د فزيک پاڼې درنو مينه والو! د دې پاڼي اداره په پام کې لري چې يو ځل بيا تاسې ته د ساينس له نړۍ څخه تازه خبرونه او موضوعات راوړي، خدای دې وکړي چې زمونږ په غياب کې مو خوا نه وي درنه کړې.
Cosmos کائنات
د فزيک پاڼه کوښښ کوي تر څو د ساينس په نړۍ کې له تاسو سره تازه، جالب او ګټور مالومات شريک کړي
23/02/2022
د بحرالمیت یا مړ سیند د اوبو سطحه د سمندر له سطحې ۴۳۰،۵ متره ښکته ده او د وخت په تېرېدو هر کال دغه کچه د یو متر په اندازه لا هم کمېږي. د دغه سمندر غاړې د ځمکې تر ټولو ښکتنۍ سطحه بلل کېږي، اوبه يې تر ټولو زیاتې مالګینې دي چې د مالګینوالي اندازه یې په یو کیلو اوبو کې ۳۴۲ ګرامه (۳۴۲ګرام/کیلو اوبه) ده یا په بله اصطلاح ۳۴،۲ سلنه...
ماخذ:
https://t.co/ZKBOmZABwP [photo: https://t.co/eZcl7OjlQQ] https://t.co/WZeC80oEEj
04/08/2021
بُعد جالب کائنات (زمان)
زمان یک بُعد مهم و چهارم در کائنات ما است. هدف ابعاد ظرفیت فضا است، یعنی فضای ما قادر است ۴ بعد (طول ، عرض و ارتفاع) را به تصویر بکشد. ( البته، ساختار سه بعدی فضا هنگام نگاه كردن به جهان در مقیاس بزرگ درست است، اما وقتی یك قدم از اتوم به كوانتوم و از كوانتوم به تئوری ریسمان برویم، در آنجا، فضای سه بُعدی از ۱۰ ، ۱۱ و ۲۶ بُعد ساخته شده است.)
در سال ۱۹۱۵، زمانی که انیشتین نظریه نسبیت عمومی خود را ارائه داد، یکی از مهمترین پیشبینی های وی این بود که فضا در حضور اجسام کیهانی خم می شود، که وی آن را نیروی جاذبه نامید. انیشتین گفت که زمان و مکان با هم پیوند قوی دارد. زمان را بُعد چهارم جهان خواند و جهان ما را سیستم چهار بعدی زمان-مکان خواند.
از آنجا که نمی توان زمان و مکان را از یکدیگر جدا کرد، وی گفت که انحنای جسم کیهانی تنها انحنای فضا نیست بلکه اثر زمان نیز هست، بنابراین وی نیروی جاذبه را انحنای زمان-مکان خواند. اما بُعد چهارم جهان (زمان) با سه بُعد دیگر بسیار متفاوت است. ما می توانیم سیستم سه بعدی (ارتفاع، عرض و طول) را مستقیم ببینیم، اما نمی توانیم زمان را ببینیم.
مفروضات مختلف علمی و غیر علمی درباره زمان وجود دارد. انیشتین در نظریه نسبیت عام خود، زمان را چهارمین بُعد جهان خواند و تأثیر زمان را در صورت افزایش و کاهش نیروهای حرکت، آرامش و جاذبه اثبات کرد، اما با این حال در بیانیه ای گفت که زمان فقط یک توهم است.
وقتی ما در مورد زمان صحبت می کنیم، اساساً در مورد تغییر بین ۲ واقعه جهان صحبت می کنیم و زمان را فقط به عنوان یک اثر احساس می کنیم. به همین دلیل است که برخی از فزیکدانان می گویند زمان در جهان تغییر نامیده می شود.
ستیفن هاکینگ، فزیکدان نظری، اظهار داشت که زمان دارای سه جهت است:
۱- جهت ترمودینامیکی زمان: در این جهت، با گذشت زمان، بینظمی در جهان افزایش می یابد. یعنی طبق قانون آنتروپی، جهان با گذشت زمان آشفته می شود. (البته هدف از بی نظمی تغییر است، اما این بی نظمی نیز توسط یک قانون ایجاد می شود و می توان آن را بی نظمی منظم نیز نامید.)
۲- جهت کیهان شناسی برای زمان: در این جهت جهان به جای کوچک شدن و منقبض شدن منبسط می شود.
۳- جهت روانی زمان: در این جهت، ما فقط می توانیم در مورد گذشته چیزی بگوییم اما از آینده چیزی نمی دانیم.
اهنوز نمی دانیم که زمان چیست؟ ما موجودات زمینی هستیم، با سرعت مشخص و نیروی جاذبه ثابت زمین هستیم و علم کمتری در مورد ماهیت زمان داریم، بنابراین با جهت روانی زمان همخوانی بیشتری داریم.
"زمان" اکنون وجود دارد زیرا حرکتی وجود دارد، اما مناطقی در جهان وجود دارد، مانند "سیاهچاله" که در انجاه زمان نیست.
زمانی فرا رسید که جهان از نیستی شروع به حرکت کرد. وضعیت قبل از آفرینش جهان را می توان نابودی نامید زیرا ذرات تشکیل دهنده جهان قبل از ایجاد جهان بی حرکت بودند، هیچ حرکتی وجود نداشت و هیچ زمانی وجود نداشت. "نظریه نسبیت" آلبرت انیشتین نظریه ای است که "زمان" را بیشتر از تئوری های دیگر می شناسند. طبق این نظریه، "زمان" به دو پارامتر مخالف بستگی دارد، یکی "سرعت" و دیگری "نیروی جاذبه". این بدان معنی است که "زمان" با سرعت رابطه مستقیم دارد و با نیروی جاذبه رابطه غیر مستقیم دارد. وقتی سرعت جسمی مانند ستاره، سیاره یا قمر افزایش می یابد؛ زمان به آرامی می گذرد و هنگامی که حرکت آن کم می شود و جاذبه افزایش می یابد، زمان نیز کند می شود. قبلاً نیز گفتیم که زمان ارتباط مستقیمی با سرعت و غیرمستقیم با جاذبه دارد، اما اکنون این سوال مطرح می شود که چرا زمان با افزایش سرعت کند می شود و با افزایش نیروی جاذبه یا کاهش سرعت نیز کند می شود؟ پاسخ این است که وقتی زمان به دلیل افزایش سرعت کند می شود، به این معنی است که زمان صرفه جویی می شود، یعنی تولید زمان افزایش می یابد. اما وقتی جسمی بیش از حد سنگین باشد و یا سرعت آن کاهش می یابد، کاهش سرعت در آنجا به معنای اتلاف وقت به دلیل جاذبه بیش از حد است. و اتلاف زمان به گونه ای است که هیچ کس آن را درک نمی کند. اثر حرکت بر ژمان را می توان با حرکت سریع به دور زمین و توسط ساعت روی سطح زمین، با اختلاف بسیار کم مشاهده کرد. این اختلاف با افزایش سرعت خیلی سریع زیاد می شود. اگر GPS این اختلاف اندک را در نظر نگیرد، در تعیین هدف روی زمین حدود ۱۷ کیلومتر خطا میشود.
اگر جسمی با سرعت نور حرکت کند، زمان صفر می شود. همچنین، اگر ستاره ای به سیاهچاله تبدیل شود که در آن جاذبه و انحنای فضا-زمان چنان شدید شئد که نور نتواند در آنجا حرکت کند، زمان نیز صفر می شود. در هر دو مورد تفاوت معنی داری بین صفرشدن زمان وجود دارد. وقتی جسمی با سرعت نور حرکت می کند و زمان در آن صفر می شود، به این معنی است که زمان آنجا به "صفر اولیه" نزدیک شده است، یعنی سطح تولید زمان در آنجا بسیار افزایش یافته است که هیچ اتلاف نمی شود. اما وقتی ستاره ای به سیاهچاله تبدیل می شود یا چیزی در سیاهچاله می افتد، صفر شدن زمان به معنای نزدیک شدن زمان به "صفر مطلق" است. این بدان معنی است که نیروی جاذبه به قدری قوی شده است که بهره وری از زمان به صفر رسیده است. ما همچنین در ضرب المثل های خود می گوییم که "در حرکت برکت است" بنابراین حرکت واقعاً در وقت ما صرفه جویی می کند و باید همیشه پویا باشیم.
با آشکار شدن تأثیرات زمان بر بدن انسان، ذهن انسان نیز متاثر می شود. یک ساعت ذهنی متغیر در ذهن انسان وجود دارد تا میزان زمانی را تعیین کند. این ساعت ذهنی انسان به این دلیل متغییر است که به وضعیت روحی و روانی انسان بستگی دارد. ذهن انسان در چندین موقعیت مختلف زمان را متفاوت اندازه می گیرد. اگر انسان خوش و شاد باشد ذهناش یک نوع زمان را اندازه میکند. در حالت پریشانی ذهن انسان زمان بهگونه دیگر اندازه می کند. وثتی انسان نارمل و عادی باشد، زمان را بطور جداگانه اندازه می کند. این می تواند یک تجربه آسان باشد. مثلا، اگر در ساعت 5:30 بیش از حد خوشحال شده اید، به ساعت دستی نگاه کنید و این زمان را در نظر بگیرید و در خوشحالی خود بمانید، چند دقیقه بعد حدس بزن که اکنون ساعت چند است؟ اگر زمان در ساعت دستی شما 5:40 باشد، ممکن است تخمین شما 5:35 باشد. در حالت خوشحالی ساعت ذهنی انسان کند می شود و زمان در جهان به طور عادی ادامه می یابد. می توان آن را زمان وصال نیز نامید.
اگر در ساعت 9:30 خیلی ناراحت و پریشان باشید و چند دقیقه بعد حدس بزنید ساعت چند است، چه می شود؟ اگر ساعت شما 9:41 باشد؛ ممکن است تخمین شما 9:49 باشد. زیرا در حالت پریشانی ساعت ذهنی انسان سریعتر می شود. این را می توان زمان انتظار و فراق نامید.
وقتی انسان عادی و کاملاً آرام باشد، نه خوشحال و نه غمگین، دقت پیش بینی زمان بسیار به اندازه واقعی او نزدیک می شود. اما همیشه در ذهن انسان یک چیز وجود دارد که اجازه نمی دهد انسان به حالت عادی برگردد. اگر 100٪ انسانها از نظر ذهنی آرام و نارمل باشند، پیش بینی آنها از زمان بسیار دقیق خواهد بود و نیازی به ساعت دستی نخواهد بود. اما آرامش 100٪ برای انسان امکان پذیر نیست. اگر این آزمایش را در حالت نسبتاً طبیعی انجام دهیم، پیش بینی زمان ما دقیقتر از پیش بینی افسردگی و خوشبختی خواهد بود. ساعت ذهنی و اندازه گیری زمان انسان به دلیل نحوه ایجاد ساعت های دستی از اهمیت بسیاری برخوردار است. این ذهن انسان است که می تواند زمان را حس کند. ساعت دستی اکنون زمان دقیق را به ما می گوید. ساعت ذهنی به وضعیت روانی، شادی و پریشانی فرد بستگی دارد و همیشه نمی توان زمان را دقیق تعیین کرد.
نویسنده: وکیل احمد عزیزي
د فزيک درنو مينه والو، د فزيک پاڼې ته ښۀ راغلاست.
د ۱۷۰۰ څخه ډيرو خلکو زمونږ پاڼه تعقيب کړې ده، مونږ مو د مينې منندوی يو، او ډير ژر به تاسې سره يو ځل بيا د ساينسي مالوماتي ليکنو لړۍ شريکول شروع کړو.
له زغم او انتظاره مو بيا هم مننه.
23/05/2021
د سر دردۍ لپاره دا پوسټ خامخا ولولئ.
په يو کلي کې چې له سړو ډک دى، د ږيرې خلاف داسې قانون دى چې د کلي نايي يا ډم بايد د ټولو هغو خلکو ږيرې وخريي څوک چې خپله ږيره نه خريي، دا چې دا نايي خپله هم په دې کلي کې اوسيږي نو څوک بايد د ده ږيره وخريي؟ که دى خپله ږيره و نه خريي، نايي يې بايد ږيره ورته وخريي، مګر نايي يوازې د هغه چا ږيره خريي څوک چې خپله ږيره نه خريي، په دې خاطر نايي بايد يوازې هغه وخت خپله ږيره وخريي کله چې دى خپله ږيره نه خريي.
دا پزل يا پراډکس د مشهور رياضيپوه، فيلسوف او منطقي کورت ګوډل د "نامکملتيا تيوري" د تشريح لپاره برټرانډ رسل په ۱۹۰۱ ميلادي کال کې وړاندې کړى وو.
يادونه: که ستاسې سردرد د دې پوسټ له لوستلو وروسته ورک شوى وي نو له نورو ملګرو سره يې هم شريک کړئ.
Image and courtesy: Veritasium
https://youtu.be/HeQX2HjkcNo
20/05/2021
۱۸ نوبل جايزې په يو انځور کې.
ايا پوهيږئ چې څنګه په دې انځور کې ۱۸ نوبل جايزې دي؟ په دې ليکنه کې يې په اړه ولولئ.
لاندې انځور د فزيک او ساينس په تاريخ کې ښايي تر ټولو بې سارى او ذهين انځور وي، دې انځور کې انسټاين، هايزنبرګ، نيلز بوهر، ميرې کيوري، ماکس پلان، ډايراک، شروډينګر او نور فزيک پوهان را يو ځاى شوي دي. د شلمې ميلادي پيړۍ لومړنۍ نيمه برخه کې خورا نابغه ذهنونو ژوند کړى دى، دا لاندې انځور د پنځم سآلوې کانفرانس په وخت کې اخيستل شوى دى چې د ۱۹۲۷ ميلادي کال په اکتوبر کې جوړ شوى وو، دغه کانفرانس له ۲۴ تر ۲۹ اکتوبره روان وو او ګډون وال يې د نړۍ په کچه مشهور فزيک پوهان او ساينسدانان وو، د دې کانفرانس د بحث موضوع الکټرونونه او فوټونونه ول. سآلوې کانفرانسونه د " فزيک او کيميا لپاره د سالوې نړيوال انسټيټوټ" لخوا په برسلز ښار کې جوړيږي چې بنياد يې د بيلجيمي صنعتپوه ايرنسټ سآلوې لخوا په کال ۱۹۱۲ او ۱۹۱۳ کې کيښودل شو.
په دې کانفرانس کې ۱۷ ګډون کوونکو له دې کانفرانسه مخکې او يا وروسته د نوبل نړيواله جايزه ګټلې ده، دوى ته دغه جايزې د مختلفو ساينسي اختراعاتو له کبله ورکړل شوي دي. ميرې کيوري چې د دې ګډوونکو له جملې يوازينۍ ښځۀ وه، تر اوسه يواځينۍ شخص ده چې دوه نوبل جايزې يې د فزيک او کيميا په برخه کې ګټلې دي.
د کانفرانس د ټولو ګډونوالو نومونه په لاندې ډول دي:
البرټ انسټاين، نيلز بوهر، ميرې کيوري،ماکس پلانک، اګسټ پيکارډ، ايمايل هينرويټ، پال ايرنفيسټ، ايډوورډ هيرزن، تيوپايل دې دوندر، ايروين شروډينګر، جوليس ورشافلټ، وولفګانګ پاولي، ورنر هيانزبرګ، رالف ايچ فاولر، ليون بريلوين، پيټر ډيبې، مارټين نوډسن، لارنس براګ، هانز کرامرز، پال ډايراک، ارتر کمپټن، ليوس ډي بروګلي، ميکس بورن، ايروين لانګميور، هيندريک، لورينټز، پال لانګوين، چارلس-ايګن ګاى، چارلس تامسن ويلسن، اوين ريچارډسن.
د دې فزيکپوهانو او ساينسداناو په اړه به درسره په جلا جلا پوسټونو کې په تفصيلي ډول مالومات شريک کړو.
د جيمز ويب ټيليسکوپ په اړه يو څو نورې ويډيوګانې دلته کتلى شئ.
د جيمز ويب ټيليسکوپ په اړه مالوماتي ليکنه په لومړني کمنټ کې پيدا کولاى شئ.
Video credits: http://jwst.nasa.gov/
د تيرې ليکنې په تعقيب دا ويډيو وګورئ تر څو د جيمز ويب ټيليسکوپ په اړه مو ذهن لا روښانه شي. دا يوه انيميټيد يا کمپويټري ويډيو ده، دا ويډيو تشيال ته د جيمز ويب ټيلسکوپ په اړه تاسې ته معلومات درکوي. په ويډيو کې تاسې کتلئ شئ چې په کوم ډول به دغه ټيليسکوپ په تشيالي راکټ يا بيړۍ کې ځاى پر ځاى شي، او تشيال ته له رسيدو سره سم به په څه ډول دغه ټيليسکوپ پرانستل شي.
Video Credit: http://jwst.nasa.gov/
16/05/2021
جيمز ويب تشيالي ټيليسکوپ James Webb Space Telescope.
ويب ټيليسکوپ شپږ نيم متره قطر او پنځه ويشت مربع متره سطحه لري، د ويب سطحه له اتلسو شپږ ضلعي طلايې شيشو څخه جوړه شوې ده، د ويب ټوله تخميني بوديجه د اته ميليارده ډالرو په شاوخوا کې ده، (د پرتلې لپاره: زمونږ کلنۍ بوديجه د شپږ ميليارده ډالرو په شاوخوا کې ده.) دغه ټيليسکوب چې لومړى د NGST يانې Next Generation Space Telescope په نامه نومول شوى وو، په دوه زره دويم ميلادي کال کې د ناسا د يو نامتو ساينسدان جيمز ويب په ياد د هغه په نامه ونومول شو.
جيمز ويب به د انساني تمدن په تاريخ کې تر ټولو لوى، غښتلى او پيچلى ټيليسکوپ وي چې تر دې مهاله تشيال ته ليږل کيږي. جيمز ويب به هڅه وکړي تر څو د کايناتو د خلقت په مراحلو کې د هغو لومړنيو ستور ټولګو يا کهکشانونو وړانګې ونيسي کوم چې د لويې چاودنې نه سمدستي وروسته جوړ شوي ول او هم به په تشيال کې د خورا لرې پرتو وريځو په مينځ کې د ستورو او ستورټولګو د جوړښت او ورانيدو مرحلې تر نظر لاندې ونيسي. د ناسا، اي اس اې يانې اروپايي تشيالي اجنسۍ، او سي اس اې يانې کاناډايې تشيالي اجنسۍ دغه شريک پروګرام د دې لپاره جوړ شوى دى تر څو د کايناتو د خلقت د مراحلو په اړه د ساينسدانانو ناځواب شوې غوښتنو ته ځواب پيدا کړي او يا لږ تر لږه د ځواب پيدا کولو هڅه وکړي.
په تشيال کې اوس مهال تر ټولو غټ او غښتلى ټيليسکوپ د هبل ټيليسکوپ دى چې درې لسيزې وړاندې د ناسا له خوا تشيال کې د ځمکې ټيټ مدار ته وتوغول شو. جيمز ويب ټيليسکوپ به په تشيال کې تر هبل لا وړاندې لاړ او هلته ځاى پر ځاى شي.
دا چې په ځمکه تر جيمز ويب ډير لوى او غښتلي ټيليسکوپونه شته نو تشيال ته د ويب ليږلو ته څۀ اړتيا پيښيږي؟
جواب: په ځمکه ټول پراته ټيليسکوپونه يوازې هغه وړانګې نيسي چې د ځمکې له بهرني قشر يانې اتموسفير څخه د تيريدو وړتيا ولري، نو له همدې کبله دغه ټيليسکوپونه نشي کولاى ټولې راتلونکې وړانګې ونيسي، دا چې په تشيال کې اتموسفير نشته نو جيمز ويب ټيليسکوپ کولاى شي د ستورټولګو څخه راتلونکې وړانګې په پراخه کچه ونيسي.
دغه ټيليسکوپ به د نړۍ په لر وبر کې په زرګونو ساينسدانانو، ستورپوهانو او انجينرانو ته د نويو څيړنو لپاره زمينه مساعده کړي.
ماخذونه او انځورونه: ناسا او اروپايې تشيالي اجنسۍ.
په پورته انځورنو کې دا يو انځور حقيقي انځور ندى بلکې په تشيال کې د دغه ټيليسکوپ يو انيميشن دى.
نکته: پورته ليکنه کې د انساني تمدن له تاريخه زمونږ هغه تاريخ هدف دى چې په اړه يې انسانان مالومات او شواهد لري، ښايي د انساني تمدن په اوږدو داسې او يا هم له دې نادره کارونه شوي وي خو تر مونږ يې تاريخ نه وي رارسيدلى، لکه د اهرامونو جوړيدل چې تر ننه يې ساينسدانان په اړه له پريکړې کولو عاجز دي.
د لا ډيرو مالوماتو لپاره لاندې تړونۍ کيکاږئ.
James Webb Space Telescope - Webb/NASA https://jwst.nasa.gov/
11/05/2021
چين څو اونۍ مخکې تشيال ته د خپل لومړني تشيالي مرکز د جوړيدو لپاره د دغه مرکز مهمه برخه د يو خورا غټ راکټ په مرسته واستوله.
د پلان مطابق بايد دغه راکټ په تشيال کې د ځمکې ټيټ مدار ته د چينايي سټشين له توغولو وروسته سمدستي ځمکې ته راګرځيدلى وو خو د توقع برخلاف د ځمکي له اتموسفيره بهر د راکټ يوه برخه هم داخله سوه، دا چې دا راکټ په دې نه توانيده تر څو په مدار کې پاتي شي نو له همدې امله يې د بيرته راغورځيدو لپاره شيبې شمارل کيدې.
د چين غلطي دا وه چې دوى په دې راکټ کې د داسې غير نورمال حالاتو لپاره کوم سيستم نه وو جوړ کړى نو ځکه نړيوالو رسنيو غوغا جوړه کړه، بله خبره دا ده چې تر اوسه يوازې امريکا، روسيه، اروپايي اتحاديه، چابان، کاناډا او د امريکا ځيني متحدين په تشيال کې د ساينسدانانو د اوسيدو لپاره يو شريک مرکز لري چې د نړيوال تشيالي سټيشن په نوم ياديږي، چين کوشش کوي تر څو ځانته بيل تشيالي مرکز ولري نو له دې امله هم نړيوالې رسنۍ د خپلو حکومتونو په مشوره کوشش کوي دا د چين يو ناکامي وبولي.
چينايان د تشيالي ټيکنالوژۍ په ډګر کې د غرب په مقابل کې د دريدو هڅۀ کوي.
راځو بيرته اصلي موضوع ته او هغه دا چې د دې راکټ اکثره برخې د ځمکې فضا ته د راننوتو په وخت کې وسوزيدې او يوازې هغه برخې يې چې له کلکو فولادو او ټيټانيم څخه جوړې وې د هند په سمندر کې د مالديف هيواد په پولو کې وغورځيدې.
عموما تشيالي پروګرامونو جوړونکي ټول هغه احتمالات په نظر کې نيسي چې د پيښيدو فيصدي د صفر څخه لوړه وي، په دغه احتمالاتو کې بيا زياته پاملرنه هغو برخو ته کيږي د کومو چې فيصدي لوړه وي.
د اصولو په پام کې نيولو سره چين بايد د لارښوونې داسې سيستم نصب کړى وو چې د راکټ د راغورځيدو په صورت کې د راکټ د حرکت مسير يا تګلارې ته تغير ورکړى وو تر څو انسانان د داسې پيښو له ځاني او مالي زيانونو څخه خوندي پاتې شي.
په دې اړوند خپلې پوښتنې مونږ ته د کمنټ او مسيج له لارې راوليږئ.
د همداسې نورو ګټورو معلوماتو لپاره له مونږ سره اوسئ.
انځور په چين کې د دې فضايي راکټ د توغولو په وخت کې اخيستل شوى دى.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Shahr-e Now