Sayed Mahmood Husamudin Al-Gailani سید محمود الگیلانی
Founder of Markaz Madinatul Noor Afghanistan.
The 17th Great grandson of Hazrat Ghause-Azam Piran-e-Pir Sayendina Shaikh Abdul Qadir Jeelani (Qadsalaho siraho) & 31st grand son of The Holy Prophet Hazrat Mohammed Mustafa salalaho alyhe wa-alehe wasalim.
19/03/2026
د کوچنى اختر د رارسيدو په مناسبت د جناب سيد محمود حسام الدين ګيلاني صاحب د مبارکي پيغام
کوچنی اختر مو مبارک او نېکمرغه سه
د لوی او مهربان خدای پاک ﷻ په نامه
د ستر څښتن تعالیٰ ﷻ څخه خوښ یوو او شکر یې ادا کوو، چي د روژې مبارکي میاشتي ټولي ورځي مو په نصیب او د دې بهتریني میاشتي چي عبادات یې څو چنده ثوابونه لري ټول په روغ او جوړ صحت سره مو ادا کړي،
د لوی عزوجل ﷻ په عظيم دربار کي په ډېر عُذر سره لاسونه لپه کوو چي زموږ او ستاسې ټول عبادات،روژې،اطاعات،حسنه اعمال دعاګاني،صدقي، او ستړیاوي چي د ده په لار کي مو تر سره کړي قبولي او منظوري کړي.
یو ځل بیا مو اختر مبارک او نېکمرغه سه
هره ورځ مو اختر، اختر مو بختور
په ډېر درنښت
سید محمود حسام الدین ګیلاني
سيد همام صفاء الدين ګيلاني
17/02/2026
د روژې مياشتي د رارسيدو په مناسبت د جناب سيد محمود حسام الدين ګيلاني صاحب د مبارکۍ پېغام
د قدر وړ مخلصانو د چهارشنبي په ورځ اوله روژه ده، د روان هجري قمري ١٤٤٧ کال د رمضان ٠١ نيټه چې د١٤٠٤-لمريز کال د دلو ٢٩مې نيټي سره سمون لري، تاسو ټولو مريدانو او اخلاصمندانو ته د زړه له کومي مبارکي وايوو، نو ستاسو ټولو محترمينو څخه مو دا هيله ده چه پدي مبارکه مياشت کي عبادات، صدقات، رياضت، محنت، تراويح او داسي نور د خداي پاک جل جلاله د رضا د پاره بهترين اعمال ترسره کړي، ځکه دا مبارکه مياشت د غمخواري، خيرخواهي او مواصات مياشت ده، لکه څنګه چي جناب حضرت نبي کريم ﷺ مبارک فرمائي:- چه د روژي په اول لس ورځو کي الله جل جلاله پر خپلو بندګانو رحمتونه نازلوي، په دوهم لس ورځو کي الله جل جلاله خپلو بندګانو ته مغفرت کوي، په دريم لس ورځو کي الله جل جلاله خپل بندګان د جهنم د اور څخه ازادوي.
په درنښت
سید محمود حسام الدین ګیلانی
23/01/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
(کل نفس ذائقة الموت )
د تسلیت او ډاډ ګیرنی پیغام
په ډیر ژوره خفګیان او خواشینی سره خبر سوم چی د مرحوم مغفور حضرت شیخ ابو سعد سالم مجددی فاروقی رحمه الله فرزند مرحوم حضرت
ابوبکر مجددی عرف (مشراغاجان) رحمه الله ددي لإبقاء دنیا څخه دتل دپاره سترګی پټی کړی او خپل روح یی د کائناتو خالق جل جلاله ته وسپاره الله جل وعلی دی جناب حضرت صاحب مرحوم ته مغفرت نصيب کړی او د خداوند متعال جل جلاله د عظیم دربار څخه دده مرحوم دپاره د جنت الفردوس امید لرم زه د خپل خاندان په نماینده ګی جناب حضرت اسحاق مجددی او د حضراتو محترم خاندان ته خپل د تسلیت مراتب وړاندی کوم واقعا ستاسو سره په دی درانه غم کی شریک یم الله جل جلاله مو خاندان د نورو مصیبتونو څخه وساته الهم امین یارب العالمین جل جلاله
سید محمود حسام الدين ګیلانی
سيد همام صفاءالدين ګیلانی
03/01/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
(کل من علیها فان) الایة
په ډیره خواشینی او خفګیان سره خبرسوم چی د محترم قومی او ملی مشر حاجي صاحب نعمت خان, حاجي رحمت الله ، محمد اسلم او حاجي خان، والده صاحبه په وفات رسیدلی ده الله عزوجل دی د حجاڼی بی بي سره د احسان معامله وکړي زه د حاجي صاحب نعمت خان کورنی ته د خپلی غمشریکی او ډاډ ګیرنی مراتب وړاندی کوم او د لوی خدای جل جلاله له بارګاه څخه حجاڼی بي بي ته جنت او پس مانده ګانو ته د صبر جمیل او اجر عظیم غوښتونکی يم انشاءالله جنازه به یی سبا یکشنبه دماپښين پر 2/30بجی دعينو مینی په عمومی هدیره کی اداء کیږی
سيد محمود حسام الدین ګیلانی او سید همام صفاءالدين ګیلانی
30/12/2025
دتسلیت پیغام
په ډیر ژور خفګیان اوخواشینی سره خبرسوم چی د ډير نژدی مخلص ورور حاجی ښایسته خان (صحرایی) صاحب ورور مرحوم (جمعه خان) په حق رسیدلی دی الله جل جلاله دی مرحوم ته قبر منور او وسیع وګرځوي او په اخرت کی دی الله جل جلاله جنت ور نصیب کری زه د خپل خاندان په نماینده ګي د مرحوم وروڼو او اولادونو ته د خداوند متعال جل وعلی د سپیڅلي دربار څخه د اجر عظیم او نعم البدل غوښتونکی یم امین یارب العالمین جل جلاله
سید محمود حسام الدین ګیلانی او سید همام صفاءالدين ګیلانی
14/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله وانا الیه راجعون
په ژور خفګیان او خواشینی سره خبرسوم چی قومی مشر د جرګو او مرکو ځلانده ستوری د زابل ولایت د ترنک د سیمی مشهور جهادی ملی شخصیت الحاج فیروز قادری چی مشهور په (حاجی فیروزی) وو په وفات ورسیدلی دی مرحوم حاجي صاحب شريف غیرتمن دینداره مهربان سخی او پر اسلام مین شخصیت وو او د مرحوم مغفور مرشدنا سیدالسادات سيد محمد درویش ګیلانی المعروف (نوراغاجان) مبارک رحمه الله تعالي د نژدي خادمانو او مخلصانو څخه وو الله تعالی دی غریق رحمت وګرځوي زه د خپل خاندان په نماینده ګی دجناب حاجي صاحب زامنو او کورنی ته د تسليت مراتب وړاندي کوم خداي جل جلاله مو د باقی غم څخه وساته الهم امین یارب العالمین جل جلاله
سید محمود حسام الدین ګیلانی سید همام صفاءالدين ګیلانی
25/11/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
انالله وانا الیه راجعون
په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د سلسله نقشبنديه طريقی د حضرة امام رباني مجدد الف ثانی فاروقی (شیخ احمد سرهندی رح)
لمسي مرحوم (حضرة شیخ آغاجان نورالله مرقده )د دی لابقاء دنيا څخه سترګی پټی کړی الله عزوجل دی جناب حضرة صاحب ته جنت الفردوس کی اعلی مقام ور نصیب کړی الهم آمین او پس مانده ګانو ته یی دپاک پروردګار جل جلاله دعالی دربار څخه دصبر جمیل او اجر عظيم غوښتونکی یم زه دخپل خاندان په نماینده ګۍ د مجددي حضراتو سره په دی ستر غم کی ځان شريک بولم
سید محمود حسام الدین ګیلانی او سید همام صفاءالدين ګیلانی
بسم الله الرحمن الرحیم
(کل نفس ذائقة الموت)
په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د سلسله نقشبنديه د قلعه جواد د حضراتو د محترم خاندان د جناب عزت مآب الحاج حضرت محمد آمین جان مجددي صاحب حضرت محمود جان مجددي صاحب او حضرت ابوبکر جان مجددي صاحب والده ماجده مرحومه ددی فانی نړی څخه سترګې پټې کړې او خپل روح یی د کائناتو خالق جل جلاله ته وسپاره روح دی ښاد وی زه د خپل خاندان په نماینده ګی دجناب حضرت صاحب ټول قدرمن فامیل ته د تسلیت مراتب وړاندی کوم او ستاسو سره په دی درانه غم کی ځان شریک بولم
سيد محمود حسام الدين ګیلانی و سید همام صفاءالدين ګیلانی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Chelsea And Westminster
London