11/24/2020
ولسمشر ټرمپ جوبايډن ته د واک د لېږد هوکړه کړې.
امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، حکومت ته يې امرکړی، چې بايډن ته د واک په لېږد کې له هغه سره همکاري وکړي.
ولسمشر ټرمپ چې له دې وړاندې يې ځان په ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړی و ويلي، چې د امریکا د ګټو لپاره یې دې ته غاړه ايښی، چې د ټاکنو پايلې و مني.
له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ له ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن سره له همکاريو ډډه کوله او نوموړي ته يې د بوديجې د ورکړې حکم هم نه ورکاوه.
د ټرمپ د دفتر مشر ران کلېن تېره ورځ ويلي و، چې ټاکل شوی ولسمشر به ډېر ژر خپله کابينه اعلان کړي.
د امريکا ولسمشريزې ټاکنې د روان کال په درېيمه نېټه ترسره شوې، چې د ډېموکراټانو نوماند جوبايډن اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.