09/01/2026
Zhwand Computer Academy
Zhwand Computer Online Academy is a place for learning Computer knowledge online please follow us.
09/01/2026
11/09/2025
27/07/2025
د ای بی ام کمپنی هارډیسک
10/04/2025
IBM releases their first pc
اخترېز پيغام!
بسم اللٗه الرحمن الرحيم!
السَّلَام عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!
تر هرڅه د مخه ټولو درنو همکارانو ته او ستاسی قدرمنی کورنیو ته د نـېـکـمـرغه کوچني اخـتر درارسېدو په مـنـاسـبـت مــبارکي وایـم، اللهﷻ دې ستاسي کړي ټول عبادتونه، دعـاګانې، صدقې لمونځونه او تراويح پۀ خپل سپیڅلی دربار کې قـبـولې او منظوري کړي ، او الله ﷻ دې د هـمـدې مـبـارکې ورځـې لـۀ برکته پۀ افـغانستان کې دايمي سوله، امن، خوښي او خوشحالي راولي.
په درنښت:
29/03/2025
د کمپیوټر بطرۍ مو ولې ژر خرابیږي؟
د کمپیوټر بطرۍ (Battery) د خرابېدو څخه د خوندي ساتلو لپاره لاندې مهم ټکي عملي کړئ:👇
۱. د چارج کولو سمه طریقه وکاروئ
✔ بطرۍ تر ۲۰٪ نه راکمول او تر ۸۰٪ پورې چارج کول د بطرۍ عمر زیاتوي.
✔ کله چې بطرۍ ۱۰۰٪ ته ورسیږي، کمپیوټر له برق لرئ کړئ، خو که لپټاپ Smart Charging فیچر لري، نو دا په خپله چارج تنظیموي.
✔ او ډیری وخت کمپیوټر د چارج کولو په وخت کې مه کاروئ، دا چاره هم ستاسو د بطرۍ د خرابوالي څخه مخنیوی کوي.
۲. د ګرمېدو مخنیوی وکړئ
✔ لپټاپ مو يخ وساتئ پر پښو، کمپله، بالښت او یا داسې نو څيزونو مه ایږدئ چې د ګرمېدو سبب ګرځي او د وخت په تېریدو د کمپيوټر او بطرۍ د خرابیدو سبب ګرځي.
✔ که بطرۍ ډېره ګرمېږي، د Battery Saver Mode فعال کړئ.
٣. د اصلي چارجر (Original Charger) کارول
✔ د غیر اصلي چارجرونو استعمال د بطرۍ خرابېدو سبب کېږي.
✔ که بطرۍ پړسېدلې یا خراب شوې وي، نو باید ژر تر ژره بدله شي.
٤. د بطرۍ د خرابوالي نښې
❌ چټک چارج ختمېدل → بطرۍ ضعیفه شوې ده.
❌ پر بطرۍ مستقیم کمپیوټر نه روښانه کیدل → بطرۍ خرابه شوې.
❌ بطرۍ پړسېدل (Swelling) → ژر تر ژره یې بدله کړئ، ځکه چې خطرناک تمامېږي.
د داسې مالوماتو لپاره زموږ پاڼه درسره وڅارئ او نورو سره یې شریک کړئ.
21/03/2025
درنو هیوادوالو نوی کال مو مبارک شه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Contact the school
Telephone
Website
Address
Chittagong Division
24/12/2025