17/05/2026
د ویاړ او بریا یو ځلاند باب!
په ډېرې خوښۍ او افتخار سره باید وویل شي چې د سفیدسنگ د هلکانو عالي لېسې یو بل زرین افتخار دا دی، چې یاده لېسه د محمدآغې ولسوالۍ په کچه د لابراتوارې او ساینسي مضامینو په تجاربو کې لومړی مقام خپل کړی دی. دغه ویاړ د د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ تعلیمي کال په ترڅ کې ورکړل شوی دی.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د یادې لېسې د هڅو او زحمتونو څرګندونه کوي، بلکې د عملي زدهکړو، څېړنې او نوښت هغه روښانه بېلګه ده چې د زده کوونکو استعدادونه پکې غوړېدلي دي.
دا بریا د استادانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، د زده کوونکو د شوق او زیار، او د ادارې د سالم مدیریت ښکاره ثمره ده. بې له شکه، دا ډول لاسته راوړنې به د علم او پوهې په لاره کې نورې دروازې هم پرانیزي او راتلونکو بریاوو ته به لاره هواره کړي.
په درناوي،
د سفیدسنگ د هلکانو عالي لېسه