18/09/2022
Afghan Children Voluntary Course
د افغان ماشومانو خیریه کورس
د دوهمې میاشتې د ازموینو پای
د دوهمې غونډې راپور:
تېره ورځ د 1401 هـ ش کال د سنبلې د میاشتې په ۲۶ نېټه
د ازموینو وروسته یو ځل بیا د زده کوونکو د تشویق او ممتازو زده کوونکو دپاره یوه ستاینغونډه نېول شوې وه،
غونډه د احمد ضیاء "زیار" په ویاندویۍ او د قاري صیب واحد الله په تلاوت پیل شوه،
وروسته د کورس مدیر انجینر محمد مخلص "اخلاص" خپله ګټوره وینا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه، ورپسې د والدینو په نماینده ګۍ ښاغلي محب الله "حبیبي" خپلې خوږې خبرې وکړې، همدارنګه بیا د رهبرۍ شورا غړی محمد قسیم "حقیار" خپله زرینه وینا وکړه ، د غونډې په منځ کې د زده کوونکو له جملې څخه عبدالرحمن "عرب" د غونډې اړوند ترانه د ترنم په ژبه ګډونوالو ته وړاندې کړه،
د غونډې دوهم پړاو ممتازو زده کوونکو ته د ډالۍ ورکولو په پار چمتو شوی و، چې د هر ټولګي نارینه/ښځینه له اول نمره څخه تر درېم نمره پورې زده کوونکي په ډالۍ ګانو ونازول شول/شولې،
په پای کې غونډه د قاري صاحب محمد وسیم "نسیمي "
په دعاء سره راټوله شوه،
او اخره کې غونډې ته له ټولو راغلو مېلمنو
او په خاصه توګه له "اجمل خان ماما" څخه نړۍ مننه وشوه چې د غونډې په چمتو والي کې یې د یاد خیریه کورس سره نغدیه مرسته کړې وه.
د ACVC نشراتي اداره
Whats,App: 0765858362