28/11/2025
*الجلیل اکاډمي* خپلو زدهکوونکو ته مبارکي وايي!🌟
موږ خپلو دوه ځلانده زدهکوونکو ته د قرآن مجید د ناظري ختم مبارکي وایو!
دوی دواړه (خور او ورو) چې په متحده ایالاتو کې اوسېږي، په لږ وخت او پوره پابندۍ سره قرآن مجید په ښه ډول په ناظره ختم کړ.
الله جل جلاله دې ورته د خپل سپېڅلي کتاب د حفظ ترڅنګ په معنی او مفهوم د پوهیدلو توفیق هم ورکړي.
مونږ هیله لرو چې دوی به د خپلو هڅو په وسیله د ښو اخلاقو، علم او خدمت یوه نمونه وي او په ټولنه کې به د قرآن د رڼا پیغام خپور کړي.
#مبارکي