01/09/2026
وایي چې په پخوا زمانو کې یو ډېر غریب ماهي نیونکی (کب نیونکی) اوسېده. هغه به هره ورځ سهار وختي سیند ته تلو، خپله جاله به یې په سیند کې اچوله او بیا به یې د الله پاک په بارګاه کې دعا کوله: "یا الله! نن ماته زما د رزق برخه راکړې."
یوه ورځ داسې شوه چې هغه تر غرمې پورې څو ځله جاله په اوبو کې واچوله، خو هیڅ یې پکې رانغلل. کله به چې یې جاله راکش کړه، یا به پکې خټې وې او یا کثافات. خو هغه ناهیلی نه شو او په خپله ژبه یې دا کلمه زمزمه کوله: "الحمدلله، په دې کې به هم د الله پاک کوم حکمت وي."
کله چې لمر په ډوبېدو و، ماهي نیونکي د وروستي ځل لپاره جاله وغورځوله. دا ځل چې کله یې جاله راکش کړه، ډېره درنه وه. هغه خوشحاله شو چې ګوندې کوم غټ ماهي به پکې وي. خو کله یې چې جاله بهر کړه، ویې لیدل چې په جاله کې یو خالي زوړ لوښی (منګی) نښتی دی.
خپلوانو او نندارچیانو ورته خندل او ویل یې: "ته ټوله ورځ په سیند کې ناست وې او اخیر دې دا زوړ لوښی ونیوه؟"
خو ماهي نیونکي په ډېر اطمینان سره وویل: "زما رب چې څه راکړي، زما لپاره په هغې کې برکت دی."
هغه منګی راواخیست او کله یې چې پاک کړ، ویې لیدل چې د منګي په خوله باندې یو مهر لګېدلی دی. کله یې چې مهر خلاص کړ، له منګي څخه د سرو زرو (طلا) سکې او قیمتي جواهرات راووتل!
ټول خلک حیران پاتې شول. هغه ماهي نیونکي په داسې حال کې چې اوښکې یې په سترګو کې وې، وویل:
"که ما نن یو یا دوه ماهیان نیولي وای، نو یوازې د یوې شپې مړۍ به مې وه. خو ما په الله توکل وکړ او د هغه په پرېکړه مې صبر وکړ، نو الله پاک ماته د ټول عمر رزق راکړ