06/07/2026
"که له مرګ وروسته خبر شي چې الله (جل جلاله) نشته؟"
هریش کمار، په فزیک کې د پي اېچ ډي کولو وروسته د هندوستان په یو معتبر پوهنتون کې د استاد په توګه مقرر شو.
نوموړی له هندو مذهب نه مخکې نه خوښ و، او وروسته چي کله چې په 1986م کال کې د زده کړو پر مهال لندن ته لاړ، هلته د اسټیفن هاوکینګ له لکچرونو او کتابونو څخه دومره متاثره شو چې د خدای له وجود څخه منکر شو.
له خدایه داسې منکر شو چې د لويو لویو مسلم، عیسوي او یهودي علماو سره یې بحثونه کول، حتی ډاکټر ذاکر نائیک هم نه شو کولی چې هغه قانع کړي.
نومړی وايي: "د 2005م کال د رخصتیو پر مهال یو سهار زمونږ د کلي یو مسلمان سبزي خرڅونکی راغی، مونږ له تېرو شلو کلونو راهیسې له همدې سړي څخه سبزي اخیسته،هغه ورځ مې ورته د چای څښلو ووایل هغه هم ومنله د چای د څښلو پر مهال د معمول په څېر د الله په موجودیت مو بحث پیل کړ، شاوخوا ۳۰ دقیقې مو بحث وکړ،نو پوه شوم چې هغه یو ساده مسلمان دی، پنځه وخته لمونځ کوي، ډېر ریښتینی، صادق او ایماندار کاروباري او همیشه به یې په مناسب نرخ سبزي ورکولو."
"اخر یي د تلو پر وخت یوه داسې خبره وکړه چې زما ټوله ژوند یې بدل کړ."
هغه وویل:
"ډاکټر صیب! تا پخپله وویل چې له شاوخوا ۶۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ کلونو پورې د بشر په تاریخ کې د پیغمبرانو کیسې راروانې دي، او ټول یو خدای، جنت او دوزخ ته اشاره کوي، سائنس خو د مرګ وروسته حالاتو په اړه هېڅ څه هم نه شي ویلای، نو اوس یواځې دوه امکانات شته؛
۱ - د الله(ج) وجود نشته،
۲ - الله(ج) شته.
که چیرې الله(ج)موجود نه وي، نو د مرګ وروسته به مونږ دواړه سره برابر یو.
لېکن که الله(ج) موجود وي، نو بیا خو ستا خیر نشته!
په دواړو حالتونو کې ګټه د چا ده؟ دا ته پخپله پرېکړه وکړه. نو ښه داده چې ته په الله(ج) ایمان راوړي او د هغه د حکم مطابق ژوند وکړي، ځکه قرآن مونږ ته سمه لار را ښيي."**
هغه وایي ما خو د امکان (Probability) په موضوعاتو کلونه کلونه لکچرونه ورکړل، خو د هغه(سبزي پلورنکي) له تلو وروسته، ما ته دا فکر پیدا شو چې دې امکان (Probability) ته خو ما هېڅکله پام نه و کړی، چې په دواړو حالتونو کې ګټه د هغه چا ده چې په الله(ج) ایمان لري."
له دې فکر وروسته چې ایمان راوړم، نو کوم آسماني دین غوره دی؟ د مذاهبو په اړه له مخکې زیات پوهیدم، ما د ډاکټر ذاکر نائیک له یوه لکچر نه واورېدل چې ۱۴۰۰ کاله وشول خو قرآن لا هم اغیزمن او یو خرف بدلون هم نه دی پکي راغلی، ما دا خبره د انګلستان د یو عیسوي مشنري مرکز ته تایید کړه، نو هغوی هم دا خبره تصدیق کړه."
الحمدلله! نن زه او زما ټول د کورنۍ ۱۵ کاله کېږي چې مسلمانان شوي یو، زه د اسلامي تعلیماتو لپاره کیرالا ته کډه شوم،زما درې لوڼې حافظ قرأن دي، او الله پاک زما ټول ژوند بدل کړ.
"خو له هغه سبزي پلورنکي ‘عبد الاحد’ سره مي بیا لیدنه ونه شوه،خو کله چې مسلمان شوم، نو خپل نوم مې هم عبد الاحد کېښود، ځکه هغه یو رښتینی مسلمان و."
دعجایبو نړی
د عبدالله فطرت له فیسبوک څخه
#پښتوحدیثونه