26/10/2025
پکتیکا پوهنتون کې د انجنیري پوهنځي محصلانو ته (د مهندسي څانګې پیژندنه او کاري ساحه) او (د سیول انجنیري پیژندنه) تر سرلیکونو لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
تېره ورځ پنج شنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادی الاول میاشتې په لومړۍ نېټه په پکتیکا پوهنتون کې د انجنري پوهنځي محصلانو ته (د مهندسي څانګې پیژندنه او کاري ساحه) او (د سیول انجنیري پیژندنه) تر سرلیکونو لاندې یو ورځنی سمینار، چې د یاد پوهنتون رئیس م. صاحب شبیراحمد عباس، د انجنیري پوهنځي رئیس انجنیر صاحب ګل محمد شرعي، د انجنیري پوهنځي استادانو او محصلانو پکې ګډون درلود، د ن. پوهنیار هدایت الله حیدري او پوهنیار محمدعمر مسرور لخوا د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو.
پیل یې له معمول سره سم د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو، ورپسې د انجنیري پوهنځي رئیس انجنیر صاحب ګل محمد شرعي د سمینار په ارزښت، په خپل مسلک کې د ظرفیت په لوړولو او په خپله برخه کې هېواد ته په خدمت کولو هر آړخیزه وینا وکړه.
وروسته یاد سمینار د ن. پوهنیار هدایت الله حیدري او پوهنیار محمدعمر مسرور لخوا په ښه توګه وړاندې شو.
د یادولو وړ ده، چې د یاد سمینار په اخیره برخه کې د پوهنځۍ استادانو او مدیرانو ته د یاد پوهنځي له لوري د تشویق په پار یوه یوه لونګۍ (پټکي) ور پسر کړل شول او هغه محصلین، چې په پسرلني سمستر کې یې د څانګو په کچه لوړې نمرې او په رقابتي سیالیو کې لوړې نمرې اخیستې وي، په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شول.
والسلام