Bajaur Students Council UK

Bajaur Students Council UK Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Bajaur Students Council UK, Education & Learning, London.

Voice of Pakistani students in UK 🇵🇰🇬🇧
Student Support & Counciling | Humanity| Equality&Justice | Freedom of Speech | Fundamental Rights|Peaceful Citizen &Against War

Oxford college of busness United Kingdom Graduation ceremony 2026 coverage by Bajaur Students Council UK
19/09/2026

Oxford college of busness United Kingdom Graduation ceremony 2026 coverage by Bajaur Students Council UK

Heartiest Congratulations to Amir Khan Son of Alam khan for successfully completing his BSc (Hons) in Quantity Surveying...
19/09/2026

Heartiest Congratulations to Amir Khan Son of Alam khan for successfully completing his BSc (Hons) in Quantity Surveying and Construction from De Montfort University, Leicester, United Kingdom.

A moment of great pride for his family and the whole village. Alhamdulillah!

ایس پی ٹریفک اکبر شنواری شہید کے بیٹے نے اپنے والد کی نمازِ جنازہ کے موقع پر انہیں آخری سیلوٹ پیش کر کے پوری قوم کی آنکھ...
19/09/2026

ایس پی ٹریفک اکبر شنواری شہید کے بیٹے نے اپنے والد کی نمازِ جنازہ کے موقع پر انہیں آخری سیلوٹ پیش کر کے پوری قوم کی آنکھیں نم کر دیں۔۔

کفر مطلق که کفر معين ؟د مسلک په نه خبره ېو بل وژنيڅه په لوئي عذاب اخته مسلمانان دي.خالق زيار. په فتوا ورکولو کښې چې د چا...
19/09/2026

کفر مطلق که کفر معين ؟

د مسلک په نه خبره ېو بل وژني
څه په لوئي عذاب اخته مسلمانان دي.
خالق زيار.

په فتوا ورکولو کښې چې د چا نوم واخېستل شي د هغه شعر په حواله کښې ېاد کړې شي واجب القتل اووئل شي نو دېته کفر مطلق نه بلکې کفر معين او مشخص وائي فتنه د کفر مطلق نه بلکې د کفر معين نه جوړېږي او جوړه ده ، په جذباتو کښې بې تحقيقه د خپل شخصي شهرت لپاره د ېو چا مسلمان واجب القتل ګرځول خو په اسلام کښې دومره لوېه خبره ده چې دتصور نه بار ده خو نبي ع وائي چې د ېو مسلمان د سرومال حرمت هم د کعبې نه لوئي دې.
په تاريخي توګه باندې اسلام ته درې خبرو ډېر زيان رسولې ېو په سیاسي کچه چې کله نه د خلافت جمهوري تصور په ملوکيت وربدل شو او دوام ئې اومندو دوېم په ټولنيزه توګه چې کله تکفيري مفکورات دوام داره پاتي شو درېم د راسخين فی العلم په ځائې دين د رواېتي ملائيت په جمودي تعبيراتو کښې ښکېل کېدل هم دا د خلفاء راشدینو نه پس د تاريخ اسلام خلاصه ده.
امام مالک وائي ما په مدينه کښې تردې فتوا نه ورکوله تر څو چې د مدينې اويا فقهاوو زما د علم تصديق اونه کړو .
حضرت حذيفه رض وائي درې خلک به فتوا ورکوي ېو هغه سړې چې په شريعت کښې د ناسخ او منسوخ د کره درجې علم لري او علمي شان ئې د اجتهاد په درجه ختلې وي بل د وخت ظالم باچا درېم کم عقل سړې !
مناظر احسن ګېلاني د وخت د باچا د فتنه ګر فتوې په اړه د امام ابوحنيفه په مناقب کښې ليکل شوي کتاب ,امام ابوحنيفه کی سیاسی زندګی ، کښې ليکي! خارجي کمانډر ضحاک کوفه ښار اونيولو د بنو اميه عبدالله ابن عمر چې د عمر ابن عبدالعزیز ځوئي وو ګوښه ئې کړو د ښار په لوئي جومات کښې اعلان اوکړو ، ټوله کوفه کافره ده راشئ په جومات کښې توبه اوباسئ ! امام ابوحنيفه ورله رالې ډېر په زړه ورتيا ورته وائي صاحبه! کافر خو هغه خلک وي چې اسلام پرېدي بل دين خپل کړي زه خو وينم چې کوفه ټول د اسلام کلمه وائي ضحاک چې د امام ابوحنيفه دا خبره واورېده وائل ،اخطأنا، بس مونږ خطا شوي.
علامه شامي په شرح عقود رسم المفتي او ابن قيم جوزي په اعلام الموقعين کښې د ېو فتوا ورکوونکي لپاره لس شرائط لازم بولي چې ېو پکښې د وخت د چاپېريال عرف او رواج پېژاندل هم دي علامه مرغيناني پخپل کتاب کښې ليکي چې کم سړې د سیمې عرف ورواج نه خبر نه وي د هغه قاضي ټاکل هم نه دي مناسب .
په ېو حديث کښې د مسلمان پېژاندګلو داسې کړې شوې !
‏‏‏‏‏‏عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، ‏‏‏‏‏‏قَالَ:‏‏‏‏ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:‏‏‏‏ "مَنْ صَلَّى صَلَاتَنَا، ‏‏‏‏‏‏وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا، ‏‏‏‏‏‏وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا، ‏‏‏‏‏‏فَذَلِكَ الْمُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ، ‏‏‏‏‏‏فَلَا تُخْفِرُوا اللَّهَ فِي ذِمَّتِهِ.
ژباړه : رسول الله ص وائي ! څوک چې زمونږ مونځ کوي زمونږ قبلې ته مخ کوي زمونږ حلاله خوري نو دا مسلمان دې دده لپاره د خدائې او رسول ذمه واري ده د خدائې په ذمه وارې کښې خيانت مه کوئ !
د جاهل د فتوا په اړه ېو حديث کښې راځي !
قال رسول الله ص مَنْ اَفْتیٰ بِغَیْرِ عِلْمٍ کَانَ اِثْمُہُ عَلیٰ مَنْ اَفْتَاہُ ۔ژباړه
چا چې پغېر د علم په چا فتوا ورکړه ګناه هم دده په غاړه ده.بل ېو حديث کښې راځي ! عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: "أيما رجل قال لأخيه: يا كافر، فقد باء بها أحدهما۔
ژباړه ! رسول الله ص وائي ! چا چې کم مسلمان رور ته کافر اووئلو نو ېو کافر شو .
ابولېث ثمرقندي په ،فتاوی النوازل ، کښې د امام ابو حنیفه په اړه ليکي چې امام صېب خپل ځوئي د مناظرو مجادلو نه په سختې منع کړې وو وائل تاسو هر ېو بل کافر کول غواړې څوک چې بل مسلمان کافر کول غواړي دې پخپله کافر کېږي.
د مسلمانانو ټولنه که د تېر پينځه سوه کاله نه ېو اړخ ته د فکري جمود ښکار ده د لويديځ د کلتوري غلبې چپو اخيستې نو بلخوا ددې ټولنې دننه خپل جوړ بې کچه تضادات د کم اېټم بم نه کم نه دي داسې ټولنې که ځان اصلاح نه کړي نو ننګونې نورې هم زياتېږي.
پدغه تضاداتو کښې ېو ، تکفيري فکر ، ته وده ميلاوېدل دي ډېر سامراج دښمن پوهان پدې نظر دي چې د دقیق څېړنو او ثبوتونو دا خبره څرګنده ده چې په مسلمانانو کښې ، تکفيري مفکوراتو ، ته وده ورکول د نړۍ وال استعماري طاقتونو ېوه سياسي پروژه وه چې د تېر ېو نيم سل کاله نه پدې باندې ډېر په سائنسي نظم کار شوې په مسلمانانو کښې ددې فکر د ژورتيا لپاره ډېر خلک د مذهبي سکالرانو په نامه روزل شوې دهغوئې لټرېچر ويړيا خور کړې شوې دغه ،فکري ژورتيا ، ته د عربو په مرسته او کلتور کښې په بيلينونو ډالرې وقف کړې شوي وو په لکونو د کتابونو ضميمې ويړيا چاپ کړې شوي خورې کړې شوي او دغه هرڅه ته د وګړو او نفوسو ملاتړ جوړولو لپاره دمسلمانانو په هېوادونو د ،قبضه ګيرې ، په شکل کښې بشپړ مېدان هم جوړ کړې شوې.
تفکيري اغېزې په اسلام کښې ډېر ژورې رېښې لري چې ددې ښکاره مېدان ته کېدل هغه وخت اوشو چې کله د معاويه ابن ابي سفېان او علي صېب ترمېنځ د فرات په غاړه په 37 ھ کښې ، جنګ صفين ، اوشو او د خوارجو په شکل کښې ځانګړې ډله د علي صېب په ضد د هغه د لښکر نه بېله شوه.
دغه ډلې علي صېب او د هغه ملاتړي کافر اوبلل په 38 ھ د ،نهروان ، په سيمه د ډېرو خبرو جرګو پس ورسره علي صېب جګړه اوکړه شپږ زره خوارج ئې په ېو ورځ اووژل او د علي صېب په لښکر کښې فقط شپږ کسان اووژل شو.
ددغه جنګ نه پس د خوارجو زور مات شو خو ځائې په ځائې ملاتړي وو تردې چې لږ وخت پس علي صېب ابن ملجم خارجي په جومات کښې په ،زهرژنه چاړه، اووژلو د علي صېب د وژنې سره د،تکفيري سوچ لاندې، کمه سیاسي اراده چې جوړه شوه تر نن پورې ترې مسلمانان نه خلاصېږي.
د څېړنو ترمخه د جديد تکفيري مفکوراتو په نتيجه کښې په افريقا نائجيريا کښې د بوکو، حرام ، د شخړې په وخت کښې څه کم لس زره مسلمانان وژل شوي پينځويشت لاکه کډول شوي په الجزائر کښې د ،اسلامک فرنټ ، د شخړې نه پس څه دپاسه ېو لاک مسلمانان وژل شوي په عراق او سوريا کښې ددغه تکفيري مفکوراتو لاندې څه دپاسه دوه لاکه مسلمانان وژل شوي کډوالې د ېو کروړ پورې رسي او مالي زيانونه بې اندازې دي په افغانستان او پښتونخوا کښې د وژنوشمار د لکونو هم اووښتې.
مولانا يوسف بنوري پخپله فتاوی کښې ليکي چې کم سړې په مسلمانانو پغېر د تحقيق نه د کفر فتوا لږوي نو که نور وس مو نه وي دداسې سړي سره کلې ګاونډ مه کوئ !

په چا فتوا لږول د چا ايمان پخپل فکر تلل ېو ډېر ګران کار دې خو دا ګران کار په پښتنو کښې د جهالت د خويونو له برکته ډېر آسان ګرځول شوې د ټولنې سره په سماجي رسنۍ کښې فتوا بازي هم ېو عام خوئي د پښتنو جوړ شوې دا خوئي زمونږ د ټولنې د ديني شعور د ټاکنې ننداره ده خلک وائي مونږ د سائنسي علم نه خبر نه يو خو حقيقت دادې چې زمونږ ټولنه ديني پوهې نه هم ډېره لرې ده هم دا جهالت د تندروې لوئې لامل هم ګرځي .

فتوا ورکول د شريعت په نظر کښې څومره د احتياط کار دې د امام مالک نه ېو ورځ د څلوېښتو مسئلو په اړه فتوا اوغوښتل شوه امام مالک د څلورو جواب ورکړو او د شپږ دېرش په اړه ئې اووئل لا اعلم زه نه پوهېږم نن سبا که څوک د ېو خبرې علم نه لري نو پدې هم ورته ځان بدې ښکاري چې ماته پته نشته.
عبدالله ابن عمر به وائل ! خوارج زما پدې بدې شي چې دقرآن هغه ايتونه چې د کافرو په اړه نازل شوي دوئي په مسلمانانو چسپان کوي . د مسلمانانو په تاريخ کښې تکفيري خوئي ېو ډېر اوګد تاريخي شاليد لري چې بنسټيز لاملونه ئې مذهبي نه بلکې سياسي دي.
په 1936 کښې مولنا اشرف علي تهانوي په مولانا شبلي نعماني د مرګ نه پس د کفر فتوا ورکړه مفتي کفايت الله ورته اوليکل د چا کافر کول ډېر نازک کار دې چې مولانا شبلي نمعاني کافر شي نو مسلمان به څوک وي .
د نن وخت سلفيان ځانته ویونکي خپل ليکل شوي کتابونه هم نه لولي سلفي عالم شېخ عبدالله ابن عبدالعزیز د تکفير کوونکو په اړه پخپل کتاب ، تسهيل العقيدة الاسلامیة ، کښې ليکي !
یجب علی مسلم أن یجتنب مجالسة الذین یتکلمون فی مسائل التکفیر وھم ممن یحرم علیھم ذلک لقلة علمھم. ژباړه: څوک چې د مسلمانانو تکفير کوي د علم د کم والي له کبله لازم ده چې ددغه خلکو د مجلسونو څخه دې ډډه اوشي ځکه پدغه خلکو د تکفير په مسائلو بحث حرام دې.

مولانا خانزېب.


Congratulations to Kamran khan officially graduated from UWS London
19/09/2026

Congratulations to Kamran khan officially graduated from UWS London

19/09/2026

سانحۂ کوہاٹ پر ریاست کی خاموشی شرمناک ہے۔ متاثرین کو انصاف اور عوام کو جواب چاہیے۔

Proud of Bajaur! 🇵🇰🎓Many congratulations to Noor ul Amin Utmani, son of Naz Amin, former Assistant Commissioner Bajaur, ...
18/09/2026

Proud of Bajaur! 🇵🇰🎓

Many congratulations to Noor ul Amin Utmani, son of Naz Amin, former Assistant Commissioner Bajaur, on successfully completing his Master’s degree from a university in Scotland, United Kingdom.

This is a proud achievement for Bajaur, and especially for the Utmankhel community. Your hard work and dedication are truly inspiring.

Wishing you continued success and many more achievements in the future. Congratulations! 🎉👏

More than 2.6 million girls in Afghanistan have been denied a secondary education in the five years since the de facto a...
17/09/2026

More than 2.6 million girls in Afghanistan have been denied a secondary education in the five years since the de facto authorities took power.

Girls who are out of school face heightened protection risks, including child labour, abuse, early marriage, and gender-based violence.

Despite the restrictions, UNICEF continues to support learning in Afghanistan. In 2025, more than 3.7 million children in public schools received emergency education support, 442,000 children took part in community-based learning - 66 per cent of them girls - and 232 schools were built or rehabilitated.

UNICEF calls on the de facto authorities to lift the restrictions on education and allow all girls and women to return to schools and universities immediately.

Address

London
E106AP

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bajaur Students Council UK posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share