19/03/2026
اختریز پېغام!
د صافی ښوونیز مرکز مشرتابه هيئت، کارکوونکي او استادان د نېکمرغه کوچنی اختر د رارسېدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ،ګرانو هېوادوالو، زده کوونکو او د زده کوونکو محترمو کورنيو ته د زړه له تله مبارکي وایي.
ټـول فرضي او نفــلي عبادتونه مو د الله( ﷻ)په دربار کې قــبول او منظور شـه. الله تعالی دې وکړي چې دغه اختر د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د ګران هېواد افغانستان د پرمختګ، سوکالۍ او امن سبب وګرځي او د ګران هېواد لپاره دایمي سوله له ځان سره راوړي.د یو هوسا، سولیز او ودان افغانستان په هیله
کوچني اختر مو بختور شه!
په درنښت
د صافی ښوونیز مرکز د نشراتو آمریت.