د لوګرښاري پوهنې آمريت

د لوګرښاري پوهنې آمريت

Partager

Education and Islamic Trainning

10/08/2025

د پوهنې مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل د لوګر ولایت د یو نابغه زده کوونکي سمیع الله د ستاینې په مراسمو کې:

«د سمیع الله جان په څېر استعداد لرونکو زده کوونکو لپاره مو داسې یو نمونوي ښوونځی پرانیستی، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دغه ډول زده کوونکي پکې زده کړې وکړي او هغوی ته ځانګړې پاملرنه وشي.»
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری وزارت معارف، در مراسم تقدیر از سمیع الله یکی از شاگردان نابغه ولایت لوگر، گفت:

«برای شاگردان بااستعداد مانند سمیع‌الله جان، ما یک مکتب نمونه‌ای را افتتاح کرده‌ایم تا شاگردان مستعد از سراسر کشور در آن به تحصیل بپردازند و برای‌شان توجه ویژه صورت گیرد.»

10/08/2025

زده کوونکو ته مهمه خبرتیا⬇️

05/08/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
په لوګر کې د سږ کال کانکور ازموینې ۳۰ تنه مخکښان وستایل شول
پل علم
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
سې شنبې، صفرالمظفر ۱۱ مه ، اسد ۱۴ مه

د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې ۳۰ تنه مخکښ او د تر ټولو لوړو نومرو اخیستونکي زده کوونکي د یوې شاندارې او پرتمینې غونډې په ترڅ په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شول.

د یادو بریالیو او غوره زده کوونکو د ستایلو غونډه ، چې د پل علم د پوهنې ښاري آمریت له خوا د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پکې د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمٰن حمیدي، د لوړو زده کړو موسسې رئیس مفتي سید ضیاء احمد صارم ، د ښوونې او روزنې آمر الحافظ شهید الله اخندزاده ، د اسلامي زده کړو آمر مولوي عبدالمؤمن صدیقي ، د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري، د پل علم لېسو او ښوونځیو آمرانو، مدیرانو ، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، د کانکور ازموینې بریالیو او مخکښو زده کوونکو او د دوی د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې د پل علم د پوهنې ښاري آمر انجینر حبیب نور حیدري له خوا د غونډې ټولو برخه والو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل شو.


په ستایل شویو زده کوونکو کې د پل علم بېلا - بېلو لېسو ۳۰ تنه د دولسمو ټولګیو هغه فارغ شوي زده کوونکي چې د کانکور په آزموینه کې یې ښې او لوړې نومرې اخیستي او ښو پوهنځیو ته بریالي شوي شامل دي، چې دوی ته د دغې شاندارې او پرتمینې غونډې په پای کې د پوهنې ریاست د مسوولینو په لاسونو د پل علم د پوهنې ښاري آمریت چمتو شوي ستاینلیکونه او سوغاتونه ورکړل شول.


د لوګر د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمٰن حمیدي د یادې غونډې ګډون والو ته وویل، چې د دغه ولایت زده کوونکي بیا هم د تېرو کلونو په څېر د سږکال د کانکور په ازموینه کې ښه ځلېدلي، لوړې نومرې یې اخیستي او هم ښو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

د پوهنې رئیس یادې غونډې ته د علم حاصلولو پر ارزښت ډېرې ارزښتناکې او ګټورې څرګندونې هم وکړې او د هېواد له ټولو ځوانانو یې وغوښتل، چې د دیني او عصري علومو حاصلولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رئیس مفتي سید ضیاء احمد صارم په خپلو خبرو کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو تر څنګ پر ''اتحاد او یوالي'' ټینګار وکړ او له ښوونکو یې غوښتنه وکړه، چې خپل زده کوونکي د اتحاد او یوالي په ارزښت ښه وپوهوي.

غونډه د کانکور مخکښانو ته د ستاینلیکونو او سوغاتونو په وېشلو او دعایې په لوستلو سره پای ته ورسول شوه.

04/08/2025

رسنیز بلنلیک

د پل علم د پوهنې ښاري آمریت د لوګر د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې ۳۰ تنه مخکښان او د تر ټولو لوړو نومرو اخیستونکي زده کوونکي په ستاینلیکونو او ډالیو ستایي.

وخت: سبا سې شنبې، سهار 9 بجې ، زمري ۱۴ مه ، صفرالمظفر ۱۱ مه
ځای: د لوګر د پوهنې ریاست دغونډو تالار

د رسنیو ټولو محترمو خبریالانو ته په خورا درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو شاندارو مراسمو په خبري پوښښ کې له مونږ سره ګډون وکړي.

31/07/2025

مهمه خبرتیا⬇️
د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د دیني مدرسو او ښوونځیو درسونه بېرته پیلېږي هېله ده چې طالب العلمان او زده کوونکي پرته له ناسوبتوب خپلو درسونو ته حاضر شي.

30/07/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
د پل علم د پوهنې ښاري آمریت د کمپیوټر زده کړو تخفیف لرونکی هوکړه لیک لاسلیک کړ
پل علم
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
چهارشنبې، صفرالمظفر ۵ مه ، اسد ۸ مه

د لوګر مرکز پل علم د پوهنې ښاري آمریت خپلو بېوزله ښوونکو او زده کوونکو ته د کمپیوټرعملي زده کړو د ښه فرصت برابرولو په موخه له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره تخفیف لرونکی هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا هوکړه لیک د پل علم د پوهنې ښاري آمر انجینر حبیب نور حیدري او د راز کمپیوټر اکاډمي په نوم د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مسوول محب الله تیمور ترمنځ لاسلیک شوی ، چې موخه یې د بېوزلو ښوونکو او زده کوونکو د استعدادونو پیاوړتیا او دوی ته د کمپیوټر زده کړو زمینې برابرول دي.

د دغه هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره د پل علم ښوونځیو شاوخوا ۴۰۰ ښوونکو او نږدې ۶۰۰ زده کوونکو ته په یاد ښوونیز مرکز کې د میاشتني فیس( پنځه څلوېښت فصیده تخفیف) په لرلو سره د درېیو کلونو لپاره د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوه.

هغه بېوزله ښوونکي او زده کوونکي، چې په یاد خصوصي ښوونیز مرکز کې د کمپیوټرعملي زده کړو لېوالتیا ولري نو د پل علم د پوهنې ښاري آمریت ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي او د معرفي کېدو مکتوب له اخیستلو وروسته خپل درسونه پیل کړي.

د پل علم د ښوونځیو بېوزله ښوونکي او زده کوونکي د یاد اقدام ستاینه کوي او زیاتوي، موږ ډېر خوشحاله یو، چې د لومړي ځل لپاره مونږ ته د ځانګړي تخفیف په لرلو سره د کمپیوټرعملي زده کړو زمینه برابره شوه او دا کار د ستایلو وړ دی.

Photos from ‎د لوګرښاري پوهنې آمريت‎'s post 30/07/2025

د پوهنې وزارت:

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د صلاح‌الدین ایوبي لومړني ښوونځي لپاره نوې معیاري ودانۍ د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
د ښوونځي دغه دوه پوړیزه ودانۍ، د پوهنې یوې مرستندویې ادارې په مالي مرسته په یو جرېب ځمکه کې جوړه شوې، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، لابراتوار، کمپیوټر لب، د لمریزې برېښنا او اوبو سیسټمونه، شنه ساحه، سپورټي میدانونه او یو شمېر اړین ملحقات لري.
یاد ښوونځی دوه کاله مخکې د بېرته راستنېدونکو کډوالو ماشومانو لپاره تأسیس شوی او اوس شاوخوا ۷۰۰ تنه زده کوونکي لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وزارت معارف:

یک باب ساختمان معیاری جدید برای ابتدائیه صلاح‌الدین ایوبی در شهرک‌مهاجرین از مربوطات شهر پل علم، مرکز ولایت لوگر به هزینه ۳۰۰ هزار دالر آمریکایی ساخته شده و در حضور مسئولین معارف رسماً به روی دانش‌آموزان گشایش یافت.
این ساختمان دو منزله، که به همکاری مالی یک نهاد همکار تعلیمی در یک جریب زمین احداث شده، دارای ۱۶ صنف درسی، ۵ اتاق اداری، لابراتوار، صنف کمپیوتر، سیستم‌های برق آفتابی و آب‌رسانی، فضای سبز، میدان‌های ورزشی و برخی ملحقات ضروری دیگر می‌باشد.
قابل یادآوریست که این مکتب دو سال پیش به هدف آموزش کودکان عودت‌کننده مهاجر از سوی وزارت معارف تأسیس شده و در حال حاضر حدود ۷۰۰ شاگرد دارد.

29/07/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
په لوګر کې له ۲۷ کډوالو زده کوونکو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
پل علم
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
سې شنبې، صفرالمظفر۴ مه ، زمري ۷ مه

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو کورنیو له ۲۷ زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

دا ازموینه د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې یوې ځانګړې کمېټې په ښوونځیو کې د یادو زده کوونکو د شاملولو او د دوی د تعلیمي سویې معلومولو په موخه اخیستې ده.


د دغې ازموینې له لارې بریالي شوي زده کوونکي به د زده کړو د دوام په موخه د ښوونځیو په اووم، اتم، نهم، لسم او یوولسم ټولګیو کې شامل او ورته به د وړیا زده کړو زمینه برابره شي.

د لوګر د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر الحافظ شهیدالله اخند زاده د یادې ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال وویل،چې په ټولو دیني مدرسو او ښوونځیو کې یې کډوالو زده کوونکو ته د زده کړو ښې اسانتیاوې برابر کړي، چې له مخې یې ټول راستانه شوي زده کوونکي او ماشومان د پوهنې د کړنلارې له مخې په ډېرې آسانۍ سره په دیني مدرسو او ښوونځیو کې شاملېږي.

د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست د روان ښوونیز کال له پیله تر اوسه له ۴۳ تنو نورو راستانه شویو زده کوونکو څخه هم ورته ازموینې اخیستي او په دیني مدرسو او ښوونځیو کې یې شامل کړي.

29/07/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوګر له یوه ښوونځي سره د دفتري څوکیو او میزونو مرسته وشوه
پل علم
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
سه شنبې، صفرالمظفر 4 مه ، اسد 7 مه

د لوګر مرکز د حاجي ګلون له ښوونځي سره د کابل نوبل خصوصي شرکت له لوري د پوهنې یو تن مینه وال شخصیت ډاکټر محمود حریفال له پرله پسې غوښتنو وروسته د دفتري میزونو او څوکیو مرسته وشوه.

په دغه مرسته کې ۷ پلاستیکي دفتري میزونه او ۱۹ یو نفري پلاستیکي څوکۍ شامل دي، چې د ښوونځي ادارې ارزښت یې شاوخوا ۲۵ زره افغانۍ ښودلی دی.


تر دې مخکې دغه ښوونځي دفتري میزونه او څوکۍ نه درلودل، چې په دې مرستې سره د دفتري میزونو او څوکیو اړتیا یې پوره شوه.

د روان کال له پیل راهیسې د لوګر د پوهنې له بهیر سره د لوګریانو په مرستو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې په دې مرستو سره د پوهنې بهیر ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

Vous voulez que votre école soit école la plus cotée à Democratic Republic of the ?

Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.

Adresse


Democratic Republic Of The