08/16/2026
د خواشینۍ او تسلیت پیغام
انا لله و انا الیه راجعون
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شو چې محترم حاجي محمد عارف شریفي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د کاناډا د ټورنټو په ښار کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ بورډ د مرحوم حاجي محمد عارف شریفي کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
الله تعالی دې مرحوم وبخښي او جنت الفردوس دې ورته نصیب کړي او درنې کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړو.
درنښت
د افغان لیکوالو ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ بورډ