24/04/2024
Start your journey today.
Informations de contact, plan et itinéraire, formulaire de contact, heures d'ouverture, services, évaluations, photos, vidéos et annonces de Resalat Online Academy, Formation, Democratic Republic of the.
24/04/2024
Start your journey today.
04/04/2024
د مشهوري فرانسوی ماډلي مارين الحمير څخه چا پوښتنه وکړه چې ته کومي خبري متاثره کړي چې اسلام دي قبول کړ؟
هغه ځواب ورکړ چې نوري مطالعي او څيړني تر څنګ دغه واقعه زما د هدايت لامل وګرځېده ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم مجلس کي ډير خلک ناست ول، يو شخص پاڅيد او غوښتنه وکړه چې يا رسول الله ما ته دعا وکړه زما ماشوم ځوي له څو ورځو راهیسي بي درکه دي نه موندل کيږي!
مخکې لدي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دعا وکړي مجلس کي ناست يو بل شخص اوچت شو او وويل: يا رسول الله زه اوس د فلاني باغ تر څنګ تيريدم دا ماشوم مي له نورو ماشومانو سره يو ځای وليد چي لوبې کولې!
کله چي ماشوم پلار دا خبره واوريده په خوشحالۍ او په مڼډه هغه باغ لوري ته روان شو.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ايسار شه او هغه يي بيرته راوغوښت!
هغه شخص رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله ته ښه پوهېږي چې د يوه پلار احساسات څرنګه وي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ښه پوهيږم ليکن ستا د رابللو مقصد دا دي او بيا يي وفرمايل: کله چي باغ ته ورسيدي د ځويه ! ځويه ! غږ پري مه کوه بلکي په خپل نوم يي راوبوله!
هغه شخص وويل: يا رسول الله هغه زما ځوي دي د ځوي وينا کي څه حرج دي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: د څو ورځو بي درکي له امله ستا په لهجه کي هغه ته د ميني او درد کيفيت دي او ته پوهيږي چې لوبو کونکو ماشومانو کي به کوم يتيم هم وي که چېرې ستا لهجه کي هغه ته خوږوالی زيات وي هغه يتيم زړه ته صدمه رسيږي او ارمان کوي چې اي کاش زما پلار ژوندي واي چې ما ته يي هم زويه ! ويلي واي،
کور ته ماشوم بوزه خپل شوق هلته تر سره کړه.
رسول وفرمايل: د بل چا ميرمن پر وړاندې خپلي ميرمني سره محبت مه کوي، همدارنګه رسول خلک منع کړي چې غريب پر وړاندې خپل دولت نمايش مه کوي ، د خپل کور د غوښي خوشبويي څخه همسایه مه تنګوي ،
محترمو ورونو: اختر ورځی رارواني دي که هر يو دا فکر وکړو چې اقلا يو يتيم ځان سره په خوشحالۍ کي څرنګه شريک کړو کيداي شي دا عمل مو د بښنې سبب شي هيڅ نده معلومه کيداي شي زمونږ د ډيرو دا اخرنۍ اختر په دنيا کي وي..
کاپی: د دوکتور عبدالحمید جلیلی صاحب د وال څخه
یو چا د یو مولوي صاحب ویډیو راولېږل تقریبا نیم ساعت وه ، هغه مولوي صاحب لمړی د ښځو په مدرسه کي ښه غورځېدلی چاچي جوړي کړي هغوی یې په بدو الفاظو یادي کړي
وروسته یې خپل بحث په ځیني دیني نصوصو را پیل کړی
هغه علم دوه ډوله تقسیم کړی
فرض عین
فرض. کفایې
مثال یې داسي ورکړی د عقېدې او د دین ضروري مسائل فرض عین دي ، او د قرآن کریم حفظ ، تفسیر ، او حدیث فرض کفایې دي . بیا وایې چي د فرض عین زده کړه به په کور کي کوي ، کنې د محرم په لاس به پوښتنه رالیږي و یو عالم ته هغه به یې ځوابوي .
اما د فرض کفایې علم پر ښځو ضرور ندی لهذا دوی باید د کوره ونه وزي .
ښه !!!
اوس به راسو د ده ځوابونو ته
لمړی : د فرض عین زده کړه د ښځو لپاره په افغانستان کي څومره ممکنه ده اوس ؟ څومره ښځي لاس ورسی ورته لري ؟ د څومره ښځو خپل لمونځ ، روژه ، حیض ، نفاس مسائل زده دي ؟!
د دې شرعي حکم څه دی ؟ ایا دوی باید په دغه بې علمۍ کي ژوند وکړي ! بیا همداسي وفات سي .
هغه دین چي بنسټ یې ( اقرأ ) دی ، دعوه یې دا ده چي زه د جاهلیت پر وړاندي راوتلی یم ، هغه پېغمبر چي خلک یې د بنده د بندګۍ څخه ویستل ، هغه ناپوهي چي دین تیاره ګڼلې اوس د دین دغه ډول تفسیر سره چي دغه محترم عالم وړاندي کړ څنګه سمون خوري !؟
دا چي اسلام د ټوله نړۍ لپاره دی څنګه په دغه منطق موږ خلک اسلام ته را دعوت کولی سو ؟! ایا نړۍ زموږ غوندي ناپوهان دي چي په خرافاتو باور وکړي !؟
هغه اسلام چي د هر زمان او هر مکان لپاره دی څنګه به په دغه ډول بې علمه ، بې منطقه تفسیر نړۍ قناعت کړي !؟
دوهم : ده وویل د فرض کفایې علم د زده کړي لپاره باید ښځه د کوره بهر ولاړه نسي .
د فرض کفایې حکم دا دی چي یو څو کسان یې وکړي ، د نورو د ذمي څخه یې حکم ساقط دی مثال یې لکه د جنازې لمونځ چي یو څو کسان یې ادا کړي د نورو له ذمي وزي .
ښه!
اوس دا د دین او د فقهي په کم کتاب کي راغلي چي پاته کسان چي ذمه یې خلاصه ده د جنازې په لمانځه کي ګډون نسي کولی
مثال : د یوه کلي پر سلو کسانو د جنازې لمونځ فرض سو ، اوس شل کسان ولاړل د پاته اتیا کسانو خو ذمه فارغه ده لکن دا د دین په کوم کتاب او تفسیر کي راغلي چي دا پاته اتیا کسان د جنازې لمانځه ته نسي تللی ؟ په کوم دلیل دوی باید منع سي ؟!
اوس چي پر ښځه د قرآن کریم حفظ ، تفسیر ، حدیث ، طب ، تربیه فرض کفایې ده ځکه چي يوڅو کسانو دا فرض ادا کړی ، پر پاته ښځو په کوم دلیل دا فرض کفایې منع دي ؟! چا او چیري د دین په کم کتاب کي راغلي چي خلک دي د فرض کفایې څخه منع سي!؟
ستونزه خو همدا ده چي موږ په خپل ناقص فهم دین ته نقصان رسوو ، او بیا دا خپل فکر د دین اصل نمونه ښیو ، او مقابل ټول غلط ښیو ، ایا دا پر دین خپل مزاج حاکم کول ندي نو څه دي؟
په دا ډول جاهلانه فتوی وو او تفسیر مونږ دین نړۍ ته څنګه رسولی سو .
افسوس پر داسي علم او افسوس پر دا ډول فکر
دریم : ده وویل د فرض عین د زده کړي لپاره به ښځه د کور څخه نه وزي بلکي یو خپل یو محرم به عالم ته لیږي هغه به د عالم څخه پوښتنه کوي بیا به هغه ځواب کور ته راوړي .
ښه !
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي چي دا ښځي د کور څخه وتلې او د پېغمبر مجلس ته راتللې هلته یې پوښتني کولې ، آن ډېري باریکي د حیاء وړ مسائل یې د خوږ پېغمبر سره شریکول لکه د میاشتني ناروغۍ د ویني رنګ او داسي نور .
هغوی ولي پېغمبر د کور د وتلو څخه نه منع کولې؟
په سلګونو ښځي راتللې د پېغمبر مجلس ته هغه یې ځواب ورکوی ، په اخترونو ، لمونځو ، غزواتو ټولو کي ښځو ګډون کوی ولي پېغمبر دوی نه منع کولې ، که خدای مه کړه موږ تر پېغمبر ډېر غیرتمن یو .
یوه ورځ حضرت عمر رض د خپلي میرمني سره پر یوه مسأله جنجال سو ده ورته ویل مسجد ته مه ځه دا زما نه خوښیږي ، مېرمني ورته ویل راځه پر رسول الله فیصله کوو ، دوی راغلل رسول الله ته ، ښځي ورته وویل زما خاوند عمر ما د مسجد څخه منع کوي ، رسول الله و حضرت عمر ته مخ را واړوی ورته وویل : لا تمنعوا ایماء الله مساجدکم
خپل ښځي د مسجد څخه مه منع کوئ
د اسلام په پیل کي تر دغه حده ښځه ازاده وه چي خپل فیصلې یې پر پېغمبر خلاصولي .
آن تر دې چي ښځي تلې د پیغمبر سره به یې بیعت کوی لکه د عقبې په بیعت کي چي قرآن کریم هم ورته اشاره کړې .
اوس څومره افغانان چمتو دي چي خپلو ښځو ته اجازه ورکړي چي د مشر ( زعیم ) په ټاکلو کي ونډه واخلي؟؟!!!!!
ژموږ په ټولنه کي چي کوم چلند د ښځو سره موږ کوو دا د اسلام سره هیڅ تړاو نلري ، موږ ښځه ناپوهه ساتو لکن اسلام وایې اقرأ
موږ ښځه په زور بل ته نکاح کوو ، اسلام وایې ښځه د خاوند په انتخاب کي ازاده ده .
موږ ښځي ته میراث نه ورکوو ، اسلام وایې د خلکو مال په زوره اخیستل غصب دی او حرام دی .
دا ډېره ضرور ده چي موږ اسلام او خپل کلتوري عادتونه سره بیل کړو ، موږ باید خپل فرهنګ پر اسلام ونه تپو ، اسلام د داسي ډول کړنو څخه بېزاره دی ، خپل تفسیر د دین باید د دین اصل او روحیه ونه ګڼو .
کاپي: بشیراحمد الحنفی صاحب له وال څخه
11/02/2024
له غله څخه مننه!
د یوې تونسي ورځپاڼې په حواله چې يو تن د ډېرو قرضونو او د خلکو لخوا د پورونو له لامله ډېر تنگ شو له ورځې یې قصد وکړ، چې فلاني
يې چاره وکړي، سړی چې کله غلا نه وه کړې، په وېره وېره د کور پر کور ته به غلاته ورځي او له هغوی څخه به مال پټوي، تر څو پرې خپله دیوال واوښت، غلی غلی د کوټې لورې ته ورغی او چې کوټې ته ننوت گوري چې د کور ټول غړي ډېر کلک ویده او هېڅ ډول غږ يې نه پورته کېږي چې فکر یې و کړنو د کوټې هوا بنده شوې او ټول گاز نيولي دی او نږدې ده، چې مړه شي غل زر لاس په کار شو او د کور ټول غړي يې له کوټې و ایستل او امبولانس ته یې زنگ ،وواهه، کله، چې د کور غړي په شفاخانه کې په هوش راغلل نو حیران شول، چې څنگه دلته راوړل شويدي ؟ غله ورته ټوله کیسه وکړه او د کور خاوند هم د هغه ټول پورونه اداء کړل او مننه يې ترې وکړه.
کله چې د الله تعالی اراده بل ډول وي نو بيا هغه ته گران شخص هېڅکله په بدو کارونو کې نه ښکېلوي او هغه د بدۍ فرصت هم ورته
په نېکی بدلوي الله تعالی دې مونږ ټول د هغه رښتیني دوستان کړی.
استاد شهید به زبان یک تن از علما جید کشور
"عطر عطر".. رائحة المسك تفوح من شهيد في غزة... الله أكبر ولله الحمد