محمد بن موسی ښوونیز مرکز

محمد بن موسی ښوونیز مرکز محمد بن موسی ښوؤنیز مرکز فېسبوک پاڼې ته ښۀ راغلاست.

 #خبرتیامینه ؤالو اؤ زده کوونکو ته خبر ؤرکؤل کیږي چې دؤه ؤخته(سهار اؤ ماسپښین) دؤه د حساب جاري ټولګي نږدې څو ؤرځو کې پاي...
30/07/2026

#خبرتیا
مینه ؤالو اؤ زده کوونکو ته خبر ؤرکؤل کیږي چې دؤه ؤخته(سهار اؤ ماسپښین) دؤه د حساب جاري ټولګي نږدې څو ؤرځو کې پاي ته رسیدونکي دي، پر ځای به یې دؤه ؤخته الجبر، د هندسې ټولګی پای ته رسیږي، پر ځای یې مثلثات اؤ همدارنګه د سهار لۀ خؤا یؤ نؤی د حساب ټولګي شروع کیږي.
د محمد بن موسی ارګون ښوونیز مرکز اداره

19/07/2026

مضمون: ریاضي
موضوع: د جذري عددونو تقسیم عملیې(قوانین)
استاد: محب الله"محب"

جذري عددونه څنګه تقسیم کیږي؟
نن مو پۀ دې ؤيډیو کلیف کې دا درته تشریح کړي دي.
هیله ده چې ستاسو د خؤښې ؤړ ؤګرځي اؤ لۀ نورو سره یې شریک کړئ.
MEC


.
.
#ارګون #ویډیو #پوهه #تعلیم #تربیه #روزنه #افغانستان #ښوونه #ښوونځی #مکتب #پښتو #پوهنه #ماشومان #ریاضي #الجبر #هندسه #مثلثات #ساینس #درس #تدریس #طاقت #جذر

18/07/2026

مضمون: ریاضي
موضوع: د جذري عددونو ضرب عملیې(قوانین)
استاد: محب الله"محب"
جذري عددونه څنګه ضرب کیږي؟
نن مو پۀ دې ؤيډیو کلیف کې دا درته تشریح کړي دي.

MEC


.
.
#ارګون #ویډیو #پوهه #تعلیم #تربیه #روزنه #افغانستان #ښوونه #ښوونځی #مکتب #پښتو #پوهنه #ماشومان #ریاضي #الجبر #هندسه #مثلثات #ساینس #درس #تدریس #طاقت #جذر

🧪 د محمد بن موسی اورګون ښوونیز مرکزد یورانیم اتوم او هستوي تجزیهنن به د یورانیم (Uranium) عنصر د اتوم جوړښت او د هغه د ا...
10/06/2026

🧪 د محمد بن موسی اورګون ښوونیز مرکز
د یورانیم اتوم او هستوي تجزیه
نن به د یورانیم (Uranium) عنصر د اتوم جوړښت او د هغه د انرژۍ د تولید وړتیا په اړه معلومات وړاندې کړو.
اتوم د مادې تر ټولو کوچنۍ واحده برخه ده. د هر عنصر اتوم دومره کوچنی وي چې په سترګو نه لیدل کېږي. یورانیم د هغو درنو عناصرو له ډلې څخه دی چې د انرژۍ د تولید ځانګړې وړتیا لري.
د یورانیم اتوم په هسته کې ۹۲ پروتونونه شتون لري او د ایزوټوپ له ډول سره سم ۱۴۳ یا ۱۴۶ نیوترونونه لري. همدارنګه د پروتونونو د شمېر په اندازه ۹۲ الکترونونه په اوو انرژي‌يي مدارونو کې د هستې شاوخوا ګرځي.
په سپکو عناصرو کې د پروتونونو او نیوترونونو شمېر نږدې برابر وي، خو په درنو عناصرو لکه یورانیم کې د نیوترونونو شمېر زیات وي. دا ځکه چې پروتونونه مثبت چارج لري او یو بل دفع کوي، خو نیوترونونه د قوي هستوي ځواک له لارې د هستې په ثبات او ټینګښت کې مهم رول لوبوي.
د موضوع د لا ښه درک لپاره داسې تصور وکړئ: پروتونونه هغه کسان دي چې یو بل ټېله کوي، او نیوترونونه هغه منځګړي دي چې د هغوی ترمنځ همغږي ساتي. که نیوترونونه کم شي، هسته بې‌ثباته کېږي.
کله چې د Uranium-235 له هستې سره یو نیوترون ټکر وکړي، هسته ماتیږي. دې پروسې ته هستوي تجزیه (Nuclear Fission) ویل کېږي. د هستې له ماتېدو سره ډېره زیاته انرژي او ۲ یا ۳ نور نیوترونونه ازادېږي.
دغه ازاد شوي نیوترونونه بیا له نورو یورانیم هستو سره ټکر کوي او هغوی هم ماتوي. په دې توګه یو پرله‌پسې ځنځیري تعامل (Chain Reaction) رامنځته کېږي چې په پایله کې ستره اندازه انرژي تولیدېږي.
همدا علمي اصل د اټومي بټیو له لارې د برېښنا د تولید او د اټومي انرژۍ د سوله‌ییزې کارونې بنسټ جوړوي.

محمد بن موسی اورګون ښوونیز مرکز
د کیمیا ټولګي اړوند
علم، پوهه او نوښت


#

د رخصتۍ خبرتیاد لوی اختر د را رسیدو پۀ مناسبت د محمد بن موسی ښوؤنیز مرکز ښوونکو اؤ زده کوونکو ته خبر ؤرکول کیږي چې درسي ...
25/05/2026

د رخصتۍ خبرتیا
د لوی اختر د را رسیدو پۀ مناسبت د محمد بن موسی ښوؤنیز مرکز ښوونکو اؤ زده کوونکو ته خبر ؤرکول کیږي چې درسي بهیر به د جوزا لۀ ۴مې نیټې څخه د جوزا تر ۱۰مې پورې رخصت ؤي.
درسونه به بېرته د یادې رخصتۍ ؤروسته د دوشنبې پۀ ؤرځ چې د جوزا د ۱۱مې سره برابره ده پۀ عادي ډؤل پیل شي.
د ښوونیز مرکز اداره

23/05/2026



د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه
Urgoon Private Courses Association | UPCA
په ارګون ولسوالۍ کې د علم د لا پرمختګ او نوښتونو د رامنځته کولو په موخه د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ګډه اتحادیه (UPCA) رامنځته شوې ده. دا اتحادیه د دې ژمنې سره فعاله شوې ده چې د تعلیم کیفیت لوړ کړي او د روښانه راتلونکي لپاره د نوي نسل د سالمې روزنې په برخه کې عملي کار وکړي.
له ټولو ارګون مېشتو، زده کوونکو او د علم مینه والو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې زموږ د تعلیمي بهیر، یووالي، کیفیت او پرمختګ ملاتړ وکړي، څو ګډې هڅې لا اغېزمنې او منظمې شي.
زموږ ټول فعالیتونه، تعلیمي پرمختګونه او مهم اعلانونه به له همدې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خپرېږي.
ستاسو ملاتړ زموږ د تعلیم د کیفیت، یووالي او د ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره ډېر مهم دی.
د ارګون ولسوالۍ د خصوصي کورسونو اتحادیه
Urgoon Private Courses Association | UPCA

https://www.facebook.com/reel/901389819627809/?app=fbl

ولې له موبایلونو څخه بدلېدونکي بیټرۍ ختمې شوې؟ اکثره خلک دا فکر کوي چې د ټکنالوژۍ بدلونونه یوازې د اسانتیا، ښکلا او پرمخ...
28/04/2026

ولې له موبایلونو څخه بدلېدونکي بیټرۍ ختمې شوې؟

اکثره خلک دا فکر کوي چې د ټکنالوژۍ بدلونونه یوازې د اسانتیا، ښکلا او پرمختګ لپاره وي، خو ځینې بدلونونه داسې هم وي چې تر شا یې پوښتنې، شکونه او ژور بحثونه پټ وي. له همدغو بدلونونو څخه یو مهم بدلون دا و چې ولې نږدې ټولو موبایل شرکتونو په یوه ټاکلي وخت کې له خپلو موبایلونو څخه بدلېدونکې (Replaceable) بیټرۍ ختمې کړې او پر ځای یې Built-in بیټرۍ عامې کړې. که تاریخ ته وګورو، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، د اپل د پالیسۍ په تعقیب، نږدې ټولو لویو موبایل شرکتونو خپل موبایلونه داسې جوړ کړل چې بیټرۍ یې نور د کاروونکي له لوري نه شوه ایستل کېدای. تر دې وړاندې انسان کولای شول چې موبایل په بشپړ ډول بند کړي، بیټرۍ ترې وباسي او ډاډه شي چې وسیله بې‌ برېښنا ده. خو د Built-in بیټرۍ له راتګ سره دا اختیار له انسانانو واخیستل شو. دلته پوښتنه پیدا کېږي: ایا دا بدلون یوازې تخنیکي اړتیا وه، که تر شا یې نور هدفونه هم موجود وو؟ ځینې نظریې وایي چې دا کار د استخباراتي ادارو په غوښتنه وشو، تر څو پر خلکو ۲۴ ساعته څارنه ممکنه شي. ویل کېږي چې حتی که موبایل بند هم شي، بیا هم د داخلي ریزرف برېښنا له لارې د GPS سیستم فعال پاتې کېدای شي او د کاروونکي موقعیت معلومېدای شي. د دې خبرې یو مثال دا دی چې که تاسو موبایل بند کړئ خو الارم مو فعال وي، بیا هم ټاکلي وخت کې الارم غږېږي. دا ښيي چې موبایل په بشپړه معنا نه بندېږي، بلکې یوازې ظاهري بندښت رامنځته کېږي. د اېډورډ سنوډن افشا کړو اسنادو نړۍ ته دا وښودله چې حتی بند موبایلونه هم د سیلولر شبکې له لارې هدف ګرځېدلی شي. د دې اسنادو له مخې، امکان شته چې مایکروفون، کېمره او نور سنسرونه د کاروونکي له اجازې پرته فعال شي. مقصد دا نه وي چې هر څوک خطرناک کس دی، بلکې هدف دا وي چې ټولنه تر دوامداره څار لاندې وساتل شي، تر څو خلک د ټاکل شوي روایت مطابق فکر وکړي او عمل وکړي. اوس که د اروپا لور ته وګورو، اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې باید بدلېدونکې بیټرۍ بېرته راوستل شي، تر څو د مصرف کوونکو حقونه خوندي شي. خو ډېری خلک باور لري چې دا پرېکړه ډېره ناوخته شوې ده، ځکه چې د څار سیستمونه اوس ډېر پرمختللي شوي او یوازې د بیټرۍ بدلون دا ستونزه نه شي حل کولای.

په پای کې که هر څومره ټکنالوژي پرمختګ وکړي، که هر څومره د انسان څار ممکنه شي، یو حقیقت باید هېڅکله له یاده ونه وځي: الله سبحانه وتعالی هر وخت موجود دی. هغه نه یوازې دا ویني چې څوک پر تاسو څار کوي، بلکې دا هم ویني چې تاسې څه کوي، څه وايي او څه نیت لري.

محمد بن موسی اورګون ښوونیز مرکز

د نړۍ د مهمو او ګټورو مالوماتو لپاره زموږ پاڼه درسره لایک او فالو کړئ تر څو دېته ورته د ټکنالوژۍ نور مهم او ګټور مالومات تر تاسو در ورسوو.





ایا تر اوسه مو د ILOVE VIRUS په اړه څه اوریدلي؟ په ٢٠٠٠م کال د مۍ مياشتې په څلورمه نيټه د ILOVEYOU په نوم ويروس چې له لس...
26/04/2026

ایا تر اوسه مو د ILOVE VIRUS په اړه څه اوریدلي؟

په ٢٠٠٠م کال د مۍ مياشتې په څلورمه نيټه د ILOVEYOU په نوم ويروس چې له لس ميليونو څخه زياتې وينډوز کمپيوټري پرې اخته شوې، د يو بريښناليک په شکل کى وو، يعنى سرليک يې ILOVEYOU وو. تا به ويل چې يو چا راته د مينې پيغام راليږلى خو چې کليک به دې ورباندې وکړو نو ستا کمپيوټر به ددې ويروس ښکار شو.

ددى ويروس جوړوونکى يو ٢٤ کلن هلک Onel de Guzman نوميدو چى د فليپين اوسيدونکى وو او د کمپيوټر ساينس محصل وو.

نوموړي دا کار هغه وخت ترسره کړ چې کله یې په فاينل پراجيکټ کې غوښتل داسې پروګرام جوړ کړي چى هر قسم پاسورډ پرې خلاص کړي، ځکه هلک ډير غريب وو او د انټرنيټ پيسې يې نه شوې پوره کولى، خو د استادانو لخوا رد کړاى شو او ورته يى وويل چى موږ غله نه روزو او دا يو غير قانوني کار دى.

نو ورورسته يى دا ويروس جوړ کړ او په پنځو ساعتونو کى دا ويروس په يورپ، آسيا او امريکا کى خپور شو او ډير لوی شرکتونه لکه مايکروسافټ، فورډ او همدارنګه حکومتي ادارې لکه پنتاګون او د بريتانيا پارلمان او داسې نور ډير ځايونه ورنه اغيزمن شول. او ددې ويروس له امله په ټوله نړۍ کى شاوخوا ١٥ مليارده ډالرو پورې زيان واوښت.

نوټ : جالبه لا دا ده چې دې هلک ته کومه سزا هم ورنکړل شوه، ځکه چې په فليپين کې ددې malware ويروس په جوړولو باندې اوس هم کومه سزا نه ده ټاکل شوى.

محمد بن موسی اورګون ښوونیز مرکز

د نړۍ د مهمو او ګټورو مالوماتو لپاره زموږ پاڼه درسره لایک او فالو کړئ.

Infomation
,
Information
,

Address

Pahlawan, Market
Orgun

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93772636787

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when محمد بن موسی ښوونیز مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to محمد بن موسی ښوونیز مرکز:

Shortcuts

Share

Category