13/12/2024
عباسي خلیفه هارون الرشيد د فرانسې باچا شارلمال ته په تحفه کي يو داسې ساعت وليګه چې څلور متره لوړ او خالصو مسو جوړ او د اوبو په زور چليده ، د هر ساعت په پوره کيدو سره به يوه ګرده توپ ډوله دانه راووته ، د دوو ساعتونو ورسته به دوه او دا عمل به تر دولس ساعتونو دوام درلود ، ورسره به د يو سړي مجسمه چې په آسب به سپور وو هم راوتله او هر ساعت ورسته به يي په مخصوصه ساحه کي چکر واهه او بيا به داخل شوه د دوولسو ساعتو پوره کيدو به وروسته له توپونو به دوولس څورلي راووتي!
د ساعت په ليدلو سره باچاه حيران شو درباريان او نجوميان يي راوغوښتل چې دغه ساعت دننه شيطان ننوتي او دا هر څه هغه کوي!
اخر يي فيصله وکړه چې شپي لخوا به شيطان ويده وي مونږ به ساعت خلاص کړو او شيطان به تري راوباسو، شپي راغلل ساعت يي خلاص کړ ، ويي ليدل چې پرته د سامانونو نور هيڅ نشته ، بيا په ټوله فرانسه کي د هغه جوړونکي نه موندل کيده مجبور شول هارون الرشيد څخه يي مرسته وغوښته چي کاريګر ورواستوي، مطلب د وخت په ساينس او تکنالوژي د مسلمانانو اجاره داری وه
👈 په دنيا کي تر ټولو وړاندې د ،، کمري،، ايجاد کونکي ،، ابن الهثيم ،، دي
👈 په دنيا کي تر ټولو وړاندې د ،، جنتري ،، ايجاد کونکي ،، عمر خيام ،، دي
👈 په دنيا کي د علمياتو پرمهال د ،، بي هوشي، طريقي متعارف کونکی ،، زکريا الرازي ،، دي
👈 په دنيا کي د ،، الجبر, ايجاد او متعارف کونکي،، موسی الخوارزمي ،، دي
👈 په دنيا کي لمړي د ،، زلزلې ،، ساينسي وجوهاتو معلومونکي ،، ابن سینا ،، دي
👈 رخت او څرمنې رنګ ورکول ، ګلاس يا شيشه جوړولو لپاره د ،، ميکنيزډايي اکسایډ،، استعمال او متعارف کونکي ،، ابن سینا ،، دي
👈 د مصنوعی غاښ لګول او متعارف کونکي ،، ابوالقاسم الزهروي ،، دي
👈 د کاږو غاښونو سمول او خراب غاښونه ويستلو محفوظه طريقي ايجاد او متعارف کونکي ،، ابوالقاسم الزهروي ،، دي
👈 په دنيا کي په لمړي ځل ،،دواګانو جوړولو ،، ځانګړي علم متعارف کونکي ،، ابن سینا ،، دي ،،
👈 دنيا کي د،، کشش ثقل،، سم پيمايش طريقي متعارف کونکي ،، عمر خيام،، دي
👈 دسترګو ، پزي او غوږونو د عملياتو په اساس علاج متعارف کونکي ، ابوالقاسم الزهروي دي
👈 رياضياتو کي د علم الاعداد او جديدي رياضي بنياد ايښودونکی ،، يعقوب الکندي،، دي
👈 مريضانو ته د دوګانو استعمال صحيح مقدار تعيين کونکي ،، يعقوب الکندي ،، دي
👈 په دنيا کي د عملياتونو لپاره دري اهمو وسايلو ايجاد او متعارف کونکي ،، ابوالقاسم الزهروي ،، دي
👈 په سترګو د روښنايي مضرو اثراتو معلومونکي ،، زکريا الرازي ،، دي
👈 د رڼا رفتار د آواز رفتار څخه تيزي معلومونکي ، ابوريحان البيروني،، دی
👈 د ځکمي، سپوږمۍ او سيارو حرکات او خوصوصياتو معلومونکي ،، ابوريحان البيروني ،، دي
👈 په دنيا کي د شمالي قطب او جنوبی قطب معلومونکي 7 طريقو ترويج کونکي ،، ابوريحان البيروني ،، دي
👈 علم ارضيات ايجاد کونکي ،، ابن سینا ،، دي چې مغرب خلک ورته د ارضياتو علم بابا وايي
👈 د مختلفو کيمياوي موادو ايجاد کونکي ،، ابن سینا ،، دي چې مغرب ورته د کيميا بابا وايي ،
👈 په دنیا کي د ،، هائيډروکلوک ايسډ، نائيرک ايسډ،، جوړښت طريقي ترويج کونکي ،، ابن سینا ،، دي
👈 د روښنايي انعکاس او بصارت کي د رئنيټا مرکزي کردار متعارف کونکي،، ابن الهثيم ،، دي
👈 دسيارو درست حرکت د تعيين معلومونکي ،، نصرالدين طوسي،، دي
دا ليست ډير وږود دي د ټولو ذکر کول دلته مشکل دي لنډه داچي په نړي کي د وخت د علومو او تکنالوژۍ مرجعيت ، روښانه او ځلانده تاريخ د مسلمانانو وو، په بغداد کي د بيت الحکمت لويه علمي کتابخانه تر شپږو پيړيو د نړي د علومو تر ټولو لويه علمي ذخیره وه، چې نړي هر مذهب او فکر خاوندانو دغه علمي ذخيري د استفادې حق درلود د نړي ګوډ ګوډ څخه به خلک د علمي مرجع او څيړنو لپاره به بيت الحکمت ته راتلل ،
پوښتنه داده چې اوس ولي داسې شو ؟ ولي مسلمانان له هغه علومو لري شول چې ايجاد کونکي خپله وو ،
د دغو پښتونو ځواب تاسو ټول د دغه مسلمانانو ساينس دانانو آخري انجام څخه تر لاسه کولای شي،
چي دا ټول مسوليت په نويمه دقيقه کي د مستبدو او جاهلو حاکمانو، چاپړوسه درباريانو او تنګ نظره ملايانو ته ورګرځي!