25/11/2022
د اکسوس د رهبري شورا غړي طلوع سره مرکه:
https://youtu.be/4QRFLvGcD7E
په افغانستان کې د امریکا په مشری بهرني ځواکونو ډېر ظلمونه وکړل.
په کلو او بانډو یې بمباري وکړې، په روغتونونو، په ودونو او جنازو یې بمباري وکړې، ځېنو سرتېرو د ساعتېرې له پاره به یې بې ګناه افغانان په نښه کول ، ویشتل او د هغوې د شهیدانولو څخه به یې خوند اخست.
دا په داسې حال کې چې د یولسم سپټمبر په پېښه کې یو افغان هم لاس نه لره، اسامه په پاکستان کې پیدا او ووژل شو.
د طالب مشران په لکسو موټرو کې په پاکستان کې ګرځېدل، کاروبارونه یې لرل او لکسو کورونو کې په امن ښارونو کې اوسیدل. امریکا او متحدین یې په دې خبر وو خو بیا هم یې د افغانستان په کلو بمباري کولې.
طالب په ښارونو کې له بازار څخه نیولې تر روغتونه او مسجده خپل چاودنې کولې او ښه پوهیدل چې په کې بیګناه افغانان شهیدان کیږي خو بیا یې هم دا کار کاوه.
دا ټول بشري جرمونه دي او په غټه پیمانه دي.
یو اړخ هم د عام افغان نه د سر او نه د مال خوندي ساتلو یا څه ډول انساني ارزښت ورکولو ته اولیت ورکړ.
تر څو پورې چې افغان ملت راویښ نه شي او خپل ژوند ته ارزښت ورنکړي او د خپلوحقونو د اخستلو له پاره مبارزه ونکړي دا لړۍ به روانه وي .