دسفیدسنګ عالی لېسه Safid Sang High School

دسفیدسنګ عالی لېسه   Safid Sang High School اهداف ما:
تربیت افراد مودب و باتقوا،ز یرک و لایق،وقت شناس ، والا همت، دارای نگرش مثبت در قضاوت ها،

د ویاړ او بریا یو ځلاند باب!په ډېرې خوښۍ او افتخار سره باید وویل شي چې د سفیدسنگ د هلکانو عالي لېسې یو بل زرین افتخار دا...
17/05/2026

د ویاړ او بریا یو ځلاند باب!
په ډېرې خوښۍ او افتخار سره باید وویل شي چې د سفیدسنگ د هلکانو عالي لېسې یو بل زرین افتخار دا دی، چې یاده لېسه د محمدآغې ولسوالۍ په کچه د لابراتوارې او ساینسي مضامینو په تجاربو کې لومړی مقام خپل کړی دی. دغه ویاړ د د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ تعلیمي کال په ترڅ کې ورکړل شوی دی.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د یادې لېسې د هڅو او زحمتونو څرګندونه کوي، بلکې د عملي زده‌کړو، څېړنې او نوښت هغه روښانه بېلګه ده چې د زده کوونکو استعدادونه پکې غوړېدلي دي.
دا بریا د استادانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، د زده کوونکو د شوق او زیار، او د ادارې د سالم مدیریت ښکاره ثمره ده. بې له شکه، دا ډول لاسته راوړنې به د علم او پوهې په لاره کې نورې دروازې هم پرانیزي او راتلونکو بریاوو ته به لاره هواره کړي.
په درناوي،
د سفیدسنگ د هلکانو عالي لېسه

نن د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې په انګړ کې یو ارزښتناک او د ستاینې وړ ابتکار ترسره شو. د یادې لېسې د درنو ښوونکو په مال...
14/05/2026

نن د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې په انګړ کې یو ارزښتناک او د ستاینې وړ ابتکار ترسره شو. د یادې لېسې د درنو ښوونکو په مالي همکارۍ، د ګران هېواد افغانستان ملي نقشه په ښکلي او هنري ډول انځور شوه او ورسره د هېواد د څلور دېرشو (۳۴) ولایتونو نومونه په منظم او واضح ډول ولیکل شول.
دغه نوښت نه یوازې د لېسې د انګړ ښکلا او ښایست ته نوې رنګینه بڼه وربخښلې ده، بلکې د زده کوونکو لپاره یې د علمي پوهاوي یوه مهمه سرچینه هم برابره کړې ده. زده کوونکي کولای شي د همدې انځور له لارې د خپل ګران هېواد افغانستان جغرافیه وپېژني، د ولایتونو له نومونو سره بلدتیا ومومي او خپل معلومات لا پسې پیاوړي کړي. دا کار د ملي هویت د پیاوړتیا او د وطن د پېژندنې په برخه کې یو اغېزناک ګام بلل کېږي.
په پای کې، د سفید سنګ د هلکانو عالی لیسی اداره تل کوښښ کوی چې د خپلو امکاناتو په کارولو سره د علم، پوهاوي او ښکلا یو ښکلی پیغام زده کوونکو ته وړاندې کړی.
انځورونه یې په لاندې ډول دي:

د سفیدسنګ د هلکانو عالي لېسه

30/04/2026

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسه د علم او پوهې د روڼ مشال په څېر د سیمې د راتلونکې ځوان نسل د روزنې ستره هیله ده، خو له بده مرغه لا هم ځینې ټولګي د ښیښو او جاليو له نشتوالي سره مخ دي، چې له امله یې زده‌کوونکي د سړې هوا، دوړو او بېلابېلو ستونزو تر اغېز لاندې راځي او د هغوی د زده کړو بهیر له سختو کړاوونو سره مخ کېږي. همدارنګه دغه لېسه د څوکیو او مېزونو له کمښت سره هم لاس او ګرېوان ده، چې د ښوونیز چاپېریال د ښه تنظیم لپاره جدي اړتیا بلل کېږي.
همدارنګه، دغه علمي مرکز د یو رنګه پرنټر له جدي اړتیا سره هم مخ دی، چې د اداري او تعلیمي چارو د سمې او منظمې پرمخ وړنې لپاره یې شتون اړین او حتمي بلل کېږي.
له ټولو د علم، پوهې او انسانیت له مینه‌والو او خیریه لاسونو څخه په درناوي او د زړه له تل نه هیله کېږي چې د خپلې وسې په اندازه مرسته وکړي، څو دا معصوم او تنکي زده‌کوونکي د ستونزو له درانه بار څخه وژغورل شي او د علم په رڼا کې خپل خوبونه په ارامه فضا کې رښتیا کړي.
که څوک غواړي چې مرسته وکړي، له موږ سره دې په لاندې شمېره اړیکه ونیسي:
+93783310108
په درناوي
د سفیدسنګ د هلکانو عالي لېسه

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې د تقرر او ټاکنو د کمېټې د پرېکړې اعلامیهنېټه: ۱۴۰۵/۰۱/۲۴د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې د تق...
13/04/2026

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې د تقرر او ټاکنو د کمېټې د پرېکړې اعلامیه
نېټه: ۱۴۰۵/۰۱/۲۴
د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې د تقرر او ټاکنو د کمېټې د رسمي پرېکړې له مخې، وړ، مجرب او بااستعداده کادر ښاغلی سیف الله نیازی، د متوسطې دورې د سرمعلم په توګه په رسمي ډول وټاکل شو .
ښاغلی سیف الله نیازی له ۱۳۹۷ کال راهیسې په همدې تعلیمي بنسټ کې په پوره اخلاص، ژمنتیا او مسلکي احساس سره خپله دنده ترسره کړې او د ښوونې او روزنې په بهیر کې یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. نوموړی د خپل ښوونیز او روزنیز خدمت له لارې د زده‌کوونکو د علمي او اخلاقي ودې په برخه کې اغېزناک رول لوبولی دی.
د یادې لېسې اداره او اړوند مسؤلین، نوموړي ته په دې نوې دنده کې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګندوي او باور لري چې د هغه سالم مدیریت، پراخ تعلیمي لیدلوری او نه ستړې کېدونکې هڅې به د متوسطې دورې د تعلیمي بهیر په لا پیاوړتیا، سمون او پرمختګ کې مهم او رغنده اغېز ولري.
په درنښت
اداره
د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسه

01/04/2026

نن، د ۱۴۰۵/۱/۱۲ نېټه، د سفید سنګ د هلکانو د عالي لېسې آمر، ښاغلي بسم‌الله بسمل، له لوري د یوې ستاینې وړ ټولنیزې نوښت په ترڅ کې ۲۵ تنه بېوزله زده کوونکي د پګړیو (لونګیو) په وېش ونازول شول.
دا مرستندویه اقدام د امیرالمؤمنین د فرمان د پلي کولو په موخه ترسره شوی، چې موخه یې د زده کوونکو ملاتړ، هڅونه او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ۱۴۰۵ کال عمومي او دیني زده کړو کانکور ازموینو لپاره نوملیکنه!د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ت...
19/01/2026

د ۱۴۰۵ کال عمومي او دیني زده کړو کانکور ازموینو لپاره نوملیکنه!
د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې گډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د ازموینې د نوملیکنې فورمه د لاندې لېنک څخه ترلاسه او له ډکولو او طی مراحل وروسته یې له (۴۰۰) افغانۍ د ازموینې حق الشمول سره د اړوند ښوونځي یا مدرسې ادارې ته وسپاري.
د نوملیکنې په تړاو بشپړ لارښود او فورمه په لېنک کې شتون لري.
د نوملیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۴ جدي/ مرغومي ۳۰مه.
يادونه: د شپې پوهنځیو او اختصاصي (څوارلسم پاس) کانکور ازموینو لپاره د نوملیکنې خبرتیا به وروسته نشر شي.
د نوملیکنې فورمې او لارښود لېنک:
https://bit.ly/kankor1405

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې هغو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د کانکور ازموينې لپاره يې فورمې ډکې کړې دي، سبا سهار دې ښ...
19/01/2026

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې هغو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د کانکور ازموينې لپاره يې فورمې ډکې کړې دي، سبا سهار دې ښوونځي ته تشريف راوړي، تر څو په خپلو فورمو کې ګوته يا لاسليک وکړي.
درنښت

د سفیدسنګ د هلکانو عالي لېسې د دولسم ټولګي د ۲۳مې دورې د فراغت غونډه ترسره شوه ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴ هـ شد محمداغې ولسوالۍ د سفی...
15/12/2025

د سفیدسنګ د هلکانو عالي لېسې د دولسم ټولګي د ۲۳مې دورې د فراغت غونډه ترسره شوه

۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴ هـ ش

د محمداغې ولسوالۍ د سفیدسنګ د هلکانو په عالي لېسه کې د دولسم ټولګي د ۲۳مې دورې د زده کوونکو د فراغت په مناسبت یوه باوقاره او پرتمینه غونډه جوړه شوه، چې پکې د ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسؤلینو، د لیسې اداري مشرتابه، درنو ښوونکو، د والدینو شورا غړو، قومي مشرانو او زده کوونکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې مفتي عبدالوهاب عظیمي د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې دیني او عصري زده کړو ته وهڅول.

د غونډې په لړ کې د زده کوونکو له لوري نعت شریف او علمي ـ ادبي مطالب وړاندې شول. همدارنګه د والدینو شورا غړي استاد حاجي عبدالبصیر خان حسین‌خېل او د لیسې پخواني سرښوونکي محمد ابراهیم نیازي د لېسې د ښوونیزو لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

ورپسې د لیسې آمر بسم‌الله خان بسمل وویل، چې د دولسم ټولګي ۲۳مه دوره له هڅاندو او زیارکښو زده کوونکو څخه په بریالیتوب فارغه شوه او هیله یې وښوده، چې یاد فارغان به د کانکور په ازموینه کې د ویاړ وړ پایلې ترلاسه کړي.

د غونډې په پای کې د لیسې فعال او ژمن سرښوونکي حشمت الله حقمل د اداري سټاف په استازیتوب فارغ شويو زده کوونکو، د هغوی والدینو او د سفیدسنګ د حوزې ولسونو ته مبارکي وړاندې کړه او له والدینو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه لا زیات د زده کړو او لوړو موخو لپاره وهڅوي.
همدارنګه زموږ دلېسې دزده کوونکو دهڅونې په پار جناب حاجي عبدالوهاب احمدزي دعمر علي خصوصي ښوونځي ريس او ځوان او دښه فکر خاوند ښاغلي نصرت الله وفا صيب ډالۍ رالیږلې وې خداي تعالي دې ورته په عمر، علم او مال کې برکت واچوي.

غونډه د خبرپاڼو او تحایفو په وېش او د خیر او بریا په دعا سره په بریالیتوب پای ته ورسېده.

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسه ادارهپه درنښت ټولو قدرمنو زده‌کوونکو، محترمو والدینو،    سیمې مخورو او د علم مینه‌والو ته ...
10/12/2025

د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسه اداره
په درنښت ټولو قدرمنو زده‌کوونکو، محترمو والدینو، سیمې مخورو او د علم مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د کلنۍ ازموینې د پایلو د اعلان رسمي غونډه د روان کال د قوس میاشتې په ۲۲ نېټه، د شنبې په ورځ، د سهار په ۹:۰۰ بجو د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسې په ساحه کې ترسره کېږي.

په یاده غونډه کې به د زده‌کوونکو علمي لاسته‌راوړنې ارزول کېږي، د غوره زده‌کوونکو ستاینلیکونه وېشل کېږي، او د لېسې د اداري او تدريسي سټاف د هڅو قدرداني به هم کېږي.

وخت: د سهار ۹ بجې – د شنبې ورځ
نېټه: د قوس ۲۲
ځای: د سفید سنګ د هلکانو عالي لېسه

Address

Safid Sang
Pul-i-Alam

Telephone

93783310108

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دسفیدسنګ عالی لېسه Safid Sang High School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to دسفیدسنګ عالی لېسه Safid Sang High School:

Shortcuts

Share

Category