Idealism & wisdom

Idealism & wisdom Idealism & wisdom
(1)

«پېغمبرانو» چې په انساني ټولنه کې کوم تغیرات او بدلونونه راوستي دي، د زور ونډه پکې بیخي کمه ده. حقیقي بدلون ته هله زمینه...
23/06/2026

«پېغمبرانو» چې په انساني ټولنه کې کوم تغیرات او بدلونونه راوستي دي، د زور ونډه پکې بیخي کمه ده. حقیقي بدلون ته هله زمینه برابریږي چې د خلکو داخلي قناعتونه تغیر شي. زور یوازې ظاهري اطاعت او موقتي چوپتیا رامنځته کوي. که داخلي قناعت تغیر نشي، موقتي چوپتیا او اطاعت به رامنځته شي، خو د پردې لاندې به د سرغړونو، فساد او جرمونو نړۍ په جوش کې وي.
«محمد ﷺ» په مکه کې د زور له لارې هیڅ بدلون نه دی راوستی. که د بدلون لاره زور او سیاسي واک وای، نو هغه فرصتونه ورته موجود وو. د مکې مشرکانو ورته د مشرتابه، شتمنۍ او نفوذ وړاندیزونه وکړل، خو هغه د واک پر ځای د فکرونو او عقایدو د بدلولو لاره غوره کړه.

استاذ سعید "جواد"



#لیکوال




زه څه وایم...! موږ نشو کولای خپل هیواد د پرمختللو  او ځواکمنو ګاونډیانو په منځ کې په غولکه وساتو، پرمختک د ساینس او عصری...
22/06/2026

زه څه وایم...!

موږ نشو کولای خپل هیواد د پرمختللو او ځواکمنو ګاونډیانو په منځ کې په غولکه وساتو، پرمختک د ساینس او عصری علوم پرته ناممکن دی. که غواړو د لیونو په منځ باعزته ژوند وکړو.
نو یوازنۍ لاره یۍ علمي انقلاب دی.

سعید جواد


#لیکوال




21/06/2026

د آخرت په اړه عقلي استدلالونه دلته واورئ او له ګټورو مطالبو څخه ګټه واخلئ.

له خپلو ټولو قدرمنو دوستانو څخه په درنښت هیله کوو چې زموږ د پاڼې ویډیوګانې له نورو سره هم شریکې کړئ. کېدای شي دا کار ستاسو لپاره د صدقې جاریې سبب وګرځي او اجر یې تر اوږدې مودې درسره پاتې شي.

ځکه چې زموږ پاڼه نوې ده، نو ستاسو د شریکولو، لایک کولو او تبصرو ملاتړ زموږ لپاره ډېر ارزښت لري. ستاسو هره همکاري د لا غوره او ګټور محتوا د وړاندې کولو لپاره موږ ته هڅونه راکوي.

سعید جواد


#لیکوال




د شر د پېښېدو له ډاره باید موټر، الوتکه، قلم، برېښنا، چاقو، درمل او زرګونه نور شیان هم منع کړو. په دې صورت کې به انسان ب...
20/06/2026

د شر د پېښېدو له ډاره باید موټر، الوتکه، قلم، برېښنا، چاقو، درمل او زرګونه نور شیان هم منع کړو. په دې صورت کې به انسان بېرته د تمدن له ټولو لاسته راوړنو لاس ومینځي.

همدا دلیل دی چې بریالۍ او پرمختللې ټولنې له وسایلو سره جګړه نه کوي؛ بلکې د وسایلو د ناسم استعمال پر ضد مبارزه کوي. دوی پوهېږي چې ستونزه په «وسیله» کې نه، بلکې په «انساني چلند» کې ده. نو د حل لاره دا نه ده چې وسیله له منځه یووړل شي، بلکې دا ده چې د ناسم استعمال مخه یې ونیول شي.

سعید جواد


#لیکوال




«قلم» د علم او رڼا سر لښکر دی، علم پرې خپریږي، تمدنونه پرې تولیدیږي او بالاخره د جهالت د لښکرو سره د جګړې یوه ښه وسیله د...
18/06/2026

«قلم» د علم او رڼا سر لښکر دی، علم پرې خپریږي، تمدنونه پرې تولیدیږي او بالاخره د جهالت د لښکرو سره د جګړې یوه ښه وسیله ده. خو همدا «قلم» د دروغو، تهمتونو او فریب لپاره هم کارېدلی شي. نو د قلم ناسم استعمال دې منطق ته جواز نه شي ورکولی چې قلمونه مات کړئ، ځکه یې مات کړئ چې انسانان پرې دروغ لیکي، تبلیغات پرې کوي او نوره ناروا محتوا پرې تولیدوي. ټول پوهېږي چې د قلم ګناه نه ده، بلکې د قلم د ناسم استعمال ګناه د «لیکوال» ده.

سعید جواد

17/06/2026

د اخرت په اړه ناسم قمار

‎موږ تعقیب کړئ او دا محتوا له خپلو دوستانو سره هم شریکه کړئ


#تاریخ
#لیکوال





سعید جواد

30/05/2026

سعید جواد

21/05/2026


سعید جواد Saeed Jawad

19/05/2026

سعید جواد

18/05/2026

جواد

Adresse

Brussel
Schaerbeek
1000

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Idealism & wisdom publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'école

Envoyer un message à Idealism & wisdom:

Raccourcis

Partager