معهد العلوم الشرعیة

معهد العلوم الشرعیة Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from معهد العلوم الشرعیة, Education Website, Qalat City Zabul, Qalat.

23/12/2022

حتی چاچې پخپلې وینځې تعلیم وکړ دوه اجرونه لرې

عَنْ أَبِي مُوسَی قَالَ، قَالَ رَسُولُ اﷲِ صلیٰ الله عليه وآله وسلم: مَنْ کَانَتْ لَهُ جَارِيَةٌ فَأَدَّبَهَا فَأَحْسَنَ أَدَبَهَا وَعَلَّمَهَا فَأَحْسَنَ تَعْلِيمَهَا ثُمَّ أَعْتَقَهَا وَتَزَوَّجَهَا فَلَهُ أَجْرَانِ.

أحمد بن حنبل، المسند، 4: 414، رقم: 19727، مصر: مؤسسة قرطبة
نسائي، السنن، 3: 312، رقم: 5502، بيروت: دار الکتب العلمية
ابن ماجه، السنن، 1: 629، رقم: 1956، بيروت: دار الفکر

14/10/2022

32 صحابه فقها وو چې مشهور یې

حضرت علی, حضرت عمر, عبدالله ابن مسعود, معاذ ابن جبل, ابی ابن کعب, زید ابن ثابت, رضی الله تعالی عنهم دې

04/10/2022

ظرف همیشه فعل یا شبه فعل عامل غواړې, شبه فعل اسم فاعل اسمل مفعول, اسم تفضیل وغیره

11/09/2022

دلالت

لفظ ویل او مراد ټول موضوع له اخستل دلالت مطابقي ده, له لفظ څخه معنی جزوي اخستل دلالت تضمني ده, له لفظ څخه دموضوع لازم مراد اخستل دلالت التزامې ده.

11/09/2022

محقق او مدقق

محقق هغه ده چې دعوا په دلیل سره ثابتوې او مدقق ثابتوي دلیل په دلیل سره

04/09/2022

#نقطه: چې درې بعده یعنې اوږدوالی, پلنوالی او ژوروالی قبول نکړې
#خط: چې فقط اوږدوالی قبول کړې
#سطح: چې فقط اوږدوالی او سور یعنې پلنوالی قبول کړې

21/08/2022

د مبتداء وخبر د مطابقت لپاره 4 شرطونه

خبر مشتق وې
هغه کې ضمیر یې فاعل وې
وصف مونث سره خاص نه وې
داسې صیغه نه وې چې دمذکر ومونث لپاره برابر وې

نوټ: هغه وصف چې مونث لره خاص وې لکه حاملة, طالقة ده.
بل نوټ: او هغه صیغې چې د مذکر ومونث دواړو لپاره کاریږې هغه څلور او دادې,
- هغه فعیل چې په معنی دمفعول وې لکه جریح په معنی دمجروح, جریح نر وښځې دواړو ته کاریږې, امراة جریح او زید جریح بروزن شریف صفت مشبه, دلته هم ضمیر سته

- هغه فعول چې په معنی دفاعل وې لکه صبور په معنی دصابر, الامرة صبور
- ضراب, الامرة ضراب, دمبالغې صیغه
- اسم تفضیل من سره وې, لکه الرجل اکبر منک یا الامرة اکبر منک, اسم تفضیل له الام سره هم راځې, او اضافت سره هم راځې
آخیري نوټ: که چیرته په خبر کې دغه پورتنې شرایط نه وو نو دمبتداء وخبر مطابقت هم ضروري نه ده, لکه الکلمة لفظ

19/08/2022

اجمال او تفصیل

ملا حسن شارح سلم فرمایې چې اجمال او تغصیل تابع دې د لاحظ ولحاظ ته, که لاحظ التفات وکړې وطرف دنسبت ته په داسې شکل چې التفات بذات وې نسبت ته, او بالعرض التفات وې د طرفینو وطرف ته چې هغه موضوع او محمول دې نو دا نسبت اجمالې او مستقل ده. او که بالعکس وې نو دا مرتبه د تفصیل او عدم استقلالیت ده.

18/08/2022

داحادیث رسول الله صلی الله علیه وسلم دجمع کولو پیل

عمر بن عبد العزیز رحمه الله تعالی أبی بکر بن عمرو بن حزم ته ولیکل: انظروا حدیث رسول الله فاکتبوه فإنی خفت دروس العلم و ذهاب أهله.

18/08/2022

- ترمذی وابن ماجه له 4 طبقو څخه نقل کوې په 5مه طبقه او ضعفاوو کې انتخاب کوې ابن ماجه بیا ډیر راکوزیږې له 4 زرو یې 1000 حدیثونه ضعیف بلل شوې دې

- ابوداوود ونسایی له درو طبقو روایت کوي استعابا, په 4مه طبقه کې انتخاب کوې

- ابوداوود چې له4 کبارو امامانو دحدیثو یوه هم تائید کړې وې روایت نقلوي

- مسلم له دوو طبقو روایت کوې 3مه کې انتخاب کوې که 4 آئیمه کبار محدثین پرې متفق وې هغه روایت نقلوي

- بخاري شریف له لومړی طبقي روایت کوې دوهمه کې انتخاب کوې له دریمي نقل نه کوې مرفوعات نقلوي, موقوف او مقطوع روایتونه په تفصیل دبابونو کې کله کله راوړي

09/08/2022

ترکیب دکلیمه طیبه

لا نفی جنس, اله موصوف, الا آدات استثنا به معنی غیر مضاف, الله اسم جلاله مضاف الیه, مضاف مضاف الیه صفت لپاره داله موصوف دا ټوله جمله د لا نفی جنس اسم ده, او خبر یې موجود محذوف ده. لا نفی جنس له خپل اسم منصوب خبر مرفوع سره جمله اسمیه خبریه سوه.

لفظ محمد مرفوع مبتدا از قبیل مفرد منصرف صحیح, رسول اسم پاک رسالت مضاف, الله نام پاک جلاله مضاف الیه مرکب اضافی خبر دمبتداء سو او مبتدا له خپل خبره سره جمله اسمیه خبریه سوه.

لا نفی جنس حرف عامله او له نواسخ د ابتداء څخه ده

06/08/2022

عموما
کله چې په کلیمه کې درې اسباب منع صرف پیدا شې په مبنې بدلیږې البته استثناآت لرې

Address

Qalat City Zabul
Qalat

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when معهد العلوم الشرعیة posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share