Institute په دواړو شعبو کې یو ستر او مهم علمي امتحان په بریالیتوب سره ترسره شو.
د دې علمي ارزونې موخه یوازې د زدهکوونکو د نمرو معلومول نه وو، بلکې د هغوی د زدهکړې کچې، علمي پرمختګ، د درسونو د کیفیت او د ښوونیز بهیر د اغېزمنتیا ارزونه وه.
په دې علمي امتحان کې زموږ ګرانو زدهکوونکو په منظم ډول ګډون وکړ او خپله پوهه، هڅه او زدهکړې یې وازمویلې.
موږ باور لرو چې معیاري زدهکړه، دوامداره ارزونه او سالم رقابت د علمي پرمختګ بنسټ جوړوي. همدا لامل دی چې BBC English Institute خپلو زدهکوونکو ته یوازې درس نه ورکوي، بلکې د هغوی د علمي، ژبني او شخصيتي پرمختګ لپاره منظم او معیاري پروګرامونه پلي کوي.
د ټولو درنو استادانو، اداري کارکوونکو، د امتحان د کمېټې او په ځانګړي ډول زموږ د قدرمنو زدهکوونکو له هڅو او همکارۍ څخه د زړه له کومې مننه کوو.
BBC English Institute — د کیفیت، علم او پرمختګ پر لور یو بل مهم ګام.