Prof.Ismail Mashal - استاد اسماعيل مشعل

Prof.Ismail Mashal - استاد اسماعيل مشعل

Share

ما برای تغیر یک نسل مبارزه مینماییم

24/03/2026

په دې ورځو کې که څه هم هیله کمه ښکاري چې د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې ژر خلاصې شي، خو دا حقیقت ډېر دردناک دی.
تر هغه چې زموږ خویندې او میندې له زده‌کړو بې‌برخې وي، افغانستان نه شي کولای یو روښانه راتلونکی ولري.
کله چې ښځه او نجلۍ تعلیم وکړي، نه یوازې خپله ژوند بدلوي، بلکې ټولنه روښانوي.
له همدې علم او پوهې څخه داسې نسل جوړېږي چې په قلم، فکر او پوهه خپل وطن ساتي او پرمختګ ورکوي.

23/03/2026

عصر حاضر، عصر دانش و تکنالوژی است؛ بدون علم و آگاهی، افغانستان هرگز به پیشرفت واقعی دست نخواهد یافت. در کنار این واقعیت، حملات اخیر منتسب به پاکستان که باعث تلفات سنگین غیرنظامیان شد، درد و نگرانی عمیقی را در میان مردم افغانستان و افغان‌های مقیم خارج ایجاد کرده است.

گردهمایی اعتراضی افغان‌ها در فرانکفورت نیز در واکنش به همین رویدادها برگزار شد؛ جایی که اشتراک‌کنندگان ضمن محکوم کردن این حملات، خواستار توجه جدی جامعه جهانی شدند.

در این میان، استاد اسماعیل مشعل بر یک نکته اساسی تأکید کرد:
آغاز نجات و پیشرفت افغانستان از آموزش می‌گذرد. او خواهان بازگشایی مکاتب و پوهنتون‌ها به‌روی دختران شد، زیرا بدون آموزش، هیچ جامعه‌ای به آینده‌ای روشن دست نمی‌یابد

22/03/2026

پنځه کاله د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو تېر شول

16/03/2026

نن شپه یو ځل بیا پاکستان د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې بې‌ګناه خلک ووژل شول او ډېرې کورنۍ یې غمجنې کړې. د عامو خلکو د کورونو بمبارول او د ماشومانو او بې‌وسه ښځو وژل نه ځواک دی او نه هم زړورتیا؛ بلکې دا د یو کړېدلي ملت پر وړاندې ښکاره ظلم او بې‌رحمي ده.

خو د دې ستر درد تر څنګ یوه جدي پوښتنه هم راپورته کېږي: ولې اسلامي هېوادونه او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه د داسې پېښو پر وړاندې چوپ دي؟ ولې کله چې د بې‌ګناه افغانانو وینه تویېږي، د ډېرو نړیوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو له لوري د اعتراض غږ نه اورېدل کېږي؟ دا چوپتیا رښتیا هم د پوښتنې وړ او ډېر خواشینوونکې ده.

که عدالت او بشري حقونه رښتیا هم نړیوال ارزښتونه وي، نو باید د ملتونو تر منځ توپیر ونه شي. د افغانانو ژوند هم د نړۍ د هر انسان د ژوند په شان ارزښت لري. د داسې بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل یوازې د دې ډول غمجنو پېښو د تکرار لاره هواروي.

له اسلامي هېوادونو، د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو څخه هیله کېږي چې د دې حالت پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي، د افغانستان د خلکو غږ واوري او د داسې بریدونو د درولو لپاره جدي اقدام وکړي.

استاد مشعل

07/03/2026

۸مارچ، مطابق به ۱۷ حوت، روز جهانی زن را به همه زنان باعزت و شجاع افغانستان تبریک می‌گویم. 🌷

زنان افغان در سال‌های دشوار و در میان نابهنجاری‌های فراوان، همواره با صبر، استقامت و امید ایستاده‌اند و نقش بزرگی در تربیه نسل‌ها و استحکام خانواده و جامعه داشته‌اند.

با وجود چالش‌ها و محدودیت‌های فراوان، زنان افغانستان هنوز هم نماد شجاعت، فداکاری و امید برای آینده‌ای بهتر هستند. آنان با تلاش، بردباری و ایمان به فردای روشن، برای پیشرفت جامعه و ساختن آینده‌ای بهتر برای فرزندان این سرزمین کوشش می‌کنند.

امید است روزی فرا برسد که همه زنان و دختران افغانستان بتوانند در فضایی امن، با عزت و با دسترسی کامل به آموزش، کار و فرصت‌های برابر زندگی کنند و استعدادها و توانایی‌های خود را برای آبادانی کشور به کار گیرند.

استاد مشعل

05/03/2026

شاوخوا څلور کاله مخکې، میرمن یلدا حکیمی د بی‌بی‌سی خبري شبکې څخه زموږ پوهنتون ته راغلې وې او له ما سره د کابل د یوې خصوصي پوهنتون د مسؤل په توګه مرکه وکړه. د مرکې موضوع د د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل وو، چې ما ته یې فرصت راکړ څو خپلې تجربې او لیدلوري شریک کړم.

میرمن حکیمی یوه فعاله، پوهه او تجربه لرونکې خبریاله ده او راپور یې ډېر دقیق او اغېزمن و. د دې ډول بریالیو شخصیتونو شتون په رسنیو کې د ځوان نسل، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره الهام بخښونکی دی
استاد مشعل

Photos from ‎Prof.Ismail Mashal - استاد اسماعيل مشعل ‎'s post 22/02/2026

تېره شپه، د مبارکې رمضان په روښانو شپو کې، هغه مهال چې زړونه د دعا او سکون پر لور ګرځېدلي وو، د پاکستان له لوري هوايي بریدونو د افغانستان د څو ولایتونو اسمان د اور او وېرې په لمبو روښانه کړ.
د اذان او عبادت پر ځای د چاودنو غږ پورته شو، او هغه کورونه چې باید د ارام ځای وای، د ماتم کورونو ته بدل شول.
بې‌ګناه انسانان، هغه ماشومان چې د سبا ښکلي خوبونه یې لرل، او هغه میندې چې د ژوند هیله وې، د دې تاوتریخوالي قرباني شول.
د یوه افغان لپاره، د خپلو بې‌دفاعه هېوادوالو وینې تویېدل د رمضان په سپېڅلو شپو کې د زړه او وجدان ژور زخم دی.
څنګه به د هغې مور درد تصور کړو چې د افطار دسترخوان یې د خپل ماشوم د موسکا پر ځای د اوښکو او حسرت سره مل شو؟
د افغانستان خلک کلونه کېږي چې د جګړې درد پر اوږو وړي، خو د دې ملت زړه لا هم د سولې لپاره ټوپ وهي.
نن تر بل هر وخت زیات موږ ملي یووالي، همدردۍ او یو ګډ غږ ته اړتیا لرو، څو د خپلې خاورې، عزت او د خلکو د ژوند د حق دفاع وکړو.
ګرانه افغانستانه، موږ ستا په غم کې شریک یو او د ستا د عزت په دفاع کې به یو موټی ولاړ یو.

استاد مشعل

17/01/2026

کله چې ایران د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړي، له هماغه شیبې د ماتې لاره هموارېږي؛ ځکه پرته له زده‌کړې نه یوه اټومي متخصص روزېږي او نه هغه پوهه‌مند ځواک چې د هېواد علمي او دفاعي وړتیا تضمین کړي. همدارنګه، که ښځې له زده‌کړې محرومې شي، هېڅ پوهه‌منده مور پاتې نه کېږي چې خپل اولادونه په علم، تخصص، د هېواد پېژندنه او د متجاوزانو په وړاندې په پوهه دفاع هڅوي. په دې حالت کې، د ایران سقوط یوازې یوه احتمالي خبره نه ده، بلکې یوه حتمي پایله ده.

استاد مشعل

14/12/2025

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د محترم مقام د پرونۍ وينا په تعقيب، اړينه بولو چې د خيرغوښتنې په نيت او د شرعي، انساني او ملي مسئوليت له مخې څو اساسي ټکي وړاندې کړو.

بې‌له شکه، علم او زده‌کړه د هرې ټولنې د پرمختګ بنسټ دی. هېڅ هېواد د پوهې او زده‌کړې پرته نه دی توانېدلی چې په اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او فرهنګي برخو کې ځان‌بسياینې، ثبات او دايمي پرمختګ ته ورسېږي. د اسلام تاريخ او د نړۍ تاريخ په څرګنده توګه دا حقيقت ثابتوي چې علم د ملتونو د عزت، ځواک او بقا اساسي عامل دی.

په سپېڅلي اسلام دين کې د علم طلب کول فريضه ده؛ داسې فريضه چې يوازې له نارينه‌وو سره ځانګړې نه ده، بلکې پر ښځو او نارينه‌وو دواړو يو شان واجب ګرځول شوې ده. د سالم، باخبره او متعهد نسل روزنه د زده‌کړې پرته شونې نه ده. له همدې امله دا بنسټيزه پوښتنه راولاړېږي چې څنګه له والدينو غوښتنه کېدای شي خپل اولادونه زده‌کړې ته وهڅوي، په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي؟

اوس نږدې پنځه کاله کېږي چې د افغانستان نجونې او ښځې د زده‌کړې له طبيعي او شرعي حق څخه محرومې شوې دي. دا محروميت يوازې د دوی راتلونکی نه، بلکې د ټولنې راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. هغه ټولنه چې ميندې يې له زده‌کړې بې‌برخې وي، څنګه کولای شي د با سواده، مسئوليت‌منونکي او توانمند نسل د روزنې هيله ولري؟

که نن په افغانستان کې د تعليمي نظام له کمزورۍ، د تخصص له کموالي، ټولنيزو ستونزو او د چارو د سم پرمخ بيولو له ناتوانۍ څخه شکايت کېږي، نو د دغو ستونزو ريښه بايد د علم او پوهې په محدودېدو کې ولټول شي. هغه خلک چې له زده‌کړې محروم وي، څنګه کولای شي خپلې ټولنيزې دندې او د ژوند اساسي اړتياوې په سمه او اغېزمنه توګه ترسره کړي؟

موږ په ډېر درناوي او خواخوږۍ غوښتنه کوو چې د هېواد په تعليمي تګلارو کې بياکتنه وشي او د افغانستان د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره، د مشروع، خوندي او ټول‌شموله زده‌کړې زمينه برابره شي. بې‌له شکه، دا ګام به نه يوازې د ملت په ګټه وي، بلکې د افغانستان د ثبات، عزت او ملي او نړيوال اعتبار سبب به هم وګرځي.

په درنښت
استاد مشعل

23/10/2025

د فرانکفورت د کتاب نندارتون د افغانستان غرفه 📖

Want your school to be the top-listed School/college?

Website